اروپا ته د افغانستان د ملي ګوند د مشرتابه هيئت کاري سفر

د ۲۰۰۷ م کال د اکتوبر د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې  محترم عبدالرشيد آرين  دافغانستان د ملي ګوند مشر او ښاغلی ميرعبدالرحمان   صدري  د ملي ګوند مرستيال  اروپا ته د يوه کاري سفر په لړ کې راورسېدل .

  دوی د اکتوبر په ۱۱ نېټه د سويډن د مالمو ښار ته تشريف . د محترم عبدالرشيد آرين او ورسره هيئت  ته په سويډن کې د ميشتو روښانفکرانو اودده د ګوند مينه والو لخوا تود هرکلی  وويل شو .

محترم عبدالرشيد آرين  مخکې لدې چې مالمو ته تشريف راوړي  د جرمني او ډنماک په هيوادونو کي د زياتو  افغاني  روښان فکرانو مخورو ملي شخصيتونو،  د ملي ګوند مينه والو سره کاري ليدنې او کتنې درلودې .

د ملي ګوند مشرانو  په ډنمار ک او المان کې د افغانانوسره د افغانستان   د اوسني سياسي نظامي،  او نورو اړونده  ملي او حياتي  مسئلو باندې  پراخې څېړنې او بحثونه   وکړل.  اود افغانانو پوښتنو ته  په پوره حوصلې ځوابونه  وويل شوه . چي  د برخه والو د تايد وړ وګرځېدل.   همدارنګه نوموړي ګوندي مشرتابه په ډنمارک کي  د سوسيال دموکرات ګوند وياند سره ځانګړې  ليدنې درلودې چې دواړه خواوو د افغانستان په روانو حالاتو او شته ستونزو  وغږېدل  . دواړو ګوندونو  په دې اړوند ورته نظر در لوده او وعده وشوه چې په راتلونکي کې به تماسونه ساتي .

کله چې محترم ګوندي  هيت د سويډن د مالمو ښارته د کاري پلان له مخې راغلل دوی د څلورو ورځو  په تېرولو سره د ګڼ شمېر افغاني روښانفکرانو ملي شخصيتونو، پخوانيو ګونديانو ، بې پرې خلکو او په سويډن کې د سوسيال دموکرات ګوند داستازي او په پارلمان کې ددې ګوند نماينده  اغلې Hylliv Larsson سره  په هغه غونډه کې  ليدنه وکړه کوم چې د مېشتو افغانانو لخوا په ۱۴ د اکتوبر    دهولمې په ښوونځي کې  جوړه شوې وه چې چارې يې د ښاغلي احمد اندړ له خوا پر مخ بېول کېدی .

 نوموړې  سياست پوهې په خپلو خبرو کې د خپل ګوند په استازيتوب وعده وکړه چې دافغانستان د موجودو ستونزو په هلکه به د سويډن  په پارلمان کې خپل غږ  پورته کوي  او هم يې د ملي ګوند مشرتابه ته وويل چې دواړه ګوندونه به په را تلونکي  کې خپلې  اړيکې ساتي او د افغانستان  په اړوند به سره همېشني تماسو نه  ټينګوي.  وروسته  محترم عبدالرشيد آرين او محترم عبدالرحمان صدري  د مېشتو افغانانو سوالونو ته په پراخه حوصله ځوابونه وويل  چې برخوالو له خوا د تايد وړ وګرځيدل او ټولو وعده وکړه چې د افغانستان د موجودو ستونزو په حل کې لازمه ونډه واخلي.   محترم آرين د خپل ګوند موقف  اود نورو ګوندنو سره د اتحاد او يوالي  په اړوند دتيرو او راتلونکو دندو په هکله  د خپل ګوند موقف د غونډي برخوالوته څرګند کړ  . په نتيجه کې  د غونډی د برخوالو د تايد وړ وګرځيد.

همدارنګه د ملي ګوند مشر په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنگي مرکز  په هغه درنه غونډه ګډون وکړو کوم چې ددې ټولنې لخوا د کوچني اختر   په وياړ جوړه شوې وه . ددغې ټولنې د رئيس ښاغلي حبيب الله غمخور له خوا ښاغلی آرين ته بلنه ورکړل شوه ترڅو ددغې محفل ګډون کوونکو ته وينا او د اختر مبارکي ووايي . ښاغلي آرين افغانانو ته لنډه وينا او د اختر د ورځې مبارکي وړاندې کړه .محترم آرين او مرستيال يې  په دې څلورو ورځو کې د زياتو افغانانو سره ځانګړې  او جمعي ليدنې درلودې .

د معلوماتو له مخې محترم عبدالرشيد آرين او مرستيال يې ښاغلی  عبدالرحمان صدري  د خپل سفر په لړکې د ناروې هېواد اوسيدونکو افغانانو، هالينډ  او يو لړ نورو هېوادو   ته کاري سفرونه لري  چې د نوموړو د سفر په هکله به ټول رپوټ  وروسته د لوستونکو په اختيار کې ورکړل شي.

په درنښت

محمد اقا شيرزاد

مالمو  سويډن   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM