دروسيی کلک ګواښ اوګوت څڼدنه وامريکی ته، د ايران پرضد دنظامي يرغل دپيل کيدوپه هکله!

               دانټـــرنيټ دفارسی منابعونه

            ژباړونکی:(عزيزاحمدخوارمل )

       دروسيي دباندنيو چارووزارت  ديوی  قهرجنی بيانی  په خپريدوسره په دی  دليل چې دامريکی هيواد  ترټاکلی اندازه نه ډيرزيات په زورځواکی باندی  تکيه دی،وامريکی ته د ايران پرضد دنظامي يرغل دپيل کيدو له امله  کلک ګواښ ،ګوت څڼدنه اوپرهغه يې  ګوت نيوني کړيدي .

    آسوشيتدپرس وليکل ،په دغه بياني کې چې دتيری سه شنبی  په ورځ خپورشوپه هغه کې ليکل سوي  دی چې مسکوداوسنی نړيوال کړکيچونودليری کول په خاطر هغه وخت  دامريکی  سره ومرستی  ته تيار دی ، چې واشينګتن دروسيي دهيواد سره ديوبرابرملګری  په شان کړني وکړي .

        دغه بيانيه چې  په دکاغذ دپاڼوپر (۷۰)اوياومخونو باندی  ليکل  سويدی ديولړ سوړاوپڅواړيکوپه اړه دروسيي اودامريکی ترمنځ چې اوس مهال  دنړيوالوموضوعګانواومسايلوپه هکله  رامنځته سوي دي  يادونه پری سويدی ددی دليل برسيره ، چې دامريکاهيوادزيارايستلی ترڅو پرايران باندی چې ددی هيواد دآټومی اوهستوی پروګرام په اړه ،دفشارد ډير يدلوپه موردکې، مسکو يې هم ملاتړکړيدی خوبيا هم په دی بيانی کې پردغه ملګرتياباندی ټينګار شوی دی .     

       دروسيي دباندنيوچارودوزارت په دغه بياني کې دامريکی وهيواد ته کلک ګواښ او ګوت څڼدنه دنظامي يرغل دپيل کيدوله امله  چې  د ايران پرضدترلاس لاندی  نيولی شويدی  خپور  شويدی اومسکودواشينګتن څخه  غواړي چې دتهران سره دی دننی کړکيچ دليری  کولوپه خاطر  په مستقيم ډول سره  خبراتری پيل کړی ،اوهمدارنګه  په عين حال کې  دايران  لاس نه  اخيستل ،داورانيوم  دبډای کولواو دتم کيدلواودريدلو په هکله  پدی بياني کې  دغه  مسئله ناسمه اوناجوړه ونکی  توصيف سويدی  .   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM