ژباړونکي     : پوهنمل حاجی محمد نوزادی                                                                                                                                           

روسيه به يو اسلامی هيواد شی

 Metro Xpressپنامه يوه ډنمارکي ورځپاڼه په ٤   -١ -٢٠٠٧ نيټه ليکی               :   

  په روسيه کښی د روسی توکمه وګړو دچټک کمښت له مخې ددموګرافی ) نفوس څيړنې ( چاروماهران دا وړاند وينه کوی چه په ٢٠٣٠ کال کښی به روسيه يو اسلامی هيواد شې ، داځکه چه ديوی خواد روسی نژاده وګړو تعداد همدا ګړي د ازاد سقوط په حالت کی کښته رالويږی اوهرکال د اوو لکو کسانو په اندازه کميږی ٠ که چيری په همدغه اړه کوم دراماتيک تغير منځته رانشی نو ډيری روسی  نژاده ساحی به دوګړو څخه خالې پاتې شی   له بله پلوه د دی کا ر سره جوخت په روسيه کښی د مسلمانانو وګړوشمير په څرګنده توګه مخ په زياتيدو دی ٠ ددغو دوو دليلونو پربنسټ دموګراف ماهران  و دی نتيجی ته رسيدلې دی چه تر ٢٠٣٠ کال پوری به مسلمانان ددی هيواد ډيره کی وګرځی او داسلام نفوذ به دوګړو دتعداد له مخې حاکميت ومومی      Jesper  O. Nielsen چه يو ډنمارکي روسيه پيژندونکي دی دغه وړاندوينه په پوره ډول تر ډيره حده ريالستيکه ګڼی او وايي چه دروسيی دمسلمانانوپه منځ کی دزيږيدنی کچه ډيره لوړه ده ٠پدی اړه داخبره هم دپام وړ ده چه و روسيی ته د بهرنه په زيات  شمير داسلام دين پيرو بهرنيان راځی او ددی هيواد تابعيت ترلاسه کوی ٠ داپداسی حال کی ده چه پخپله دروسی نژاده وګړو شمير په چټکې سره مخ پرکښته روان دی  .

پروفيسور   Paul  Globle چه ډيرکلونه ئي د روسيی د دموګرافيکو انکشافاتو په هکله څيړنې کړيدی ، پدی عقيده  دی چه پدغه پخوانی ابر قدرت هيواد کی دمسلمانانو دا ډول زياتوالي ددی سبب شويدې چه په روسيه کښی اسلامی ضد خوځښتونه منځ ته راشی  . نظر پوښتنو ښودلې ده چه دروسيی وګړو  ٧٠ % کسان دهغو جريانو سره  همږغې دی ، کوم چه دخارجيانو ضد داشعار ئي وړاندی کړې دی     :

   _    روسيه د روسانو دپاره ده       !

 ددی هيواد د روسی نژاده وګړو  دکمښت لاملونه ډير دی ٠ لومړي داچه ډير روسان ،  په ځانګړې توګه نارينه دزياتو الکولې مشروباتو څکلو له کبله خپل ژوند دلاسه ورکوې ٠  له همدی سببه په روسيه کښی دښځو او نارينه وو تر منځ دعمر دکچی تفاوت خورازيات دی ٠ دلته نارينه په متوسط ډول تر٦٠ کلنې پوری ژوند کوی ، پداسی حال کښی چه دښځودعمر متوسطه کچه تر ٧٤ کلنې پوری رسيږی ، اوتفاوت ئي ١٤ کاله دی ٠ په ډنمارک کی  دښځو اونارينه وو دعمر کچې په ترتيب سره ٨٠  او ٧٥ کاله دی چه يوازی پنځه کاله فرق ښئ ٠ دوهم داچه ددوهم  نړيوال جنګ په  جريان کی پخوانې  شوروی اتحاد ٢٧ ميليونه کسان له لاسه ورکړی دی چه پدغه موده کی  دزيږيدنې  کچه هم خورا کښته رالويدلې وه٠ دغه ناورين دپاخه نسل لرونکو وګړو تعداد چه د زيږونې قابليت ئي  درلود ، ټيټ راوست او ورسره جوخت په ترجنګ وروسته کلونو کښی هم دنفوسو جګوالې سست شو ٠ددغه  سستوالې تاثير نسل پرنسل تراوسه لا هم پاته  دی ٠ دريم دليل دادی چه روسی نژاده کورنې ډير لږ ماشومان  زيږوی  مګر دمرګ  اومړينی کچه ئي لوړه ده ٠

ويلای شو چه لوړو يادو شوو دليلونو په ګډه سره روسيه دروسی توکمه وګړو درالويدو دستونزو سره مخامخ کړيده ٠ له همدغه کبله وه چه جمهور رئيس پوتين د٢٠٠٦ کال دمي دمياشتې په ١١ نيټه دخپلې يوې وينا په  ترڅ کی يو پروګرام وړاندی کړ او ټولې کورنې ئي ودی ته راوبللې  ترڅو دماشوم زيږولو چاروته پاملرنه وکړی  او پدی توګه هره کورني وکړاې سی لږ تر لږه دوه ماشومان لوی کړې ٠ البه ددی وړانديز عملې کول دنوموړې  ستونزی د نسبی حل په خاطر يو مثبت اقدام دی ، مګر که داخبره په پام کی ونيسو چه روسيه هره ورځ دمرګ  او مړينی لامله دخپلو وګړو دومره شمير دلاسه ورکوې ، کوم چه د دوو کليوالې کوچنيو ښارونو د نفوسو سره برابر دی ٠ پدی سبب ويلای شو چه که لوړ وړانديز عملې هم شی ، نو دابه ددی ستری  ستونزی دحل په لور يوازې  يو وړوکي ګام وی .  پداسی حال کی چه دروسيې دروسی توکمه وګړو شمير د١٩٨٩ کال راپدی خواپه څرګنده توګه مخ پرکميدو دی ،  خو په همدی موده کی دروسيې دمسلمانو وګړو شمير په سلو کی نژدی ٤٠ جګ تللې دی ٠ دبيلګی په توګه په ١٩٨٩ کال دمسلمانانو تعداد پدغه هيوادکی نژدې ١٨ ميليونه  کسان وو چه دټولووګړو ١٢،٢٪ ئي جوړول ، مګر په ٢٠٠٦ کال ددوی شمير و ٢٥  ميليونه کسانو ته ورسيدې چه دټولو وګړو ١٧،٥٪ جوړوی ٠

دژباړونکې يادونه     :

 زما په اندد روسيی دروسی توکمه وګړو دکميدو دلوړو دليلونو ريښی پدی کی پټې دی چه د١٩٨٩ کال را پدی خوا چه دسوسياليستی ژوند انډول مخ په ورانيدو شو اوبيا په١٩٩٢ کی بيخی له منځه ولاړ ، په ټولنه کښی دوی طبقی منځته راغلې ٠ يوه ډيره وړه طبقه ئي خورا بډايه اوبله  ستره طبقه ئي په بيساری توګه داقتصادی ستونزو سيلاب  په بي ساحله سمندر کی لاهو کړه ٠ بډايه ډله په دومره عيش اوعشرت کی غرقه ده چه دماشوم په زيږولو او لويولو باندی خپل ګران وخت نه ضايع کوی ٠ بله خواره ډله ئي دخپلو اقتصادی ستونزو له مخی و دی کارته زړه نشی ښه کولای ٠ دروسيی په مسلمانو وګړو کښی دبډايي طبقی استازی تقريبا نسته  او له بله پلوه دوی تر عقيدتی او دوديزو اغيزو لاندی په ډيرو تنګواقتصادی شرايطو کی هم دماشوم  زيږولو مخنيوی په څرګنده کچه نه کوی ٠

پای ٠ 2007-04-18                                                                                                                                               

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM