دقلم  ضمير

چه قلم ته کړي  سم لاس

بيا دزړه باسی بړاس

نه بيا سوچ کړی وړاندی روسته

ځان    اتل   کړی  د اخلاص

په ملنډو تاريخونه کړی را مسخه

ته به وائی  لوي قاضی شو اخلاص

چه سوچونه د تعصب په سر کی ورشی

جوړوی     بيا داستانونه   د  انصاف

چه لږ مست شی  داغيار په ميخانه کی

يادوی  خپلی  درندی  دنورو  سپکی

کله جوړ  ځان ته  جنت  کړی  خراسان

کله  وکړی  اهانت  د لوی  افغان

اتلان را يادوی په سپکو سپورو

قاتلان را ته اتل کړی دميدان

خپل جرمو جنايتونو ته  دې  ړوند  دی

يادوی  مدام  د  نورو  نوم  او شان

چه غوسه د فاشستی خوبونو ورشی

په يوه شيبه  ارام  کړی    خپل ځان

کله ليږی پارلمان  ته  کاغذونه

کله ليکی دا د ژبو بديلونه

خپله ژبه ورته  شات شکر  ښکاريږی

نوری ژبی ورته زهر  معلوميږی

زه حيران  يم  دا ضمير ته

چه په   ښه   بد  نه پوهيږی

چه قسم ئی د هتلر په فلسفه  وی

دقلم  ضمير ئی کله  را  سميږی

انجينر  عبدالخالق  ساپی   ويانا

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM