|
اسدالله زمري
يرغمل
دزمانې د
کږليچونو
د تيارو له تل نه
د
خفاشانو په څير ،
د
لوټمارانو ډلې ...
يوه په
بلې پسې.....
شوي را
بهر په بيړه ؛
او يو
ملت ئې ير غمل ونيوه....
يوې ترې
برم د تاريخ وغوښته
يوې
شمله د عزت ،
يوې
غرور او عظمت ورڅخه ،
اويوې
بلې آزادۍ او سوکالۍ ورځينې ؛
هرې يوې
ولوته ،
هرې يوې
وشکاوه ،
هرې يوې
وواهه ، وټکوه وځوراوه ؛
ورنه يې
هر څه ويوړل .
خو دي
لا اوس هم يرغمل پاتي دي ؛
او تر خې
شپې تيروي . |