بي فرهنگ

ورک   دي  لاره   له    امير   او   له  ملنگ

ډيوه   نشته   چي   تري   وڅرخي  پتنگ

يو   زعيم   نشو   پيدا   غمخور   د خلکو

غيرت  ورک  شو اوغټان  شولو بي ننگ

غوړمالي  اوس  د سيندي   اوسعودي کا

اوږده   ږيره،    سر خريلي    بي فرهنگ

د  پيسو  په  طمعه  جوړ  تري  اجنبي شو

ورونه   اچوي   يو  اوبل   سره  په جنگ

د  پښتو   غيرت   يي   وايسته    له    سره

نه   شرميږي   غټ   نوکر   دي    داورنگ

زړه  مي  نه  غواړي  چي ويي گورم مخ ته

(مل( ته اوس شو را ښکاره په اصلي رنگ

*

پوهندوي دوکتور سيدحسام مل

جنوري کال يوزرونه سوو پنځه نوي)جرمني)

   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM