دټوپک ذخۀ

راشه دلبره راته يادکړه دلفظوخبرې

لږمې تازه کړه په زړګي داوميدوخبرې

نوربه دخپل خيال سره جنګ مبارېځې ته وځو

ځائ به کړوننه په مغزوکې ددرنوخبرې

څوک چه په سپکولاروتللي دي سپک شوي هغه

رسوارسواغواړمه دلته دسپېروخبرې

سوربه شي بيادادم خان روحباب به وشرنګيږي

پکې راويښه به شي مينه ددرخوخبرې

ګلۀ په کلکه اېراده به دپښتوسره ځو

چه داسې نه وي پره به نه شي دننګوخبرې

که ددعلم ډېوه مړه کړله خپل ځاندې مړکړو

نورې به وباسودزړه نه دتياروخبرې

دټوپک ذخۀ،اصلزيه،بدبختي راولي

دژوندارام ته نن په کاردي دجرګوخبرې

صابر،اصلزی،سويډن

٢٠٠٧،٢،٦

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM