|
د فبروري د
۲۱
د مورنۍ ژبو د ورځې په مناسبت
اسدالله زمري
پښتو
د هسکو
غرونو،ايلبندونو ، سردرو ژبه ده
دا د ګوربتو،د عنقا
او د زمرو ژبه ده
دې سره غبرګې وي
نغمې د پسرليو مدام
دا د ځړوبو ،
بلبلانو
او شپنو
ژبه ده
دې کې خبرې کول
، دي د مرغلرو پييل
ځکه له سُر او لَي
نه ډکه ،د نغمو ژبه ده
له دغدغو نه ده
خالي،خو له خلوصه ډکه
د بزم او رزم ، د
سلا او د جرګو ژبه ده
ميدان يي وړي له
همزولو نه په نره دي تل
د زړورو ،
تورياليو ميړنو ژبه ده
د ميلمنو پالنه يي
کړې، تل دزړه په وينو
د پخلاينې،ګذشتونو
او پيرزو ژبه ده
بده يي مه ګڼۍ ،
له بدو سره کار نه لري
دا ملکو ، ښاپيريو
او د ښو ژبه ده
چې وي پخپله خوار،
نوهغوته به خواره ښکاري
دا د ښاغلو
افغانانو،ددرنو ژبه ده
تل د ځلانده، تل
ژوندۍاو تل دې ښاده واوسي
د سوو زړونو په
احوال د خبريدو ژبه ده
د روانۍ او بډايۍ
همتا يې نشته چيرته
لکه د تاج غمي
، منلې د پښتو ژبه ده
۲۰۰۷/۲/۱۴ |