|
عبدالسلام اندړ
يرغمل دي
ملتــــونـــه اولسونــــــه يرغمل دي
غرونه ټول دښتونــــــــه يرغمل دي
خولــــــې بندي څه ويلای نــــه شيٍ
زړونــــــه ټـول فکرونه يرغمل دي
اميدونه به همېش خاوروته سپارم
کورونــــه ټـــول ښارونـــه يرغمل دي
دې تياروکــــې ډيـــــوه بــله نـــه شوه
پوهنتونــونــه مکتبونـــه يرغمل دي
ورانـــوکــــوڅـــوکې لاره ورکه شوله
څراغونه ټول برقـــونـــــه يـرغمل دي
ړنــدې ستــــرګې څــه ليدلاي نـه شي
اخبارونـــه کتابــــونـــه يـــرغمـــل دي
سني د ريــــا
جـــــامې پــه تن کړي
جوماتونــــه محــــرابـونـه يــرغمل دي
اسلام يې ټينګ په
ږيـــــروکې تــړلی
دين ټول مــــــذهبونــــه يــــــر غمل دي
کلي کـــــوڅـــــې په وينــــوولمبـېدې
ګودرونــــه سره شالونـــــه يـرغمل دي
بـــاغ کې بلبـــــلان پـــه ژړا وژړېـدل
ګلشن کــې ټـــول ګلونـه يــرغمل دي
دقـــارون دزرو شرنــــګ شـــودلتـــه
ډالرونــه ټـول بانکونــــه يــرغمــل دي
ټکټونه دکنسرت شـــووپـــه ډالــــرو
هنـــرونــــه کنسرتــــونــه يــرغمل دي
عجيبـــه معــــامېلـه ده پـــه وطــن کې
ديپلومونه ټول پوستونه يرغمل دي
موږه ژوندي هيلي مــومړاوې شولې
ميونـــدونـــــه غيرتــونــه يرغمل دي
اوښکو ګرېـــــــوانـــو تــــه هجرت وکړ
پــه سلګوکې سلامــونــه يـرغمل دي
سويدن ـ مالمو۲۰۰۷
ـ
۱۳۸۶
|