|
کولن ـ جرمني
17 اپريل
2005
دافغانستان د دموکراتېکو ځواکونو د تفاهم ، وحدت ،ېووالي
او پېوستون د لارو لټولو دعلمي څېړنېز سېمېنار
پېغام
د افغانستان د دموکراتېکو ځواکونو د تفاهم
يووالي،
اتحاد او پېوستون دلارو لټولو علمي څېړنېز سېمېنار چې په اروپا کې د
تفاهم د نهضت
په نوښت رابلل شوی و،د روان مېلادي کال د اپرېل په
شپاړلسمه
نېټه د آلمان د اتحادي جمهورېت د کولن په ښار کې پرانستل شو۰سېمېنار
په خپله دوه ورځني پر له پسې کار کې دافغانستان،سېمې او نړۍ حالات او ددغو حالا تو
په وړاندې د ملي دموکراتېکو ځواکونو او افغاني روښانفکرانو دندې او مسؤلېتونه په
ژوره او هر اړخېزه توګه وڅېړل
۰
په دغه علمي او څېړنېز سېمېنار کې چې په اروپا کې د اوسيدونکو
د
يو
شمېر علمي، سياسي
او ټولنېزو شخصيتونو
په ګډون ،د ځېنو ګوندونو او سېاسي سازمانونو فعالېنو او استازو هم برخه
درلودله،دافغانستان د ټولو ملي دموکراتېکو ځواکونو په نوم لاندې تفاهم غوښتونکی پيغام
ورکړل شو
:
لومړی
ـ دافغانستان ،سېمې او نړۍ ډېر پېچلې، درانه او حساس حالات ښئي
چې له دغو حالاتو څخه د هېواد ملي ګټو ته په پاملرنه د سولې ،ثبات ، دموکراسۍ او
بېا ودانولو په ګټه کار اخستل په
يواځې
توګه د دغه
ياهغه
لوی
يا
واړه ګوندي
يا
سازماني جوړښت کار نشي کېدای۰
حالات په کلکه غوښتنه کوي چې ټول ملي دموکراتېک ځواکونه له هر ډول ځانګړو ګوندي
يا
سازماني لېوالتېاونه لرې، دافغانستان د ټولو سوله پالو او دموکراسي پلوه ځواکونو د
يووالي
او پيوستون
په لور خپلې همېشنۍ هڅې سره ګډې کړي۰
دوهم
ـ د افغانستان په دننه کې د دموکراسۍ روان بهېر که له
يوې
خوا زموږ
د خلکو او روښانفکرانو هېلې راپارولي،له بله پلوه په همدې روان بهېر کې ډېرې درنې
داسې ستونځې شته والی لري چې که دافغانستان ټول ملي او دموکراتېک ځواکونه دتفاهم ،يووالي،اتحاد
او پېوستون په رڼا کې سره ېوه خوله او
يو
آواز نه شي،نو د دې خطر شته چې دغه هېلې په نېمه لاره کې پاتې
شي.
دريم
ـ افغانستان د ټولو وروڼو اولسونو
يوه
وېش نه منونکې ملي تاريخي
شتمني ده
۰
د دغې ګډې ملي تارېخي شتمنۍ ساتنه او په نوو حالاتو کې نورو پرمختګونو ته هڅونه،
زموږ د ټولو وروڼو اولسونو ګډ کار،مرستې ، ورورګلوېز باور او د دوی د روښانفکرانو
تر مينځ
يوه
پاخه ښه نېت ته اړتېا لري۰
څرنګه چې روښانفکران او روښانفکري خوځښتونه زموږ د خلکو د هېلو او غوښتنو او د وطن
د ملي ګټو د خوندي ساتنې ژمنه په غاړه لري، نو دغه ځواکونه بايد
له هر ډول قومي،ملي،مذهبي ،ژبنيواو
ګروپي توپېرغوښتنو پرته ،په خوږه جوړونکې ملي وطنپاله روحيه،
پراخه ګډ کار ته ملا وتړي۰
څلورم
ـ دافغانستان ټول ملي دموکراتيک
ځواکونه بايد
په ګډه او په ډېره ژوره تو ګه دافغاني ټولنې موجود واقعيتونه
وڅېړې او هغوته ژوره پاملرنه وکړي۰زموږ
پر ټولنه کې راغلی سياسي
سازماني وېش،زموږ د خلکو غوښتنه نه وه او نه ده۰دغه
څه،حالاتو پر موږ راوستل۰
اوس چې حالات په ښکاره اوښتونکي برېښي موږ ټولو ته په کار ده چې د ځوان او پاخه نسل
هر
يوه
ته هرچېرته،او په هر ګوند، تنظيم
يا
سازمان کې چې وې د تفاهم،روغې جوړې اوګډ کار لاس وروغځوو۰
پنځم
ـ ديوې
پېاوړې په ملي اراده ولاړې، له بشري غوښتنو سره سم مرکزي سېاسي واکمنۍ د ټېنګښت
اړتېا او دغې اړتيا
ته ژوره پاملرنه زموږ ټولو ملي،تاريخي
ويش
نه منونکې دنډه ده
۰
حالات حکم کوي چې زموږ روښانفکره ځواکونه په همدې برخه کې خپلې هيلې
له خپلو خلکو سره ګډې
کړي
او له همدې لارې دخپل ګران وطن افغانستان دملي خپلواکۍ، ځمکنې سلامتېا او ملي
واکمنۍ تاريخي
ژمنه تر سره
کړي۰
شپږم
ـ د سېمېنار ټولو ګډون کونکو په بېا بېا دا غوښتنه وکړه چې د تفاهم نهضت دې د
تفاهم نهضت دفعالېنو څخه د ټولو دموکراتېکو ځواکونو تر منځ د تفاهم،
يوالي
اتحاد او پيوستون
لپاره
يو
منځګړی کاري کمېسېون جوړ او عملاً دې ګټورې لېدنې کتنې مخته
يوسي۰همدغه
کمېسېېون د ې د نوموړي هدف لپاره د کار
يو
مناسب مېکانېزم طرح او عملي کړي۰
و من الله التوفيق
|