اسدالله زمري

باور

د  غر بت  توره  نړۍ   ده ،  پکې  يار  او   نه   دلبر   شته

نه په دې سکاره  جهان  کې ،مې د  ګران      وطن اثر شته

نه       ر ڼا    ملکوتي   ده  ،   نه    جلوه    د     ملا    ئيکو

نه  د حورو  د وصال شوق ، نه نيشه   ئې   د کوثر    شته

نه  د لمر تندي  ځليږي،نه  سپ وږ مۍ  په  خرام   خيږي

نه  د ستورو  مرکې شته، نه  ماښام  شته نه  سحر  شته

نه    د   بو ټو   د   نمو   غږ   ، نه  دونو  د   مستۍ  شور

نه     ګلونو کې څه  بوي شته، نهغو ټيوکې ساغر  شته

نه  څپې   سمندرې    دې  ،  نه   ځړوبو   کې   غوغا  ده

نه    ماهي  ښوري  اوبو کې، نه غواص او نه ګوهر شته

نه  داور  لمبه  توده  ده ،  نه  د   يخو   کنګل     ښکاري

نه هوا ده   سندريزه  ، نه  فضا  کې  شور  اور  شر  شته

نه له خولو نه آواز خيږي  ،نه  د چا  غوږ   ته    څه  رسي

نه  د  بوي  اثر  په  څه  کې، نه د چا روښان   بصر   شته

نه  احساس  د انسانان ، نه  خوښۍ او  نه   غم ښکاري

نه څه نښه د زړه سوي شته،نه دغم  شريک  بشر  شته

××××××××××××

هغه   څه  چې  نن  راغلي   د افغان  په  عدن     باندي

نه جوړه  ئې دوزخو کې، نه  قصه  ئې  په  سقر  شته

هر  درياب  لمبه ،لمبه  دي، ځمکه خوځي لکه ټال نن

ته  به  وائې دې وطن کې نه دروند والي شته نه غر شته

توفانونه   دې   چې  ښوري   ، بلا ګاني  دې   چې اوري

نه   د   نوح    څه   اثر وينم  ،   نه    دعاوو   کې اثر شته

اسمانونه     رالويدلي   ،     ستوري   ټول   را ټکيدلي

لمر ورک شوي دې له  خلکو،نه  څراغ  شته نه قمر  شته

مرګ   اوريږي     په دې خلکو ، وير  ژړيږي په دې خلکو

دا   وطن    دماتمونو  ،  ده   کې   کله    بل   منظر    شته

يا   پري   ډکې   شولې کندې   يا   پرې   ولويدل کمرونه

بې حسابه   ، بي حسابه  ،  اوس   نه   کنده   نه کمر شته

په  غمونو  کې   اوبه   شوه    حوصله   نوره     د    خلکو

چې به سل ځايه غوڅ  نه وي  نه کوم زړه او نه ځيګر شته

دا  زمونږ  د   اوښکو  موج ته   نړيوال هک او حيران دي

نه  سيندونو  کې   ئې  مثل  ، نه  ثاني    ئې  سمندر شته

څوک به داسي تالان جوړکړي،په خپل کور اوخپل کهول کې

نه   مسلم    چيرته   پيدا    شو     نه   هم   دغسي کافر شته

مړي  وکښل   شول   له  ګوره   دا قيامت    نه ده   نو څه ده؟

کوم   منکر      ويلي دا   وه :نه قيامت شته نه محشر شته

د  تاريخ  سترګي وړنديږي ،د  فرهنګ    مري   غوڅيږي

نه   د منعي مټ کې زور شته، نه څه  نښه   د   حذر شته

د  يما   توغونه    سوځي   ، د   نوروز      ډهلونه    چوي

نه          اتڼ  د څڼورو  ، نه  ښادې    او   نه     اخت ر شته

په    نغمو   د   بلبلانو ، د         بنديز    زولنې         لګې

نه   د    ګل     څيره غوړيږي، نه بورا ،  نه ئې وزر شته

د    وږمو   ا و   پر خي   مخ ته  ، دي کړ کۍ زمونږ تړلي

د غوټيو   غوړيدو     ته     نه ګذر  شته   اونه   در شته

له نارنج نه انځر جوړ دي ، ګل ئې نه ښکاري په سترګو

که رښتيا هم لږ څه ځير شي، نه نارنج شته نه انځر شته

ستر   قوت    وو   په  دنيا    کې   د  افغان  ميړني  خلک

اوس ئې توره پڅه ښکاري،نه ئې زور نه ئې لښکر ښته

چې پردو   ته ئې  ورنيغ کړي ، د غيرت په هوډ او ننګه

ددې خوار ولس په کور کې نه اغزي شته نه خنجر شته

دا   چې   خاندو    يو تر بله ،دا  دغم   له   زوره   خاندو

کنه   وګوري   عالمه    لا  په زړو کې    مو   نيشتر شته

××××××××××

د   سبا   په    هيله    پايو ، د رڼا    په      مينه           پايو

په   سپيدو    د سباوون   کې د  يو  نوي ژوند   خبر   شته

د     يووالي    مټۍ     ورکړي    ،  د  يوه ملت     زمريو

هير ئې نه کړي چې نفاق کې د نيستۍ او مرګ ضرر شته

ځې چې يو بل ته ډيوه شو ، ځې چې يو بل ته لارښود شو

مونږ پخپله ستر قوت يو ، مونږ کې سر اوهم سرور شته

دلته     پاتي    ککرۍ   دې    د پرديو    يرغلګرو

دې   ولس   کې لا    تر اوسه   زوړ  قوت د ستر ظفر شته

چې       آمو    مو  ورته  نيل کړ فرعون مو پکې ډوب کړ

د   وطن     پاکه   کعبه     کې    لا     بتون   د    آذ ر شته

له    ماسکو   تر     واشنګټنه  ، له تهران   تر پاکستانه

تور لاسونه به غوڅيږي چې ميراث مونږ ته جمدر شته

سترګې    وباسي  در  جار شم    د     پردو    د غلامانو

چې    مو  وژني  يو تر بل، خپل کاله کې مو دا شر شته

××××××

دا وطن    به بيا وطن شي ، سره ټول به روح او  تن شي

دا به وښيو    دنيا ته    چې     په مونږ  کې   دا هنر شته

دا بيابان به بيا  ودان شي ،دا مېري به     ګلستان شي

يو به بيا سره افغان شي،په دي ملک کې دا ګوهر شته

بيا به جوړ نارنج محشر کړي ، له ښه بويه   ننګرهارکې

ددې ونې      اصيل بيخ کې      خوندور اصيل ثمر شته

لاله زار    به   د   مزار هم       په خندا شي  کندهار    ته

د هرات    په   پاکه   خاوره  د ملي وحدت      شرر شته

سره يا قوت دبد خشان به د پنجشير زمرد  ښکل کړي

ددې غرونو دزړو تل کې د ورورۍ اصيل   زيور شته

د لغمان   د پوهي څرک به د کاوون له څوکو واوړي

د هلمند      په    کنارو   کې   لا بي    شميره  هنرور شته

تاکستان به   د پروان هم    د باميان په اوږو خپور شي

په     نښترو    د پکتيا   کې    د ملي غرور    اثر    شته

د باد غيس د پستې خولې به د کن ړ شفق   ته  خاندي

د ورور ۍ د وينو جوش کې دا ګوهر شته دا هنر شته

شبر غان    به  چراغان    کړي      د وطن   تياره ګوټونه

ددې ځمکې   دزړه   تل کې   دا ګوهر او داسي زر شته

د کفن   پر ځاي   به پټ   کړې  ژوندي تن ددې    وګړو

د کندز   ښکلې وادې کې بي يايانه دا سپين زر شته

د  آقچې  او مور غالۍ   به د هغو قدم    ته    فرش شي

چې ئې ټول افغان ولس ته يواحساس   او يو نظر شته

ټول به ټول په يوه خوان شي دښمنان به مو پريشان شي

دا   به ټوله    نړي ويني چې نه کوز مونږ کې نه بر شته

بيا به شين      شي    له خند   نه دا سپيره کابل دنيا ته

تل دې ګران افغانستان وي څوچې دغه بحر او بر شته

بيا  افسر    به مې افغان شي دزړه سر به مې افغان شي

لر   او بر     به مې   افغان    شي   د زمري دغه باورشته  

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM