د ارواسياEurasien  د سيمې پر سر سيالې

لومړۍ برخه

ليکوال: شريف بهاند                                                               اکتوبر ۲۰۰۷

څوک چې وکړي شي، د نل ليکو د نقشې د پلي کيدو په اړه تصميم

ونيسي، هغه د نړۍ د يوې سترې برخې برخليک ټاکلي شي.

فريدريک ستار

سريزه:

په نړيواله کچه د هيوادونو د اقتصادي ودې له امله طبيعي زيرمو يا په بله وينا اومه توکو ته، نه يوازې اړتيا مخ په زياتيدو، بلکې د دا ډول توکو د زيات لگښت له امله د هغوي زيرمې مخ په خلاصيدو او بيه يې مخ په لوړيدو ده. په تيره په نړيوال ډگر کې نوي اقتصادي ځواکونه د بيلگې په توگه هند، چين او د سويلي اسيا داسي نور هيوادونه د خپلو مخ په ودې اقتصاد د تندې د ماتولو له پاره دا ډول توکو ته زياته اړتيا او په نړيوالو بازارونو کې د هغو د پرودل ليوال دي. د همدې زياتې غوښتنې (تقاضا) له امله، د اومه توکو د راکړې ورکړې په نړيوال بازار کې تشه (خلأ) د رامنځته کيدو په حال کې ده، چې د لويديځې نړۍ سياستوال دغه حالت د خپلو هيوادونو اقتصادي ودې ته يو ستر گواښ  بولي.

په دغو اومه توکو کې، تيل او گاز تر ټول مهم او با ارزښته گڼل کېږي. اتريشي څانگيز پوه او د اروپايي ټولنې په پارلمان کې د دغه هيواد استازي، هانس کرونبرگر Hans Kronberger په خپل نامتو اثر " وېنه د تيلو په بدل کې" دغه ارزښت ته داسي نغوته او په دې باب ليکي: "تا وقتيکه اقتصاد جهاني وابسته به نفت و گاز است، تا همان زمان دليلي براي جنگ در بطن نظام ها وجود دارد. با موجوديت سه منطقۀ بحراني، يعني خليج فارس، افريقا و اطراف بحيرۀ کسپين، هزارۀ سوم در حالي آغاز ميشود، که آثار نا خوش آيند زورگويي قدرت ها، هر لحظه ميتواند عواقبي وخيم و غير قابل پيش بيني در بر داشته باشد (بهاند، شريف، ۲۰۰۷ ، مخ، ۲ ــ ۳). نو ځکه د دغو توکو د پاتي زيرمو د لاسته راوړو له پاره نوې ټلوالې جوړې، کړکيچونه، چې ان د جگړې بڼه يې غوره کړې ده، رامنځته شوي دي. بايد يادونه وشي، چې اوسمهال د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې د اومه توکو د زيرمو د لاسته راوړلو پر سر د نورو هيوادونو تر څنگ تر ټولو دمخه د متحدو ايالتونو، هند، روسيې او چين تر منځه په ښکاره او پټه توگه مبارزه روانه ده.

نو اړينه بريښي، تر هر څه دمخه دا راوسپړل شي، چې د دغو مهمو او با ارزښته توکو، تيلو او گازو او همدارنگه د نورو توکو لکه يورانيم، مس، پلاتين، سرو زرو، سپينو زرو، اوسپنې، د ډبرو د سگارو، کوبالت Kobalt ،کُرم Chrom ، سربو، جستو، قلعي او د تيتانيمو زيرمې د نړۍ په کومه برخه کې او د هغوي پاتي ونډه څومره ده؟ سربيره پر نومول شوو هيوداونو د کومو نورو هغو او نړيوالو ټلوالو تر منځه د هغوي پر سر مبارزه روانه ده؟ او د دغو مبارزو پايلو پر نړيوال نظام او همدارنگه د پرمختيايي هيوادونو په سياسي  ــ اقتصادي او پوځي وضعې څه ډول اغيز کړي دئ؟ ايا د افغانستان د اوسنې کړکيچنې وضعې لامَل د افغاني ټولنې له اقتصادي، سياسي او ټولنيز وروسته پاتي والي څخه سرچينه اخلي؟ او يا دا چې د هغه لامَل د هيواد ستراتيژيک پريوت او که د اومه توکو پر پاتو زيرمو د واکمنې پر سر مبارزه کې نغښتي دئ؟ د دې پوښتنو د ځواب له پاره تر ټولو دمخه اړين بريښي، چې د اوسنيو جگړو هڅونکي لامَلونه وڅيړل شي.  

جگړه هڅونکي توکي:

په نړيواله کچه ځيني هيوادونه له اقتصادي، سياسي او پوځي پلوه د متحدو ايالتونو د دولت او د هغه د اروپايي ټلوالې او دغه دواړه بيا د نورو سترو اقتصادي او پوځي ځواکونو کړه وړه په ډير ځير سره څاري. د دغو هيوادونو په اند د متحدو ايالتونو کړه وړه په ستونزمنو سيمو لکه افريقا، منځني ختيځ، منځنې اسيا او همدارنگه د ارام سمندر په شأ و خوا او د نړۍ په ځينو نورو برخو کې يو وزري عمل نه، بلکې له يوې هر اړخيزې او اوږدمهالې ستراتيژې څخه سرچينه اخلي، چې موخه يې پر ستراتيژيکو سيمو، د نومول شوو اومه توکو په طبيعي زيرمو او په تيره د تيلو او گازو په هغو واکمنې او همدارنگه په نل ليکو يې کنترول دئ. ځکه له يوېخوا د طبيعي زيرمو نا انډوله ويش او له بلې خوا د هغوي کميدل او د بيې لوړيدل  له هغو مهمو لامَلونو څخه ګڼل کېږي، چې ستر ځواکونه، په تيره په اوس وخت کې خپلې د ملي امنيت ستراتيژي د هغو پر بنسټ طرحه کوي. ځکه د جيوپوليتيک پر بنسټ لکه د تيرې پيړۍ په څير، په يوويشتمه پيړۍ کې هم برلاسه ځواک، هغه هيواد او يا د هيوادونو هغه ټلواله ده، چې پر طبيعي او په تيره بيا د فسيلې انرژۍ پر زيرمو په پشپړه توگه واکمنه وي. د تيلو او گازو دغه ارزښت ته دانيل يورگين داسي نغوته او وايي، چې په اوسنې نړۍ کې: گاز او" تيل د صنايعو پر مخ وړونکي ځواک او د تمدونونو د غوړيدو مهمه وسيله بلل کېږي"  (  S. 10.2006 Spiegel spezial,).

د کامپبل Campbell د ليد له مخې، د نړۍ د تيلو د زيرمو په سلو کې له اتياوو څخه زياته برخه په دوو کمربندونو کې پرته ده. له هغو څخه يو يې زموږ د کُرې په لويديځه برخه کې له الاسکا څخه پيل د کانادا له البرتا او د متحدو ايالتونو له منځنې او لويديځې برخې څخه تير، بيا تر مکسيکو او ونزويلا پورې رسيږي، چې د تيلو دغه برخه څه نا څه په بشپړه توگه د لويديځې نړۍ په واک کې ده. دوهم کمربند د روسيې د فدراسيون له شمال، سايبريا څخه پيل د کسپين له سمندرگي څخه تير د منځني ختيځ په لوري ان د افريقا تر شمالي برخې پورې غږيدلي دئ (وگوري: Reserven, Ressourcen und … , 1995, S. 7 )، چې د دغه کمربند ځينې برخې د سيالو هيوادونو زمکنۍ بشپړتيا او ځينې د هغو کړکيچنې سيمي بلل کېږي.  د تيلو د زيرمو پاتې شل په سلو کې په نايجيريا، انگولا، سودان، چين، هند او ناروي ته څيرمه په شمالي سمندر کې دي. د گازو سترې زيرمې په ختيځې او لويديځې اروپا، هم گټو هيوادونو (پخواني شوروي اتحاد)، منځني ختيځ، افريقا، شمالي امريکا، لاتينه امريکا او استراليا کې دي، چې لاندني جدول د زيرمو پريوت، ونډه، د هغوي توليدونکي او لگښت کونکي هيوادونه په ښه توگه روښانه کوي: 

په کال ۲۰۰۰ کې د نړۍ د فسيلې انرژۍ لگښت کونکي، توليدونکي او د هغې د زيرمو پريوت

شمېرنې د سلمې له مخې

تيل

گاز

د ډبرو سکاره

ستر لگښت کونکي هيوادونه

ستر لگښت کونکي هيوادونه

ستر لگښت کونکي هيوادونه

متحده ايالتونه

۲۵،۶

متحده ايالتونه

۲۷،۲

متحده ايالتونه

۲۵،۸

جاپان

۷،۲

پخواني شوروي اتحاد

۲۲،۸

چين

۲۲،۰

چين

۶،۵

منځني ختيځ

۷،۹

پخواني شوروي اتحاد

۸،۰

المان

۳،۷

 بريتانيا

۴،۰

هند

۷،۵

 

المان

۳،۳

جاپان

۴،۵

 

 

المان

۳،۸

د نړۍ پاتې هيوادونه

۳۴،۵

د نړۍ پاتې هيوادونه

۳۴،۵

دنړۍ پاتې هيوادونه

۲۸،۴

ستر توليدونکي هيوادونه

ستر توليدونکي هيوادونه

ستر توليدونکي هيوادونه

منځني ختيځ

۳۱،۰

پخواني شوروي اتحاد

۲۷،۸

متحده ايالتونه

۲۶،۷

پخواني شوروي اتحاد

۱۱،۰

متحده ايالتونه

۲۲،۹

چين

۲۳،۳

متحده ايالتونه

۹،۸

منځني ختيځ

۸،۷

پخواني شوروي اتحاد

۹،۳

مکسيکو

۴،۸

کانادا

۶،۹

هند

۷،۲

چين

۴،۵

بريتانيا

۴،۵

سوېلي افريقا

۵،۵

ناروي

۴،۴

 

پولند

۳،۲

د نړۍ پاتې هيوادونه

۳۴،۵

د نړۍ پاتې هيوادونه

۲۹،۲

دنړۍ پاتې هيوادونه

۲۴،۸

د نړۍ د سترو زيرمو پريوت

د نړۍ د سترو زيرمو پريوت

د نړۍ د سترو زيرمو پريوت

منځني ختيځ

۶۵،۳

پخواني شوروي اتحاد

۳۷،۸

متحده ايالتونه

۲۵،۱

ونزوويلا

۷،۳

منځني ختيځ

۳۵،۰

پخواني شوروي اتحاد

۲۳،۴

پخواني شوروي اتحاد

۶،۴

افريقا

۷،۴

چين

۱۱،۶

متحده ايالتونه

۲،۸

اسيا / استراليا

۶،۸

هند

۷،۶

 

 

متحده ايالتونه

۳،۲

المان

۶،۸

د نړۍ پاتې هيوادونه

۱۸،۲

د نړۍ پاتې هيوادونه

۹،۸

دنړۍ پاتې هيوادونه

۲۵،۵

اخځ:

                Agenda 21: Fossile Energie, in: Die Zeit, Nr.: 42 / 11. 10. 2001, S. 23

د انرژۍ د نړيوالې ادارې او د برتيش پتروليم BP د تيلو د کنسرنې نوي رپوټونه د نړۍ د هغو د مطمينو زيرمو پريوت او د دغو توکو لگښت کونکي د بيلا بيلو سيمو پر بنسټ لا په ښه توگه روښانه کوي.

په کال ۲۰۰۵ کې د نړۍ د بيلا بيلو سيمو د تيلو او گازو مطمينې زيرمې او د هغوي لگښت

سيمې

تيل

ميليارد بيرله۱

گاز

په بليون مکعب متره

د تيلو ورځني لگښت ۲

په ميليونو بيرلو

شمالي امريکا

۲۱۳

۷

۲۵

منځنۍ او سويلي امريکا