|
شونتیاوې
د۲۰۰۷کال دمۍ میاشتې
په۱۸نېټه جېرې وان ډیک په آمریکا کې د پوهانوپه یوه غونډه کې دافغانستان په اړه
خبرې کړی وې. جېرې وان ډیک یو ژورنالست،لیکوال اودفغانستان،پاکستان،هند،بنګله
دیش دچارو کارپوه اوڅېړونکی دی، ده دافغانستان په باره کی یوکتاب اوډېرې مقالې
لیکلی دی. ما دده دخبرو دخال خال برخو مطلبونه را خستی اوخپلې خیالالت مې په
ورزیات کړیدی اوتاسو ګرانولوستونکوته یی وړاندې کوم.
ډیک په ۱۹۷۰ـ مو
کالونوکې افغانستان ته تللی ول خوبیا په۱۹۸۱کال کله چې په افغانستان کې جګړه
وله،پښاورته لاړشولو اوهلته یی دمجاهدینو دبېلو بېلومشرانو سره وکتل، دده په
وینا په مولوی یونس خالص یی باور راغلو اودهغې د سړوسره لومړی دهغې دیوقوماندان
جلال الدین حقانی مرکزی دفترمیرانشاه اوبیا له هغه ځایه د ژاورپوځی اډې ته
لاړلو. دده سفردجګړو ډګرونو ته پسې اوږدشولواوډېر وخت دجلال الدین دجنګیالو سره
پاتې شولو. ده په دغه وختونو کې د جلال الدین سره ډېر ځلې لیدنې کتنې کړی دی.
دی وایی چې ملا جلال الدین په هغو وختونو کې دآمریکایانو خبرو ته غوږ ایښودلو
اوهغه یی ټکی په ټکی عملی کولې،په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ته به ورتللو
اواړیکی یی ساتلې. دی وایی چې حقانی سره د آمریکا استخباراتو د۲۰۰۱کال د
اکتوبرمیاشتې څه موده دمخه هم اړیکی لرلې،دی وایی چې ما فکر کولو چې هغه به د
آمریکا سره دمرستو کوونکو لیست په لومړی سر کې وی اوزیاتوی خو کله چې په
۲۰۰۶کال دسمبرمیاشت کې چې زه کابل ته لاړم هلته مې دده باډیګارډ ولید کوم چې ما
د۱۹۸۱کال څخه پېژندلو. هغې دحقانی په باب راته وویل چۍ حقانی د۲۰۰۱کال سپتمبر
پېښې وروسته هم په اسلام آباد کې د آمریکا سفارت ته یوځل تللی ول چې دغه
باډیګارډ هم ورسره ول. هلته دده نه بیا د مرستو کولو غوښتنه شوی وه،
خودباډیګارډ له خولې چې ده وروسته له چرت وهلو منلی نه وه. دی وایی چې حقانی
اوس دملاعمر څخه وروسته دویم سړی دی اود امریکیانو په وړاندې په سخته د
خوست،پکتیکا او پکتیا په سیمه کې جګړې پرمخ بیایئ. ډیک اوږد استدلال کوی چې دده
په ګمان به بن لادن هم دحقانی سره وی،دا استدلال یی سم غوندې بریښی. ددې سیمې
دخلکو له خولو داسې معلومیږی چې دملاحقانی دآمریکایانو سره دغه اړیکی به اوس هم
پاتې وی.
ملا جلال الدین د دینی
زدهکړو لپاره په هلکتوب کې دځدراڼو نه پاکستان تللی ول، هلته یی دحقانیه په
مدرسه کې زدهکړې وکړې،داسې ویل کیږی چې هغه دپاکستانی استخباراتوای.اس.ای.
پخوانی غړی دی چۍ ممکن دزدهکړې پروخت یادهغې وروسته دپاکستان استخباراتو
استخدام کړی وی. د۱۹۷۳کال څخه چې دهغې وخت په پښاورکې د ای.اس.ای.مشرنصراله
بابر یوشمېرافغانان ترروزنې لاندې ونیول اوبیا یی افغانستان ته د ورنکاری لپاره
رالېږل پیل کړل، ویل کیږی چې حقانی لومړنی سړی ول چې په ۱۹۷۴کال کې یی د اورګون
لوی ولسوال ورسره یوډاکتراویوقاضی ووژل،وروسته بیا دکنړدپېچ درې ولسوالۍ کې
موجب الرحمان چې وروسته یی نوم جمیل الرحمان کېښود اودجهادپه وروستیوکالونوکې
دعربانو له خوا ووژل شو،ګډوډۍ جوړې کړلی،بیاهم احمدشاه مسعودپه پنجشېرکې په
خرابیولاس پورې کړلو. داسې خبرې هم شته چې ملاحقانی دجهادپه کالونو کې د
ای.اس.ای.دجنرالۍ رتبه اخیستی ده. وایی چې اوس هم لکه دجهادپه وختونوکې کله په
مرامشاه اوکله په ژاورکې اوسیږی،کله چې دیوځای نه بل ته تګ ـ راتګ کوی دلس ـ
دولس موټرو بهیریی جوړ کړیوی. دا چې پاکستانی او آمریکایی مسؤلین یی نه وینی،
دا کیدای شی چې د جلال الدین کرامات وی.
دی(ډیک) وایی چې
دشوروی اتحاد دپوځونو پرضد جګړه کې د آمریکا،پاکستان،چین پوځی استخباراتودنورو
ترڅنګ ډېرې مرستې کولې خو دمیدان توپ یی خپله افغانان ول.
دی وایی چې زه پخوا
دجهاد په وختونوکې په خوست کې وم. په ۲۰۰۲او۲۰۰۳کالونو کې چې کابل ته تللې وم
بیا خوست ته هم لاړم،هلته آرامی وله اوخلک خوشاله ول. خو په ۲۰۰۶م کال چې خوست
ته لاړم، دغه وخت مې چې حالات ولیدل،ویښتان مې شخ ودریدل. ما ږیره
پرېښودله،افغانی کالی مې واغوستل،په کوڅو کې مې په انګرېزی هېڅ خبرې نه
کولې،داځکه چې په دې سیمه کې طالبان یانې د حقانی سړی ډېرشوی ول.
ډیک دغې خبرې ته اشاره
کوی چې دپاکستان سره د پولې دواړو خواو ته پښتانه پراته دی چې دوی خپل دود او
دستور لری. د دوی په دغو سیمو کې اوسیدنه د تاریخ پوهانو په نظر د پنځه زره
کاله څخه هم زیاته ده اواسلام نیږدې یونیم زره کاله دمخه دغې سیمې ته راغلی دی.
د پښتنو د دودونو څخه یو دادی چې که څوک دوی ته پناه راوړی(ددوی سیمې ته راشی
او استوګنه غوره کړی دا که د لږ یا زیات وخت لپاره وی ترڅو چې ددوی سره وی) هغه
دوی په ډیر عزت سره ساتی. دی زیاتوی چې دغه د پښتنو مېلمه پالنه مه په خپله
ولیدله،کله چې د جهاد په وخت کې زه ددوې سره په جبهو کې وم،زما یی سخته ساتنه
کوله،برسېره پرامنیت هلته به زیاتره وختونه خوراک اوڅښاک لږ ول،دوی به په نیمه
ګېډه خوراک او څښاک کولو خو ماته به یی په مړه ګېډه هر څه راکول. د بوش په
غوښتنه د ملاعمر له خوا د بن لادن آمریکایانوته نه سپارلو یو غټ علت دغه افغانی
دودهم کیدای شی.
ډیک وایی چې مجاهدینو
ته هغه وختونه د بهرڅخه ډېرې مرستې ورتللې خو هغه ټولې مرستې د ای.
اس.ای(دپاکستان دپوځی استخباراتواداره)ادارې ته چې هغه وختونه ډېره کوچنۍ اداره
وه، له لارې ورکول کیدلې. نیږدې په لسو کالونو کې آمریکا پاکستان دولت ته په
غټه پیمانه ډالر ورتوئ کړل چې نه یوازې د جنګیالیوپه وده اوپراختیا یی ستر اغېز
وشندلوبلکې دغو مرستو د پاکستان پوځ او پولیس په تېره د ای.اس.ای. اداره پرخه
اوپیاوړی کړله. ډیک وایی چې په هغو وختونوکې خو لږوروسته مادآمریکایی
سیاستوالود پټو مسکه خولو واوریدل چې موږبه دوروستی افغان ترژونده دشوروی
پوځونو برضدجګړه پرمخ بیایو. داسې مفکوره وله چې دا هغه خلک دی چې د
انګرېزانوڅخه یی په نولسمه پېړۍ کې درې جګړې ګټلی دی. ځکه به موږ دوی تروروستی
پاتې افغان پورې چې جګړه پرمخ بیایی، له هره درکه تمویلوو.
دی وایی چې دافغانستان
خلک کاڼه او ړانده نه دی په هرڅه پوهیږی،یوازې اقتصاد یی کمزوری دی،پرمختللی
تکنالوژی کومه چې موږ یی لرو، دوی یی نه لری،که نه نو لکه چې دمخه یاده شوه
افغانان ډېر پخوانی پیاوړی تاریخ اوکلتور لری. افغانانو د آمریکایی عسکرو د
ورتګ څخه ځکه هرکلی وکړلوچې هغوی په لومړیو وختونو کې دآمریکایانوڅخه ډېرې هیلې
لرلې،دوی دطالبانوسختګیرۍ نه خوښولې،دوی دعربانو څخه ښه نه راتلل او هغوی یی
نشول زغملی،دوی د آمریکا پوځونو دراتګ سره دهغو جبری ږیرو په کلولو پیل وکړو چې
د طالبانو له خوا په زور په پرېښوول شویوې،یو شمېر ښځو بورکې اوځینو پړونی هم
لېرې کړل،دوی ځانونه آزاد حس کړل، دوی طمع لرله چې امریکایان به د افغانستان په
بیا آبادولو کی بشپړې مرستې وکړی.
دی(ډیک) وایی هو!
جاپان،اروپا،آمریکا اویو شمېرنورو هېوادونو افغانستان سره په بېلیونو ډالر
مرستې وکړلې،خو آمریکایانو په دې اړه سترې تېروتنې وکړی. دغه ټولې مرستې
بهرنیوانجیوګانو وخوړلې.افغانان اوس دغو انجیوګانوته هغه ډول غواګانې وایی چې
خپلې شیدې په خپله څښی. ډیک وایی چې په دغو بېلیونو ډالرو حتا په کابل کې هم
تراوسه یو روغتون یا ورته بله آبادی هم ونشوله. دی وایی چې د اختلاس یوعامل
پخپله انجیوګانې دی.
بله نیمګړتیا چې دی
اشاره ورته کوی وایی چې آمریکایی پوځیانو دافغانانو سره په دې دومره وخت کې هېڅ
ګډه ژبه ونه موندله. دی د پوځیانودغلطو کړنو یوه بلګه یادوی،وایی چې څومیشتې
دمخه د آمریکاخاص روزل شوی ټولی افغانستان ته ولېږل شو اودنورستان په ولایت کې
پرځای شولو. کومه ورځ په دوی ځانمرګی برید وشو،دهغې وروسته دوی لس میله لېرې
کلی ته لاړل اوهلته یی دکلی پر خلکو برید وکړو اویوشمېریی سټ کړل،چې امریکایی
قوماندان وروسته اړشو دخلکوبښنه وغواړی،دمړی په سرهرې کورنۍ ته دوه زره
ډالرورکړی اودغه خاص روزل شوی ډله پوځیان بېرته آمریکاته واستوی. دا ډول
دبېګناه خلکو وژنې اوورته نورې پېښې اودافغانانود دودونوخلاف چارې ډېرې شویدی
چې دهغو په پایلوکې افغانان ورځ بله ورځ د آمریکایانو نه فاصله نیسی او کرکې یی
زیاتیږی. دا څرګنده ده چې دغه ډول عملونه خامخه د ځانه سره په ټولنه کې ناوړه
اوترینګړی حالات راولی ځکه هرسړی چې وژل کیږی هغه ورور،پلار،تره،دتره زوی
اونورخپلوان لری چې هغوی به خامخه یوه ورځ دخپل مړی غچ اخلی. که موږ د ولسونو
زړونه اوفکرونه ځان خواته ونه اړوو،څنګه به موږ وکړی شو چې بری ترلاسه کړو. هغه
چې په وېتنام کې مو ونکړای شول اوجګړه مو وبایلله،دلته په افغانستان کې به هم
یوازې په وچ زور بریالی نشو. دا چې موږ دولس څخه لېرې کېږو دغه تر منځ ځای څوک
ډکوی؟ ښکاره ده چې طالبان یی ډکوی. لکه چې تراوسه داسې شویدی. اوس په ډېرو سهلی
ولایتونو کې طالبان برلاسی بریښی. په دغو سیمو کې اوس داسې وخت رارسیدلی دی چې
د امریکا اوناتو قوتونه د هوایی قواوپه ملاتړ ورشی نن یی ونیسی اوسبا چې دوی
بېرته راشی هلته بیا طالبان راغلی وی. ډیګ
دافغانستان دکورنیوحالاتو په اړه ویلی دی چې دافغانستان هېواد دهغې وخت پر تله
چې آمریکایی پوځونه افغانستان ته ورننوتل،ډېروېشل شوید ی.
ډیک وایی چې ماد۲۰۰۶کال په ډسمبرمیاشت کې په کابل کې
داحمدشاه مسعود یوه پخوانی افغانی مشاور(نوم یی نه دی اخستی )سره وکتل هغې
راته وویل چې موږ انتظارباسو چې یوځل بیاپه کابل کې دپښتنوسره
وجنګېږو،دطالبانوسره وجګېږو.
دی لکه څومره چې په
افغانستان کې دحالاتو خرابتیا پړه پربهرانیانو وراچوی، ددې وضعې مسؤل دحامد
کرزی دولت هم بولی. دی وایی چې کرزی دکابل ښاروال پاتې شویدی چېرته چې سفرکوی
زموږ دپوځونو څخه د امنیت نیولو غوښتنه کوی. دی وایی چې کرزی ښه سړی دی
دآمریکاپرخواه دی،خو په ټولنه کې یی اوس اعتبارلږ شویدی،دا څرګنده نه ده چې په
راتلونکی کې به بیا دا ځای ونیسی اوکه نه. اوس په افغانستان کې بل داسې څوک
نشته چې دده ځای ونیسی(مطلب یی کوم پښتون دی).
بیا دی وایی په شمال
کې ډېرکسان شته په خاصه توګه یونس قانونی دولسی جرګې اوسنی رئس چې زړه یی
ډېرغواړی جمهور رئس شی. خوهغه جمهور رئس کیدای نشی ځکه هغه په خټه تاجک دی،په
افغانستان کې پښتانه ډېرکی دی اوهغوی ده ته رایه نه ورکوی.
د۲۰۰۷کال
داکتوبرمیاشتې په اوویشتمه(یوه اونۍ دمخه)نېټه د آمریکا آشناتلویزیون ویاند
سیدسلمان آشنا څخه مې په آمریکا کې دښاغلی یونس قانونی سره مرکه واوریدله اودغې
خبرې ته مې فکرشولو،لکه چې هغه(قانونی) هم د آمریکایانو د ګورت یوه سپښتی وی چې
په مهم وخت کې یی وکاروی. نو مې دغه پاڼی چې څومیاشتې دمخه لوستلی وې یوځل بیا
مخې ته کېښودلې اودغه پورته لنډ غوندې څو ټکې مې دبېلګې په توګه راواخیستل.
آشنا د ښاغلی یونس
قانونی سره
مرکه داسې وخت وکړله
چې په هغه ځای کې ده یوی غونډې ته خپلې خبرې پای ته ورسولې. لومړی مرکچی څرګنده
کړله چې قانونی به د ملی امنیت د رئس،دبهرنیوچارو وزیرې،د یو شمېرکنګرس غړو سره
لیدنې
کتنې ولری اوپه کوم
پوهنتون کې به وغږیږی. خو دده نه یی چې وپوښتل چې دی به په څه اړه ددې خلکو سره
چې لیدنې لری وغږیږی،قانونی وویل چې په افغانستان کې دیموکراسی د خنډونو سره مخ
ده اوجګړی ورځ په ورځ زور اخلی، زه ددوی پام دې خبرې ته راوګرځول غواړم چې
آمریکا پر خپله پالسی یوځل بیا له سره نوی نظر وکړی،همدا ډول ددوی پام به
دافغانستان په دولت په خاصه توګه کابینه کې بدلونونو راوستلوباندې ضرورت ته
راواړوم.
هو! دا دخوارو
اوکمزورو هېوادونو د واکمنو حال دی چې په هره چاره کې به دهغو بهرنیانو نظر
اومشوره په ټینګه په غوږ کې نیسې دچا په تکیه چې واکمنی چلوی، کرزی خو هم د
بهرنیانو په مشورو دکابینې غړی او نورپوځی اوملکی لوړ پوړی چارواکی ټاکلی دی او
بې ددوی د موافقی یی نشی لېرې کولی خو اوس ښاغلی قانونی غواړی چې د بهرنیو پام
ځانته واړوی او ځان دی راتلونکی واکمن په توګه پرې ومنی. په هر صورت دقانونی دا
اوس واشنګټن ته د تګ څخه دا بوی ترسږمو کیږی چې د راتلونکی واکمنۍ لپاره څه
کارپر روان وی. داچې افغانان په خاصه توګه افغانی پوهان اوسیاستوال په دې اړه
څه فکرونه کوی چې که هغه راتلونکی ولسمشرجوړ کړی دهېواد لپاره به یی ګټې
اوزیانونه څه او څومره وی،خپل خیالات دې د ولسونو سره شریک کړی،ترڅو زموږ ولس
دمخه خپله لاره رڼا ووینی،په تیاره یا پټو سترګو لکه چې تراوسه ټول وخت تللی دی
نورلاړنشی.
سورګل ـ تڼی
۲۰۰۷کال د نوومبرشپږمه |