|
دپاکستان
دولت بنسټ
دپاکستان دولت په
۱۹۴۷کال جوړشو. دهند په دې لویه وچه باندې انګرېزانو دوه سوا کاله واکمنی
وچلوله،خو چې ددې لوی وچې ولسونو د مهتامه ګاندی په مشرۍ خپلواکی ترلاسه
کوله،دهغې په درشل کې انګرېزی سیاستوالوپه دې سیمه کې دراتلونکی وخت خپلو ګټ ته
په پام سره دیوشمېرځایی اجنټانو په مرستو ددې سیمې دمسلمانانوپه منځ کې داسې
هلې ـ ځلې پیل کړلې چې ددغې سیمې وګړی د اوږدې مودۍ لپاره په خپل منځی شخړو کې
لاس اوګرېوان وی اودوی ته اړ اوسی. ددې لپاره یی په مسامانانو کې د هندوستان
څخه دجلا دولت جوړولو خیالونه پیاوړی کړل. دبنګله دېش په ګډون اوسنی پاکستان یی
رامنځه ته کړلو. دا چې مسلمان او غیرمسلمان ولسونه سره بېل کړل شې نو دمسلمانو
اوغیرمسلمانوترمنځ اوږدې جګړې وشولې،ددواړو لوروپه زرونو وګړی پکې سټ شول
اودزرګونو کورنیو جایدادونه لوټ،تالان اوله منځه یووړل شول،په میلیونووګړی
داوسنی پاکستان اوبنګله دېش څخه تش په سرونو هندوستان ته د خپلو اصلی ټاټوبونه
مهاجرشول اوهمدا ډول دهندوستان څخه پاکستان اوبنګال ته مهاجرشول دکوموله ډلې
څخه چې دپاکستان اوسنی دیکتاتور مشارف اوپخوانی دیکتاتورضیأوالحق هم دی .
برسېره پردغوټولوپورته ډول وېش دمسلمانواوغیرمسلمانو ولسونو ترمنځ یی تلپاتې
دښمنۍ هم پرځای پرېښودلې. د پاکستان دولت چت په یوه مټه(ستون)ودرول شو،د هغې
مهنډېسان پوهیدل چې دغه ډول کارډېرمشکل دی،خو دخپلوضرورتونو له مخې یی دغې چارې
ته ملا وتړله،فکریی کولو چې که جوړه شوه زما اوکه ړنګه شوه دکلال. (داخبره چې
که جوړه شوه زما او ړنګه شوه دکلال. موږ چې ماشومان وو لمدې شګې به مو پرپښه
واچولې اوښې به مو وټپولې بیا به مو پښه په ورو اواحتیاط ورڅخه را ایستله او زر
زربه موپورته خبره ورسره ویله نوکه شګې به توئی نشولې کوټه به جوړه شوله
اوموږبه خوشالی کوله). دوی بنګال اواوسنی پاکستان دواړه ددومره زیاتې فاصلې
لرلو سره سره په توکل دیودولت په څېر په یوه مټه ځوړند کړل. دا مټه د ګډ دین
لرلو ټکی ول. هغو مهنډېسانوپه خپله نقشه کې ددې مټې څخه د چت د راغورځیدلو
دمخنوی لپاره یوپولادی اړم ورکړو،دا پولادی اړم پوځ دی. اړم اومټه یواوبل ته اړ
ول اواړدی. خوددې چت یوه برخه د ۱۹۷۰ـ مو کالونو بادونو بېله کړله. په اوسنی
پاکستان کې ددوی دمشرانو له خولې شپږدېرش زره دینی مدرسې دی چې د نړۍ په هېڅ
اسلامی هیواد کې دومره مدرسې نشته.
په پاکستان کې خال
خال د لنډې مودې لپاره ملکی حکومتونه راڅرګندشویدی چې هغه بیا دپوځیانو له خوا
په ګونډو شویدی.
هندوستان چې د پاکستان
سره یی په یو وخت یوځای دهندوستانی مورچل څخه خپلواکی ترلاسه کړیده،دپیل څخه
بیا تر اوسه هېڅکله هلته پوځی حکومتونه نه دی راغلی اودنړۍ ترټولو لوړه
دیموکراسی پکې چلیږی.
دپاکستان د اوږدې
مودې پوځی واکمنیو په وجود کې اسلامی بنیادګری اوس هغلته لوړې څوکې ته ختلی
ده،چې په ځینو برخو کې د اسلامی پولو څخه هم تېری کوی او اوړی.
که داسې دځانه سره فکر
وکړو چې که هغه پخوانی هندوستان په همغه شان پاتې وای نود مسلمانانو لپاره به
یی زیان څه ول. په ارقامو غږېږو: شاوخوا یوسل شل میلیونه مسلمانان په هندوستان
کې دی،یوسل شپېته میلیونه په پاکستان کې او څه دپاسه دوه سوا میلیونه په بنګال
کې دی چې دغه ټول نیږدې پنځه سوا میلیونه مسلمانان کیږی، نو که دوی ټول په
هندوستان کې وای او یواتفاق یی لرلی،ایادوی به دانتخاباتوله لارې تل په
هندوستان حکومت نه کولی؟ کوم بل قوم په هندوستان کې تر دغې شمېرې زیات دی؟
څرګنده ده چې په
هندوستان کې بېخی ډېر قومونه مېشت دی،هلته ټول مسلمانان هم یو قوم نه ول خو که
دوی یوازې پرمذهبی اړیکو دغه یو والی په ګډ هند کې ساتلی شولی نودا امکانات ول
چې واک به ترډېره حده ددوی سره وای یا به لږترلږه دغه مذهبی تریخوالی چې
دهندوستان دننه جوړشویدی په دې پیمانه نه وای منځ ته راغلی اومسلمانانو دهغوی
ترڅنګ ددوی مخالفینو به په سوله کې ژوند سره کولی. ددې ترڅنګ به دغه درې جګړې
چې دپاکستان اوهند ترمنځ وشولی اوپه زرګونو وګړی پکې مړه شول،اقتصادی اوټولنیزې
زیاتې ړنګونې اوتاوانونه یی رامنځ کړل،دواړو لوروپه میلیونو پوځیان وروزل
اوپه ډېروزیاتو
لګښتونوسره یی په مډرنو وسلو سمبال کړل،بلا اخېره یی په میلیارډونو ډالرو
لګولوسره اتومی بمونه اومړدکی په لومړی سر کې خاص دوی دواړو دیواوبل لوری پرضد
جوړ کړل اودا شپېته کاله دجګړې په وضعیت کې ددواړوخواو نه پوځونه دسیاچین په
لوړو سړوڅوکو کې دیواوبل په مقابل کې ټوپک په زخه ناست دی اود دواړوخواو ولسونه
په ترس اووېره کې شپې سبا کوی اوداسې نورډېر،دغه ټول به نه ول،په بدل کې به یی
دغې لوی هېواد زر اقتصادی پرمختګونه کړی وای،سیمې اونړۍ ته به یی ګټې رسیدلی
وای. ددې څرګندونوڅخه مطلب تېروخت(ماضی)ته ورګرځیدل نه دی اوهغه کارنه شونی
دی،بلکې دلته د انګرېزی سیاستوالواوږدمهاله(سترتیژیک)پلانونه په ګوته کول دی
کوم چې یی ددې لوی وچې په اړه هغه وختونه په څومره زیرکۍ اوهوښیارتیا سره ترسره
کړل. البته داڅرګنده ده چې زبښاکګروقوتونوتل اوهروخت هرچېرې دخپلوفوری او
اوږدمهاله ګټو لپاره دهر ډول عملونواوکړنوڅخه ډډه نه کړیده اونه یی کوی.
بېرته راځود پاکستان
اوسنی حالت ته،دغه اوسنی پاکستان هم یوقوم نه دی د پنځوبېلوبېلوغټو
قومونو(پنجابیانو،سندیانو،پښتنو،بلوڅو،کشمیریانو)څخه یوځای دیو چت لاندې راوستل
شویدی. په اصل کې دغه هریوقوم دیوه ځانته ملت ټول خصوصیات لری،دوی یوازې ددې
مټې او اړم په زورچې دمخه یی یادونه وشوله يوځای تراوسه ساتل شویدی. کله که د
مټې اواړم موازنه ټکنۍ شی نوبیا دا وړۍ څوک شړۍ کولی نشی،هرقوم به دخپل سفرڅپلۍ
په خپله اوبدی اوخپل څواری به په خپلو اوږو وړی.
دا خبره یادول هم پکار
دی، هغه پیرصاحب بزرګوار چې ددې موږک نه یی په دمونو اودعاو زمری جوړ کړی ول،که
چېرې پوه شی چې نوردغه زمری په ده راګرځی اودده وینو څښلوته یی مخه کیږی،هغه به
یی په ورته دمونو اومنترونو موږک کړی اودغه وخت هم لېرې نه بریښی. دغه چې څرنګه
یو دکراماتو واله سړی دموږک نه زمری جوړکړلو اوبیایی بېرته ولې موږک کړلو اوږده
ده خو خامخه ډېرو لوستونکواوریدلی اوزده ده، ځکه دلته ستاسو قېمتی وخت نه په
نیسم.
سورګل ـ تڼی
۲۰۰۷کال دنوومبرمیاشتې
اتمه نېټه |