|
د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
٢٠٠٧ \ ٠٢ \ ٢١
اسن ---- هلند
پاکستان د القاعدي د واکمنئ څخه وژغورئ
په پاکستان کي د
پاکستاني نظامي يونفورم لاندي نړيواله تروريستي شبکه واکمنه شوېده . په هغه
هېواد کي ټول کړه وړه د القاعدې په خوښه تر سره کيږي ، که په سيمه کي پاکستانئ
ښځينه وزيره وژل کيږي د القاعدې حکم دئ ، که د ځوانانو سرونه غوڅيږي د القاعدې
حکم دئ ، که د القاعدې پر خلاف د نشراتو مخنوئ کيږي ، د القاعدې حکم دئ او په
دې ډول نور .
نړۍ د همدې ډول
کړو وړو د پاې ته رسېدلو په نيت ، افغانستان ته خپل ځواکونه وليږل ، خو ستونزه
حل نه شوه ، دا ځکه چي يوازي د القاعدې ټاټوبي بدلون وموند . ابن لادن ،
ظواهري او د هغوئ ملګري اوس په پاکستان کي دي . هغوئ په پاکستان کي په هغه
پيمانه واکمن دي لکه چي د طالبانو تر نوم لاندي پر افغانستان واکمن وه .
اوس د پاکستان د نظاميانو تر نوم لاندي پر هغه هېواد واکمن دي او له هغه ځايه
په سيمه او نړۍ کي د ترهګرئ چاري اداره کوي . هره ورځ ځان وژونکي حملې تر
سره کوي ، د افغانستان او پاکستان په بيلا بيلو سيمو کي پر ميشتو اولسونوپه
اصطلاح د شريعت انفاذ اود خپلو قوانينو د پلي کېدو حکم جاري ساتي . په پاکستان
، سيمه او د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کي د ترهګرو هڅو ناوړه پلانونه جوړوي
او پلي کوي يې .
د دې لپاره چي
په نړۍ کي د القاعدې د ناوړه پلانونو مخنوئ شوئ وي ، اړينه ده چي نړۍ د پاکستان
د خلاصون لپاره پر داسي هر اړخيزه پلان غور وکړي ، چي هم د پاکستان اولس ته
ګټور وي او هم سيمه د ترهګري له ويري پاکه شي . هغسي چي د افغانستان د خلاصون
لپاره نړيواله پريکړه وشوه ، همداسي پريکړه د پاکستان لپاره هم په کار ده .
په هند ،
افغانستان ،ايران او خپله پاکستان کي د همدې ترهګرو ( پاکستاني جنرالانو )
په وسيله امن له منځه تللئ ، د هر ډول تجدد او نوښت مخنوئ کيږي ، پر ازادو
خپرونو بنديزونه لګول کيږي ، دروڼ اندو سرونه غوڅيږي . دا کټ مټ هغه څه دي چي
په افغانستان کي د طالبانو تر نوم لاندي واکمنئ کي القاعدې تر سره کول . د
همدا ډول کړو وړو د مخنوي په نيت ، نړۍ د افغان اولس مرستي ته راودانګل ، اوس
د ترهګروهمدا چاري په پاکستان کي د پاکستاني نظاميانو تر نوم لاندي تر سره
کيږي ، دا د پاکستاني اولس حق دئ چي د القاعدې له منګلو وژغورل شي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري |