ظاهرافق- کانديداکادميسين

          دافغانستان اوسنی بحران دناټويي تيرې کونکو په موجوديت کې نورهم ژوراوپراخيږي

 دامريکا اوناټويي تجاوزدشپژمې کليزې په مناسبت

نن چې دامريکا په لارښونه دناټويي تجاوزکونکو دتجاوزاوتيرې  شپژ کاله تيرشول ، افغانی ټولنه يې داقتصادی ، سياسی ، کلتوری اوټولنيزبحران په توفان کې داسې کښې ايستله چې نه يې يوازې کلی اوښارونه ، کورونه اوجوماتونه ويران کړل ، بلکه په زرګونو زرګونو افغانان ، ښځې اونر، واړه اوزاړه يې داسې په وينوورنګول ، شهيدان يې کړل اوقبرونه يې په ډک کړل چې نه يوازې به دامريکا په تاريخ کې يوه توره دوحشت ننګينه لکه وي ، بلکه دټولوناټويي وحشی اوغيرانسانی رژيمونو په تيرې کونکی لړی کې به يې ابدی دپزې پيزوان وي ٠ دا چې نن ورځ دناټو٣٧ هيوادونو دامريکا په رهبرۍ خپل ټول پوځی ، تبليغی اوسياسی ظالمانه اوتجاوزګرانه لنګر اچولی دۍ ، نه يوازې غواړي چې دمرکزی آسيا پريمانه تيل اوډول ډول طبيعی ثروتونه ترلاسه کړي بلکه دايې هم اراده ده چې زموږ افغانستان ديوې مهمې ستراتيژيکې سيمې په څيرتصاحب کړي ٠ داچې دې تجاوزګروقدرتو يووخت په ټګمارۍ سره داسلام په دفاع کې تور اودرواغجن بيرغ پورته کړی اودهيواد بې شميره صادق اوهيوادپال افغانان يې دخاورو سره برابر کړل ، ددې لپاره څووکولای شي خپله چټله پښه په دې خاوره کې کښيږدي ٠ کوم وخت چې په اصطلاح مجاهدينو په خپلومنځونوکې پرقدرت نيولوپه وينوسره سره کړل اوخاصتا يې کابل ښارچې دډيرې تباهۍ سره مخامخ اوټولنې امنيت يې پوره نا آرامه کړ، نوامريکايي قوتونو دهغوی په مقابل کې دطالبانو دحمايې اوتقويې په خاطر دمجاهدينو پخوانۍ ډله پريښودله اوخپله نوې ستراتيژې يې داسې طرحه کړله چې ګواکې دطالبانو ملاتړ يې مهمه وظيفه ده٠ خوطالبانو هغه ډول وظيفه چې امريکايانو غوښته اجرانکړای شوه نوپرهمدې اساس امريکايي تاړاکګرانو ، دخپلې پخوانۍ ستراتيژی پر مبنا دافغانانويوه برخه د(( شمالی تړون )) په نامه دطالبانو سره په سخته جګړه کې سره واچول ، څوچې يې وکولای شوای دهمدغه ډول جنګونو په پای کې يې خپل حضورپه هيوادکې څرګندکړي ٠ ډير يې ژرنور امپريالستی هيوادونه په ځان پسې کښ کړل چې خوراژر بايد افغانستان تصاحب اودسيمې ټول اړخيزقدرت پخپل لاس کې ونيسي ٠ خوبرعکس يې افغانستان دډيروتلفاتو ، رسواګريو اودرواغجنيوسره سره په مقابل کې ولاړاودخپلې آزادۍ اواستقلال په خاطر يې مبارزواومقاومتونو ته ادامه ورکړې اوورکوي يې ٠ هيره يې نکړوچې تيرې کونکوددغه جارې جنګ په دوران کې په بيليونوډالر پورته اوکښته کړل خوپه تاسف چې زموږدټولنې اوولسونوپه هيڅ ګټه ځکه نه دي تمام شوي چې يوه برخه يې دخپلومامورينواوکمپرادورانو لپاره ، اوزياته برخه يې خپلوامپريالستی بانکونوته په مختلفوچالونو اودسيسوکې ورتحويل کړې دي اوهمداسې يې هغوبې پروا اوبې رحمه سربازانو ته ورکړلې چې تل يې لاسونه په وينوسره اوحتی دبې مسؤليتو کمپنيوله خوا رهبرې کيږي ٠ کله کله ځينې افغانان فکرکوي چې ددې استعماری قوتونو دخپلوسربازانو په مرګ ډيره خوابديږي ، خوپه عمل کې داخبره ځکه سمه نه ده چې ددوی موراوپلاريا نه دي معلوم اويا يې روابط قطع سوی دي ٠ همداسې يې نور داسې خپلوان نه ښکاري چې لږترلږه پرې وژاړي ٠ البته ، که ښځه مړه  شي نم به يې ميړه تاثرښکاره کړي ، خوبله به ژرورته په نظرکې وي اوچې ميړه مړشي ترڅه اوښکوتويولووروسته دبل ميړه لپاره ډيره ژرتياره وي ٠ معنا دا چې څوک نلري چې يا يې انتقام لپاره ملاوتړي اويا يې په ولس اوقوم کې زخمونه پيداشي ، فقط چې ډيره شي ددولت له خوا يوه سورنا په دې لحاظ پروهي چې دنوروسرتيرومورال کمزوری نشي ٠ البته ، ځينې وختونه يې جنګی واکداران په دې خبره غم ښيي چې ګواکې حيثيت يې پرمځکه وهل کيږي ٠ په هرصورت ، کله چې دامريکايانوپه لارښودنه ناټويي بيرحمه لښکريان دافغانانو پر خاوره وروختل ، په دې ارمان چې ډيرژربه يې فتح کړي اوخپل شوم استثماری ارمانونوته به ورسيږي اوافغانان دخپلو هغوغلامانو په څير ترپښولاندې کړي لکه دزاړه استعمارواکدارانو چې به په تيروپيړيو کې دنړۍ په ډيرو سيمو کې يا مړه اويا به يې غلامان کړل ٠ خوبايدوپوهيږو چې پر دې خاورې باندې يې دوحشتونو پيل په داسې حال کې اجرا کړچې ښايي دانګريزانو ددريو تاريخې ماتواوځغلولو څخه يې سم درس نه وی اخيستی ، اويا هم ښايي دنوموړوشکستونو څخه يې پند ونه اخيستی وي ، خوديوه پلوه به په  دې مغروره شوې وي چې په نړی کې سيال نلري اوپرميدان يوازې نيلی ځغلوي اوپردې بل لاس به په دې غره وي چې ګواکې دنړی ټول تجاوزګر ناټويي اونوکر هيوادونه يې پر يوه واړه غيرتی ملت باندې وراوښتې دي ٠ اما په تاسف چې دافغانانو دډيرو انسانی کلکوخصوصيتونو څخه په دې لا هم نه پوهيږي چې افغانان لکه (( اوسپنه چې هرڅومره وټکول شي هغومره پخيږي اوسختيږي ٠)) دهمدغه مهم خصوصيت له مخې دټولنې بحران چې عمده علت يې بيا هم دخارجې جنايتکارانو دجنايتونو اووحشتونو تامين دۍ ورځ په ورځ زياتيږي اوپراخيږي ٠  بايد روښانه شي چې په دې تيروشپژو کلونوکې  امپريالست - استعماری تجاوزګرو پخپلوناوړترينو ډول ډول راکټونو ، بمونو ، ډالرونو اونورومختلفو وسايلو هغه ډول خرابۍ اوظلمونه وکړل چې په وس يې پوره وو٠ دنوموړوتباهيو په نتيجه کې دتجاوزګرانو حيثيت په نړۍ کې نورهم دمځکې ووهل شو، خوپردې بله خوا يې بحرانونوپه افغانی ټولنې کې نورهم ژورتابه وموند اودوحشی اورونولمبې يې دسيمې لمن پوره نيولې ، چې دامپريالستی هيوادونو په دننه کې يې داختلافونو اوانتقادونو لړۍ ډيرې اوپراخې شوې دي٠ دنوموړوظلمونو اووحشتونو په نتيجه کې دکرزی اوشمال اتحاد په خپل دننه کې دسختواختلافونو ، تبليغاتو اواتهاماتوسلسلې چې ديوه ژور سياسی - اقتصادی بحران نماينده ګی کوي ، سره پراخيږي اوهمداسی يولړخارجی واکدارانووزيران هم دنوموړې بحران په دننه کې داسې ډوب دۍ چې څه ووايي اوڅه وکړي ؟

کله چې ولسمشرکرزی په ( ٢٠٠٦ ) کال کانادا ته سفروکړنويې دهمدغه هيواد په پارلمان کې يوه ليکلې وينا وکړه اودنوروخبرو ترڅنګ يې داغوښتنه جدې وکړه چې کانادا که په ٢٠٠٩ کې خپلې لښکرې وباسي بيا نوافغانستان دهرج ومرج سره مخامخ کيږي ، چې بايدونه يې باسي ٠ دلته په زړه پورې ده ، دکانادا( ن ،د ، پ ) ګوندچې په پارلمان کې دريمه خوپه تنوير اوهوښيارۍ کې لومړی درجه ګونددۍ ، داسې وويل چې دافغانستان ولسمشر په ٢٠٠٦ کال کانادا ته راغی نويې دپارلمان لپاره مقاله دده يوه نظامی مشاوروروليکله اوده ولوستله ٠ نوموړی ګوندزياتوي چې دنوموړې مقالې چټل نويسه کاپې ددولت په آرشيف کې پيدا شوې ده٠ البته ، داخبره افغانی مقاماتونه ده منلې ٠ په هر صورت ددولت په دننه اودباندې مختلف تبليغات دبحران يوه برخه ګڼل کيږي چې بيلې بيلې تبصرې پرشوې اولا هم پرکيږي ٠ څرګنده ده چې که ددربار هرڅه پر بيګانګانواړه ولري ، بيا يې مقالې ولې نه وی پورې تړلې ٠ دهمدغه ډول بحران په دننه کې ، کله چې  کرزی دملا عمراوحکمتيار سره دملاقات اوخبروکولوپيشنهادوکړ، نويې دا هم اضافه کړه چې که کرزی ته دهغوی آدرسونه اوټلفونونه معلوم وای نودی به يا ورغلی وای اويا يې خبرې ورسه کړې وای ٠ کله چې نوموړی خبرې په ټولنه کې ناوړه انعکاس وموند وروسته دجمهوررئيس وياندوويل چې جمهوررئيس دطالبانوسره دخبروکولو پيشنهاد کړی دۍ اوبس ٠ همدغه ډول  خبرې اوبيا پشيمانه کيدل هم پخپل ذات کې ددولت اودربار په دننه کې دهغه دبحران اوبې نظمۍ نمونه ده چې ددولت دنوروسياسی اواقتصادی عملې بينظميو سره ژورې اړيکی لري ٠ دطالبانو سره خبرې کول که دکرزی اومشاورينو يې خوښه هم وي خوشمالې تلواله چې په دولت کې يې توانايي هم زياته ده نه يې غواړي ٠ نورچې هرڅه پيښيږي ، خودطالبانوسره په هيڅ ډول ديوالی آرزونلري ٠ البته ، دملګروملتونو سازمان هم پرنوموړی موضوع شخوندوواهه اوخبره يې پوره استقبال کړه٠ دنوموړی سازمان نماينده ( تام ګونيکس ) په ډيرې خوښۍ داسې اعلان کړی دۍ : (( م ، م ددولت اوطالبانو ترمنځ دسولې دخبروملاتړ کړي اومنځګړيتوب ته يې آماده ګې لري ٠ ))

په همدې توګه، دبريتانيا ددفاع وزير ( دس براون ) هم داسې وړانديزوکړ : (( طالبان بايددسولې دجريان په يوه برخه کې حضورولري )) اوداسې ادامه ورکوي (( دافغانستان په خلکوکې اسلامی عقايد پوره نفوذ لري ٠٠٠ )) ده خپله وينا دخپل ګوندپه يوه کنفرانس کې داسی وړاندې کړه چې لږ ترلږه يې هيڅ يوه غړی دا هم ورته ونه ويل چې په دې څرګندحقيقت څنګه اوس پوه شوی دۍ ؟ دهمدغه بحران اوښکاره اعترافونو په لحظوکې دم، م نماينده داهم توضيح کړه چې دافغانستان امنيتی ، سياسی ٠٠٠ بحران ترپخوا ډيرژوراوپراخ شوی دۍ نو داسې وايي چې (( دافغانستان دسږکال بحران د( ٢٠٠٦ ) کال دبحران څخه ٢٠ په سلوکې ژورشوی دۍ٠ )) ددې لارې څخه اسناداوشواهدخورا ډيردي چې دناټويي وحشی ترينواوبې رحمانه ترينو عملونو په مقابل کې دملت اوولسونو عمده ترين هدف دهيوادآزادۍ اواستقلال دۍ چی بايدبيګانګان ووزي ٠ هرڅومره چې په تبليغاتو کې لاس پوڅی دولت مساله پټه وساتي ، خوبيا هم همدغه متجاوزين دم، م مؤسسې په شمول جبرا اعتراف کوي چې دټولنې بحران نورهم پراخيږي اودسيمې داورونو لمبې به نورې هم لوړې وخيژي٠ څرګنده ده چې ددې ټولو ستروبحرانونو دعلتونوپه سرکې دناټويي وحشی لښکرو موجوديت ، وژنې اوبې نظمۍ قرارلري ٠ ځکه نو دنوموړو وحشتونو دليرې کولو لپاره نه يوازې صادقانه اوايمانداره مقاومتونه نه يوازې دطالبانو لخوا ، بلکه دټولو هغوولسونو ، روشنفکرانو اواستعماری ضد قوتونو لخوا پرلارې واقع شوی دي چې په توره اوقلم په کارکوي ٠ واقعيت  هم دادۍ څو په هيوادکې ناټويي جلادان اووحشی لښکرې وجود ولري اوخاوره اشغال وي نوبه نه يوازې حالت آرام ونه مومي بلکه دژوروبحرانونو مسيربه دهيواد ټولوسيمو ته وررسيږي ٠

په نتيجه کې داڅرګنديږي چې که واقعا دم،م نوکره مؤسسه ،امريکايي اوانګليسی واکداران درواغ اوټګمارۍ په نيت کې ونلري ، چې اغلبا يې لري ، نوروته لازمه ده چې ناټويي واکداران دګاونډيانو اونورومهمودولتونوسران ، دهيواد دولتی پاليسۍ جوړونکی ، دسياسی جنبش فعالين ، دولسونواوهيوادپالو روښانفکرانو اوګوندونوپه ګډون تريوه ټاکلې پروګرام لاندې عمل وکړي چې لومړۍ دخارجی لښکرو دوتلو لپاره نيټه اوزمينه برابره کړي ،اووروسته دافغان غريب خوقهرمان ولس په ګټه انسانی مرستې په ټول اړخيزه توګه چې څرګند حق يې هم دۍ ، تامين اونړيوالوسره په نوی شکل اوروحيې اوهمداسې دمرکزی آسيا دثروتونو سره دافغان ملی دولت چې دټولوولسونو په غوښتنه منځته راغلی وي په اجازې اولارښونه ، قانونی روابط ټينګ شي ٠ که داسې نه وي ، نوبيله شکه به دافغانستان اوسنی بحران ورځ په ورځ نورهم داسې پراخ اوژورشي چې مخه به يې نه داچې ناټويي واکداران ونه نيولای شي بلکه يوه نړيواله ستره بلا به يې دبشريت په نصيب کړې وي ٠

په درنښت          

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM