د ډیورنډ کرښې تړون اوافغان ولس

افغانستان چې د پنځه زره کاله اوږد تاریخ لری،تاریخ پوهانویی بېل بېل پړاونه بیان کړیدی. افغانستان ددې ټول تاریخ په اوږدو کې په پرلاپسې ډول نړۍ د زورورو قوتونو د بریدونو اوتېریو ډګر ؤل. موږ راځو دې خبرې ته چې دنن نه وروسته به د افغانستان لانجې کومې خواته ځی.

ددې خبرو د سپینوی لپاره ډیورنډ دکرښې نه پیل کوو. په ۱۸۹۳کال د دویم ځل لپاره انګرېزانو هځې وکړلې چې په زور جوړجاړی سره دافغانستان دخاورې پر یوه برخه خپلې منګولې  نورې هم ژورې ښخې کړی. انګرېزانو ته د افغانانو سره دې دوجګړو وروسته دا پته لګیدلی وه چې په دغه ولس دبرچې په زور اونېغ په نېغه واک چلول نه شوونی دی،نو یی په عبدالرحمان خان پاچا زور راوړلوچې د افغانستان لوری د خپلې خاورې یوه برخه برتانوی هند ته ورپرېږدی اوبرېتانویان به په بدل کې دا ومنی چې پرنوره افغانستان به تېری نه کوی او د کال به څه ناڅیزه روپۍ هم دپاچا په اختیار کې ورکوی. خو پاچا بیا دا حق نلری چې بې د انګریزانو له مشورې او پتئلو په خپل سر د نورو هېوادونو سره دېپلوماتیکې اوسوداګریزې اړیکی ونیسې. مانا دا چې دپاتې افغانستان واک اواختیار(بهرنی سیاست)به هم د انګرېزانوپه لاس کې وی. نو عبدالرحمان ته یوازې دومره اختیار ورپاتې شولو چې دنیم پاتې افغانستان پر ولسونو باندې واک وچلوی اوپاچاهی پر وکړی.دغې معاملې ته چې سړی ځیر شی دهغې وخت شرایط هرڅه چې ول،خو داسې څرګندیږی چې عبدالرحمانخان غیر دخپلې نیمګړی پاچاهۍ کولو نورڅه د انګرېزانو له لوری تر لاسه نکړل،دهېواد یوه ستره برخه خاوره یی بشپړه د انګرېزانوپه ولکه کې ورکړله اوپاتې برخه یی هم که په نېغه نه وه خونیم بنده ددوی په ولکه کې پاتې شوله.

د برېتانیه لپاره دغه وخت(۱۸۹۳کال)چې دهغوی دبهرنیو چارو وزیر مسټر هنری مارتیمر ډیورنډ د پنسل اونقشې سره افغانستان ته راغی ډېر حساس وخت ول ځکه دا وخت د تزاری روسیی د واکمنی د پولو بریدونه دافغانستان سره لګیدلی ول. په دغه حساس وخت کې ډیورنډ دغه پنسل د تېرې پولادی تورې په څېرپر نقشه راکش کړلو او دافغانستان بدن یی دوې ټوټې کړلو،یوه برخه یی دځانه سره یووړله او بله برخه یی دځان لپاره وساتله. پاچا دغه د پیاورژلی بدن تړون ورسره لاس لیک کړلو. انګرېزانو په دې تړون سره له یوې خوا دخپلو پوځونو دخوندی ساتلو وېړه جوړه کړله او دبلې خوا یی د تزاری روسیی سره په اصطلاح بفر زون رامنځ ته کړلو.

که د افغانستان تاریخ ته وګورو،هغه تل د نړۍ د زورورو قوتونو له خوا تر یرغلونولاندې  راغلی او راځی،ددې علت تاریخ پوهان دافغانستان جغرافیه یی موقعیت بولی او وایی چې افغانستان د آسیا په زړه کې پروت هیواد دی،ددې ځایه د نړۍ سترقوتونه کولی شی چې نور آسیایی هیوادونه کنټرول او واکمنی پر وچلوی.دنړۍ سیاست پوهانو اوتاریخ پوهانو هم دافغانستان په باب ورته نظرونه څرګند ګړیدی،دبېلګې په توګه د برېتانوی هند دهغې وخت وایسرای ویلی ول چې افغانستان دټولې آسیا دپاره دتیاتر د سټېج غوندې دی. آرنولد ټوئنبی کوم چې یو برېتانوی تاریخ پوه ول، افغانستان یی دآسیا ترټولو مشکلترینه سیمه بللی وه. همدا ډول په نولسمه پېړۍ کې کیلپېنګ پر افغانستان باندې جګړو ته د((سترې لوبې)) نوم ورکړی ول.

څرنګه چې عبدالرحمانخان یو خپلواکه پاچا نه ول نو ځکه د۱۸۹۳کال تړون دزور تړون بلل کیږی چې په همغه وخت کې یی هېڅ قانونی اعتبار نه درلود. دبلې خوا په همغه وخت کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو افغانانو هغه تړون ونه منلو. د تړون نه لږ وروسته د مسیدو وزیرو،داوړو،مروتو،خټکو،بنوڅیو،توریو او وزیرستان شاوخوا ټولو ډیورنډ لیکې هغې خوا پرتو قومونو د لیکې دې خوا ځدراڼو، تڼیو،منګلو،ارګونیانو اونوروټولو قومونوپه ګډه دهرې خوا څخه د واڼا او ټل پر انګرېزی چوڼیو یرغلونه پیل کړل، د انګرېزانو یی ځینې بشپړ ټولی سټ کړل اونورو ته یی ډېره ژوبله ورواړوله،په دې سیمه کې یی دهغوی ټولو پوځی زېرمو ته اورونه ورواچول او وسلې یی ورڅخه غنیمت یووړلې. ددې بریدونو سره سم د مومندو،اپریدیو،ماموندو،باجوړ،سوات،مردان،پښاور شاوخوا ټول پراته قومونه، د کرښې دې خوا کونړ،ننګرهار،لغمان قومونه ان ترکابله پورې راپاڅیدل او د انګرېزانو پر چوڼیو اوتاڼو یی سخت بریدونه پیل کړل، د کوټې خوا ډیورنډ کرښې پراتو دواړو خواو ولسونو په ورته عملونو لاس پورې کړلو. انګرېزان اړ شول چې عبدالرحمان نه وغواړی چې ددې جګړو مخنیوی وکړی. هغې هڅې وکړلی خو بریاوې یی نه ولې. انګریزان اړ شول چې د اټک چوڼۍ اودهغې څخه هغې لورنور هندوستان څخه نورې لښکرې د پښتنو سیمې ته راولېږدوی تر څو د یرغلونو او الوګولو مخنوی وکړی. خو څرنګه چې دغه په خپل سری ولسی پاڅون ول،یوه قومانده اوسم سمکۍ جګړه نه وه نو ځکه په بېلو بېلو ځایونوکې په بېلو بېلو وختونو کې د انګرېزی پوځ له خوا په ډېره بې رحمۍ سره وځپل شول او بې شمېره زیات غازیان یی شهیدان کړل. افغانانو ته دانګرېزانو له خوا د اوښتو ډېرو مرګ – ژوبلو سره سره هغوی خپل بریدونه جاری وساتل،خو لکه چې وویل شول دغه بریدونه د بېلو قومونو له خوا هر قوم پخپله تنظیمول او همغږی پکې نه وله نوځکه به کله ورو اوکله زیاتیدل. دتودې او ګرمې جګړې ترڅنګ انګرېزانو دتطمیع کولواودهغې لارې په ولسونو اودقومونو په منځو کې د بې اتفاقیو اوګډوډیو اچولوباندې هم ډېرې خرڅې کولې خولکه څومره یی چې خرڅې کولې دومره یی ځای نه نیولو.

د خپلواکۍ جذبات:

د امیرحبیب اله خان تر مرګ وروسته په ۱۹۱۹کال دفبرورۍ په دوویشتمه ورځ کله چې امان اله خان د پاچاهۍ اعلان وکړو، دغازیانو احساسات یو ځل بیا د افغانانوپه ټوله خاوره کې په جوش او غورځنګونو راغلل،هر چېرې باتورو افغانانو د انګرېزانو سره دجګړی کولو بندوبست اوتیاری نیول په چټکۍ سره پیل کړل. امیرامان اله خان د۱۹۱۹کال د مارچ میاشتې په دریمه نېټه دبرېتانیه لوری ته لیک ولېږلو،په لیک کې یی ورته لیکلی ول چې افغانستان غواړی ستاسو سره د ۱۹۰۵ او۱۸۹۳کالونو په تړونونو نوی کتنه وکړی داسې چې دواړه دولتونه برابرحقونه ولری. ددې لیک دلېږلو سره سم افغانی لوری د خپلواکۍ اخستلو لپاره تیاری نیول هم پیل کړل. د انګرېزانو له خوا د لیک ځواب یوازې ددې کال د اپرېل په میاشت کې راورسیدلو چۍ په هغه کې د کابل دلیک په ځواب کې هېڅ نه ول ایستل شوی،یوازې پر سوداګریزو اړېکو خبرې پکې لیکل شوی وې.

افغانی لوری خپل پوځونه د هېواد د ختیځو اوسهلی نویو پولو پر لور ظاهرآ د پولو د ټینګولو په نوم وخوځول. خو انګرېزان چې د افغانستان حالات ورمعلوم ول،په ډېرې چټکۍ سره یی دخپل درې سوه څلویښت زریز پوځ زیاته برخه د چترال نه تر کوټې پورې پر پولو ځای پر ځای کړل. خو د افغانستان د خپلواکۍ د ګنګوسو په خپریدو سره نه یوازې په پښتونخوا اونور افغانستان کې بلکه په ډېلی،بمبئی، لاهور،امرتسر او د هند په نوره لویه وچه کې هم دانګرېزانو پرضد خپل سری د آزادۍ غورځنګونه او خوځښتونه پیل شول.په هر ځای کې به چې انګرېزی پوځونه د یوځای نه بل ته خوځیدل پارټیزنانو به بریدونه پرې کول او هغوی ته به یی مرګ ـ ژوبله اړوله. په لاهور کې انګرېزی ضد غورځنګ ډېر زور واخیست. د ډېلی ـ بمبیی، ډېلی ـ امرتسر او ګجرانواله په اورګاډو باندې چې پوځیان یی لېږدول پرلاپسې بریدونه زیاتیدل. د انګرېزی پوځونو په تاڼو او چوڼیو یی بریدونه کیدل. په دې ډول یی د انګرېزانو تر پښو لاندې ټوله خاوره سکروټې ګرځولی وه.

د همدې(۱۹۱۹)کال د اپرېل په میاشت کې افغانی پوځونه د کابل څخه د ننګرهار(د سپهسالارصالح محمدخان په مشرۍ)،پکتیا(د سپهسالارنادرخان په مشرۍ)، کندهار(سردار عبدالقدوسخان صدرآعظم په مشرۍ)په لورو وخوځیدل، خو د پوځونو شمېره اود هغوی جنګی وسایل د انګرېزی پوځ سره هېڅ نه پر تله کیدل. دغې افغانی پوځونو چې هر لور ته یی شمېره تر دریو زرو نه اوښتله،هرې ډلې څو توپونه اوساده ټوپک د لږ کړتوسو سره لرل خو لا افغانی لوری د جګړې اعلان کړی نه ول او ویل یی چې دا پوځونه یوازې د خپلو پولو دکلک کولو لپاره استوو. دافغانستان دولت دجګړې لپاره سم تیاری اوښه نظم نه درلود،په کابل کې یی دقوماندې مرکز(داسې کمسیون یا ډله چې په جنګی تاکتیکونو اوجنګی سیاست پوهه کسانو ګډون پکی لرلی وای) نه درلود،جګړې ته بیړه وشوله، د کابل اوپورته یاد شوو ولایتونو ترمنځ اړېکی دتخنیک دنشتوالی له امله یوازې د آسونو د سپرلۍ یا پلو وګړو له لارې نیول کیدای شولې،دجګړې په پئلولوکې دا غلطی هم وشوله چې په ننګرهار کې دمخه تردی چې نورو دو ولایتونو ته پوځونه ورسیږی، جګړه پيل شوله چې تاریخ پوهانو یی دوه علته څرګند کړیدی: یو دا چې صالح محمد کله چې دسیمې د ولسونو احساسات لیدلی دی نوخیال یی راغلی دی چې په اسانۍ او زر به دده پوځ ددې سیمې د ولس په مټ په پښاور ښار ورننه باسی اودجګړی ګټلو قهرمان به دی شی،بل نظر دادی چې دی دانګرېزانو له خوا تطمیع شولو چې بې وخته جګړه یی پیل کړله او بیا یی د څه پرمختګ سره سره دخپلې یوې ګوتې په زخمی کیدو لښکرو ته بېرته د شاته تګ امر وکړلو. سره ددې چې د خیبر څخه صالح لښکرې راشته کړلې خو په نورو دغو ننګرهار او کنړ سیمو کې غازیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړلو. نو دولت اړ شولو چې بله پوځی ډله د محمدعمرخان(هغه په سور جنرال مشهور ول) سیمې ته ولېږی،په هغه پسې وروسته یی بل هئات دغلام نبیخان څرخی په مشرۍ واستولو،ترڅو دجګړې دغه جبهه ښه پیاوړی شی. دننګرهار نه څو ورځې وروسته د پکتیا په لوری کې هم جګړه ونښتله، دغه جګړه  د پولې ددواړو غاړو پرتو قومونو په ملاتړ په چټکۍ سره پر مخ ولاړه او ډېر زر افغانی لښکرو په ټل او واڼا کې د دښمن پخې چوڼۍ ونیولې، دښمن د سختې مرګ ـ ژوبلې وروسته خپل پوځونه شاته کړل او د غازیانو له لوری په دوی پسې پل واخیستل شولو. د کندهار په لور د افغانی هئات د رسیدو نه د مخه انګرېزی پوځونو جګړه پیل کړله تر څو ځینې مهم ځایونه کلک کړی. د کندهار په لور د افغانی جګړې د پیل په وخت د افغانستان د ډیورنډ کرښې دې خوا برخې بشپړه آزادی ومنله اود کابل دولت له خوا خپلو ټولو لښکرو ته امر وشولو چې چګړه ودروی اود نیول شوو سیمو څخه را بېرته شی. دغه خبر په افغانی قومی لښکرو سخت بد ولګیدلو، په ځینو ځایونو کې خو ددې امر سره سره جنګیالیو خپلو جګړو ته دوام ورکړلو، د بېلګې په توګه د کندهار په لور د اوربند نه وروسته ډېر وخت غازیانو پر انګرېزی مورچلو بریدونه کول. د سولې خبرو د پیل کیدو په مهال د کندهار لښکرو مشرتوب ته وویل شول چې  له نیول شوو ځایونو څخه څه چې دډیورنډ کرښې نه هم باید لږ شاته لاړشی،خو افغانی لښکرو له لوری ځواب ورکړل شولو چې موږ د هند له لارې غواړو حج ته لاړ شو. په دغه بیخی نابرابره جګړه کې د افغانانو د بری چانس په دې کې ول چې له یوې مخې په خپل سر افغانی پاڅون په لر او بر افغانستان کې راوټوکیدلو،برسېره پرافغانانو د هند په لویه وچه کې نور قومونه هم ځای پرځای لکه چې دمخه اشاره ورته وشوله راپاڅیدل او انګرېزان یی اړ ایستل چې د افغانی لوری غوښتنې ومنی. د کابل واکمنو دهغې وخت د شرائطو په نظر کې نیولو سره د ډیورنډ کرښې دې خوا افغانستان د خپلواکۍ په منلو جوړه وکړله،خو افغانی ولسونو په ټوله کې اوپه خاصه د ډیورنډ کښې دواړو خواو پرتو افغانی قومونوهېڅکله دغه د ډیورنډ کرښې هغې خوا خاوری د انګرېزانو په واک کې پاتې کیدل ونه منل. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پرتو قومونو ان د هندوستان تر آزادۍ(۱۹۴۷کال) پورې د انګرېزی پوځونو پر ضد پاټیزانی جګړې په پرلاپسې توګه پرمخ بېولې. یوه ښه بېلګه یی حاجی میرزاعلیخان یادولی شو. حاجی میرزاعلیخان چې په ګرووېک حاجی سره مشهور ول(ګرووېک هغه جګ غرونه دی چې د اورګون،ځدراڼو،تڼیو،داوړو او رازمک تر منځ براته دی،حاجی د افغانستان د سهلی سیمو د ډیورنډ دواړو غاړو وګړو په مرستو په دغو غرونو کې د غازیانو لپاره ګورې جوړې کړیوې په کومو چې دهغې وخت د الوتکو بمونو اغېز نه شو کولی او د انګرېزانو پلی پوځونه شاوخوا پراتو قومونو نه د ورتېریدلو امکانات نلرل)دسهلی سیمو ټولو قومونو ځلمیان ده ته د غزا لپاره ورلېږل او د حاجی مالی ملاتړ یی کولو. دا ډول د غازیانو ستر مشران اود هغوی د غازیانو ډلې د کوېټې نه نیولی بیا ترچترال،اټک قلعه،دیره اسمعیلخان او نورو برخو کې ډېر ول. دچارسده چې د پښاور په شمالی دروازه کې پراته سیمه ده  دټول وژنې دشهیدانوتاریخ هېڅکله افغانان نشی هېرولی. د اپریدیو عجبخان د انګرېزانو سره جګړې او دهغی له خوا د پښتنی کلتور لوړه شمله ساتل پخپله د انګرېزی بیبیانو په قلم رنګین شویدی.

د هند د لوی وچې څخه د ا نګرېزی استعمارچیانو د وتلو پر مهال د افغانستان د وخت دولت هغوی ته وویل چې د افغانستان خاوره بېرته امانت افغانانو ته وسپاری خو هغوی غواږونه پرې کاڼه کړل. ددوی تر وتلو وروسته کله چې په ملګروملتونو کې په سیمه کې د نوی دولت جوړیدل د پاکستان په نوم مطرح شول د افغنستان دولت هلته ددې دولت جوړیدل په رسمیت ونه  پېژندل او مخالفه رایه یی ورکړله. دا چې د زورورو اوبه په پېچومی خیږی،ځکه دخواروافغانانو غږ تر اوسه څوک نه اوری، خو دا خبره ټولو نړیواولو ته باید په ډاګه وی او باید په ډاګه ورته وویل شی چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاورې له دعوی څخه نه تېر دی اونه به هیڅ کله ورڅخه تېر شی.

د پاکستان دجوړیدو د وخت(۱۹۴۷کال) څخه بیا تر۱۹۹۲کال پورې دافغانستان ددولتونو له خوا تل د سنبلې میاشتې نهمه نېټه د ډیورنډ کرښې هغې خوا پښتانو او بلوڅو د آزادۍ د ورځې جشن په نوم لمانځل شویدی، کومو کې چې د دولت مشرتابه ګډون کولو، د کرښې هغې خوا یو شمېر پښتنو او بلوڅو مشرانو به د هغې خوا ولسونو په استازیتوب خبرې پکې کولې او په ترانو،اتڼونونواومارشونو به پای ته رسیدل.

نوی ازمایښتونه

د سردارمحمد داؤدخان د صدارت پر وخت یو ځل د ډیورنډ کرښې د هغې خوا پښتانو او بلوڅو خبره راپورته شوله اونیږدې وله چې ددې موضوع په سرد افغانستان او پاکستان ترمنخ جګړه ونښلی خو دافغانستان د کمزوری اقتصادی اوپوځې حالت ترڅنګ د بهرنیو دولتونو د فشار له امله جګړه پیل نشوله. په ۱۳۵۸کال کې هم د وخت دولت دشوروی اتحاد له دولته غیرې رسمی په خبرو کې غوښتنه وکړله چې که دوی تیاری وښئی بیا به رسمی غوښتنه وکړی،هغه داسې ول چې دوی ته وویل شول چې د ډیورنډ کرښې هغی خوا د آزادو قبائلو سیمه یوه تشه سیمه ده که چېرې تاسې موږسره تخنیکی اومالی مرستې وکړی،موږ به هلته په چټکۍ آبادۍ وکړو او دغه زموږ اولس به موږ په خپله غېږ کې راونیسو،خو شورویانو چې د ځانه سره پټ پلانونه دافغنستان اوسیمې په باب لرل د افغانی مشرتابه خبره یی هغه د عوامو په اصطلاح په سمدم تیره کړله اولکه چې هېڅ یی اوریدلی نه وی. ډېر لږ وروسته جوته شوله چې شورویانو دافغنستان د نیولو نیت درلود اوغوښتل یی چې ددې لارې دهند سمندر تودو اوبوته ځان وباسی.

مګر کله چې په دې پلان کې پاتې راغلل نو بیایی دافغانانو دیوځای کولو برځای دافغانستان نوره وېشلو ته ملا وتړله،هڅې یی پیل کړې چې افغانستان په شمال اوسهل ووېشی چې تراوسه یی هم له دغو هڅو لالاس نه دی اخستی،خو ددوی هڅې په پرلاپسې ډول ټولو اصیلو افغانانو له خوا دماتی سره مخ دی او مخ به وی.

وګوری د شلمې پېړۍ په دویمه نیمه یئ کې (دوه وېتنامه)وېتنام چې په بهرنی(آمریکایی)زور سره جلا کړل شوی ول،بېرته سره یوځای شولو. دهمدې پېړۍ په پای اود یوویشتمې پېړۍ په درشل کې (دوه المانه)المان دولت چې په دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د نړۍ د زبرقوتونو له خوا په دو برخو وېشل شوی ول، بېرته سره یوځای شولو او یوالمانی دولت جوړ شولو. که بهرنی(آمریکایی)زور نه ول اوس به لا ډېر دمخه دواړه کوریاوې(شمالی اوسهلی کوریا) سره یوځای شوی وای. دغه متل ډېر ژور او ډېر دقیق دی چې وایی، اوبه په ډانګ نه بېلیږی.  

د سږکال(۱۳۸۶کال) د افغانستان اوپاکستان د دولتونو او ولسونو ترمنځ دزمری میاشتې د اتلسمې نه تریوویشتمې نیټې پورې غونډه چې د کابل په ښار کې جوړه شویوه د پنجاب په استازیتوب یو تن د ډیورنډ کرښې سره تماس ونیولو ترڅو د خبرو لاره بلی خوا ته کږه کړی. دهغې وروسته کله چې ښاغلی جورج ډبلیو بوش دغیررسمی لیدنې لپاره په خپل پلارنۍ استراحت ځای کې ښاغلی حامد کرزی مېلمه او کتنه یی سره وکړله. ددې کتنې وروسته ،کرزی د ژورنالستانو سره خبرې وکړې، یو تن ژورنالست د کرزی څخه وپوښتل چې دغه جنجالونه او جګړې چې په افغنستان کې روان دی، که تاسې د پاکستان سره د ډیورنډ لیکې موضوع حل کړي، د جګړو دپای ته رسدلو لار نه بولی؟ هغې په ځواب کې وویل چې دغه واک زه نلرم چې دډیورنډ لیکې په اړه زه وغږېږم او فیصلې وکړم. د ښاغلی کرزی دا خبره ډېره پرځای وله خدای د وکړی چې تر پایه په خپله خبره ټینګ ولاړ اوسی.

د دې کال د سپتمبر په پنځه ویشتمه بېنظیر بوټوپه واشنګټن کې د ژورنالستانو سره په خبرو کې وویل چې زه چې پاکستان ته لاړه شم هلته به دېموکراسی رولم، د افغانستان دولت مشر حامد کرزی به ملا تړم اود دواړو هېوادونو په پولو کې جګړه به د یو کال نه نیولی ترپنځلس میاشتو پورې ختمه وم. بیا یی دا ټکی ورزیات کړلو چې د ډیورنډ کرښې موضوع به د افغانستان لوری سره حل کوم.

دغه بهرنی پوځونه چې اوس په افغانستان اوعراق کې پراته دی دیوګوسلاویا دولت دمځکې مساحت اونفوس یی ترافغنستان ډېر لږ ول، وروسته د ډېرو بمباریو،مرګ ـ ژوبلو اوپراخه ړنګونو څخه په پنځو وړو دولتونو وویشلو چې د ځینو نفوس یی دیو مېلیون وګړوڅخه نه اوړی. نیږدې یوه میاشت دمخه د آمریکا کنګرس وپتیئله چې عراق دې په دریو برخو(شیه ګان دې یوې خواته،سنیان بلې خواته اوکردان بلې خواته) ووېشل شی،خو په اوس وخت کې عراقیانو ددې هېواد د وېش په اړوند عکس العمل وښودلو او خبره په دغه نازک اوحساس وخت کې لږ غلی شوله. کیدای شی چې بیا کله چې وړشرایط جوړکړې بیا دا موضوع راپورته او له سره ژوندۍ کړی.

څرګنده ده چې افغانستان ته ددوی پوځونه راغلی دی،دلته یی پانګه اچونه پیل کړیده،ددې پانګې اچونې اوسرتېرو دزیارونو اوزحمتونومحصولات به اخلی. دا چې دغه محصولات دوی ته په کومو لارو،وسیلو اوطزیقو په لاس ورتلای شی، هغه ټولې به خامخه دوی کاروی.

اوس چې افغانستان په داسې حالت کې قرارلری چې په زرونو بهرنی پوځونه دډېرو مډرنو وسلو سره پراته دی او داسې حالات دی چې ښاغلی کرزی ووایی چې زه طالبانو د مشر ملا عمر اواسلامی ګوند مشر انجنرګلبدین حکمتیار  سره خبرو کېناستو ته حاضر یم، څو ورځې وروسته بیا  په افغانستان کې پراتو د ناتو او امریکا پوځونو قوماندانان طالبان په څلورو ډلو وېشی اود هغوی څخه دیوې ډلې سره د خبرو کولو امکان بولی، نو د ډیورنډ کرښې په اړه خبرې کول به هم ددوی د ګټو تآمینولو په هنداره کې کتل کیږی. دلته یوې خبرې ته دټولو پام اړول پکار دی، دا به هرچا اوریدلی وی چې افغانان کرایه کیدای شی،خو خرځیږی نه. د ډیورنډ کرښې په اړه بې له دې حل لارې څخه چې د ډیورنډ کرښې هغې خوا برخه بېرته د افغانستان سره وتړی یا هم هغه دافغانستان اوپاکستان تر منځ د یو آزاد اوخپلواکه دولت په څېر ومنل شی،ددې څخه بل ډول فیصلې به د بهرنیو دډالرو او برچو په زورد لنډې مودې فیصله وی خو په هېڅ ډول به د ټولو لرو اوبرو افغانانو لپاره د منلو وړ نه وی.

په پای کې دټولو افغانی پوهانو اوپه وطن مینانو ولسونو پام په دې حساس وخت کې د ډیورنډ کرښې مسئلې ته را اړول غواړم چې په لیکنو او غونډو کې د  ولس توجه دغې سترې ازموینې ته جلب کړی تر څو که خدای پاک کول ددې دروند پېټی مسؤلیت زموږ د اوسنی نسل پر غاړو ونه لویږی.

د اکتوبر میاشتې شلمه ۲۰۰۷کال

       سورګل تڼی       

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM