کانديداکادميسن ظاهرافق

دملګروملتونومؤ  سسه غواړی چی داکټوبر لسمه نيټه داعدام دبندولوورځ

 وټاکي خنداآوره ده .

دملګروملتونوهيڅ يوداسی قيد ،پرنسيپ اوياقانون خصوصاپه دې آخرووختونوکی چندانی چانه دی ليدلی چی دتجاوزګروامپريالستی قدرتونودوحشتونواوظلمونودی پرضد وی . که چيری کوم اصل  ديوه چارټ  په کوم کونج کی راغلی هم وی نو يي دتطبيق ساحه بلکل ورکه شوې ده . امريکايي واکداران تل داوايي ( چی که يي سربازان په جنګونو کی مرګونه وکړی اوخرابۍ ورسوی ،نوبه يي دملګروملتونودبشری حقونو اورګانونه دبشری  حقوقوپرضدجنايتکارانوکی نه راولی . داهم ځکه چی امريکا په نړی دسولی له پاره جنګيږی . )څومره عالی منطق !!ځکه نو امريکايي اوناټويي لښکری چی په هايتی ، عراق اوافغانستان کی هرډول وحشتونه اوجنايتونه ، مرګونه اوظلمونه کوی هيڅوک هيڅ نه ورته وايي اود ملګروملتونودبشردحقوقواورګانو نه هم دخبری لای نه پورته کوی ! که مسلی ته په غوراودقت وګورو ، وينو چی ټول ناټويي متجاوزين هر څه چی کوی او هر څوک چی وژنی ددملګروملتونومؤسسه ،ځکه چی متاسفانه نوکره ده ، هيڅ نه وايي اونه يي ويلای شی . په همدې توګه ، په کوم کتاب اواصولوکی راغلی دي چی امريکا اوبياناټودی په سپينه ورځ پرعراق هغه وخت حمله وکړ ي چی په سل کی زر پوهيږ ی چۍ عراق ذروی وسلې نه لری .همداسی کوم نړيوال قانون موجود دی چی امريکا ته دااجازه ورکړی چی پرآزاد افغانستان دتروريست تر عنوان لاندی هجوم وروړی

دلوړوخبروپراساس دملګروملتونويولړ سازمان ديوڅوامپريالستی هيواد ونودمنافعوله پاره داسی استخدام شوی دی ،چی دنورو نړيوالوپرضدديوې شومی وسيلی په څير استعماليږ ی .

وينو او پوهيږوچی دملګروملتونومؤسسه غواړی داکتوبرلسمه ورځ داعدامونوپرضدوټاکی ،نوګواکی اعدامونه چی زياتره په ځينو هيوادونوخاصتاايران کی کيږی ،بايدمنع شي . داخبره خوډيره سمه ده چی وحشت اواعدام بايدتامين نه شی ،نو په بيګانه هيوادونوکی همدغه امپريالستی واکداران لکه امريکا،بريتانيا اوداسی نور چی دسته جمعی مرګونه کوي ،ښځی اونارينه ،واړه اوزاړه په ډيره وحشی توګه وژنی ؛کورونه يي وربمبارداوويرانوی ،نوچيری دی دبشردحقوقوغاوران اومؤسسات ؟

تردې چی هم راتير شونوموړی مؤسسات خپل قوانين چی دامپريالستی هيوادونوپه ګټه جوړاويايي نه شی تطبيقولای نومخامخ اوپه ښکاره توګه يي تر پښولاندی کوی . دمثال په توګه ، داکتوبرلسمه وه ، ددې له پاره چی داعدام ضدعمل موکړی وی په کاناډا،ټورنټو،(ډنداس سکوير)کی دمازديګرپرڅلوروبجوموږځينوافغانانو اوايرانيانونوموړی ورځ چی ډيره باراني هم وه دميټينګ ياجلوس په شکل ولمانځله اودامپرياليزم اوملګروملتونودرواغ اوټګمارۍ موداسي توضيح کړی ،چی اعدامونه بايدبند شی ،خو په تاسف چی دهمدغی ورځی ماښام دکابل په چټل ترين زندان پلچرخی کی په ظالمانه توګه   ۱۶ تنه داسی اعدام شول چی نه يي انسانی  محاکمه  درلوده اونه يي انتظام . دبې نظمۍ مفهوم می ځکه استعمال کړ چی دولتی واکدارانو په حيرت وويل ،يوتن يي څنګه تښتيدلی اوله اعدامه خلاص شوی دی ؟ رښتياهم چی په قضيه کی يوټاکلی لاس دزندان دداخلی ،خصوصادخارجی واکدارانوله خواموجود نه وی ، نوڅوک واقعانه شی تښتيدلای داهم ځکه چی زندان تر عمومی اواخری دروازی پوری درې څلورداسی نوری فولادی دروازی هم لري  چی موږک لاهم نه شی تر وتلای . ځينی تبصری لاداهم څرګندوي چی نوموړی زندانی ښايي دبنديانو په منځ کی وظيفه لرلی وي . ترنوموړواعدامونواووحشتونووروسته ،په سبا کی يولړ بنديانودطالبانوپه  شمول ځينی بلاکونه محاصره کړل اوبيايي عمومی دغذانه خوړلو کلک اعتصاب پيل کړ چی تر هفتی يي لاهم ډيرزيات وخت ونيوی  اوخوراډيرو آ زارونو  او تکليفونو سره مخامخ شول .

که نوموړی خبرونه په غور اوټول اړخيزه توګه تعقيب شی ،نوپوره پوهيږ وچی نوموړی  زندان  په داسی وخت کی ديوې قصابخانی  حيثيت وموند چی ټولوناټويي تجاوزګرو هيوادونو خپلواک افغانستان  اشغال اوددولت هره برخه ، خصوصا نظامی  اوامنيتی برخی يي ، په مستقيم اوغيرمستقيمه توګه په تصرف کی نيولې دی  . چی بيله شکه ، دولسونوپه قاطع عقيده سره نوموړی اعدامونه داشغالګرانوخصوصاد( لوی  شيطان ) په نخشه اواراده تامين شوی دی . بايدووايو چی پرنوموړووحشی ترينو بشری ضد اعدامونوهيڅ ناټويي قوت اوداخلي  مسؤلينو داسی عکس العمل ونه ښودچی په واقعی توګه يي مجرمين دمحاکمی وميزته ورغوښتی وای .دتعجب وړ خبره لاداده چی افغانی واکدارانو په ډيروياړ اعلان کړ ه جی شپاړس تنه غله قاتلان ،قاچاقبران ،خماربازان  اوداسی نور اعدام اوپه خپله جزاورسيدل . څرګنده ده چی  دواکدارانوخپل سياسی حريفان دغلو اوقاچاقبرانوپه نامه  هيڅوک نه شی ورسره منلای  .

دوهمه په زړه پوری  لاداده چی اياغله اوقاچاقبران  نوانسانان نه دی اومحاکمه نه غواړی ؟ اياددوی آواز اواستدلال بايد دزندان دتاريکو کوټو څخه راونه وزی  اوڅوک يي بايدخبر وانه خلی ؟ دابيادوهم وحشت دی چی په زندان کی افغانان ورسره مخامخ  کيږی .

دريمه  لاداچی غله ،قاچاقبران  اوقاتلان  خو اوس هم په دولت اوټولنه کی لږ نه دی ، نوچا څه ورته وويل اوڅه ورته ويلای شي ؟

بايداشاره وکړو چی په همدغوناټويي هيوادونوکی چی هره ورځ په لسګونومرګونه ،جنايتونه غلاوی ،دښځواوهلکانو تښتول  درواج په شکل جريان لری ،نويي بنديخانی هم هميشه ډکی وی ، خوداعدام حکمونه يي نسته  اوياهم ډير لږ دی . داهم ځکه چی اعدام ټولنی ته دشدت اوناارامۍ راوړی . په نتيجه کی يي ټولنی  چی دمحاجروڅخه ډکی دی ، ډير ژر دتيښتی جريان پراخوی اوفابريکو اواقتصاد ته اساسی تاوانونه رسوی . کاناډايي دولت چی دناټو مهم غړی ، دبريتانيا اوامريکا سره په نژاد اوژبنی  لحاظ پوره تړلی اودکندهار په ښکلو زرغونوسيمو کی اوس هم تاريخی وحشتونه ، خرابۍ اوانسانی مرګونه په ډير ی بې رحمۍ سره کوی ، پرون يي داکټوبر په ۱۹ نيټه دخپلو پارلمانی مخالفينو دخطاايستلو له پاره داسی ښکرور درواغ وويل  :

( دکندهار خلک په سلو کی شپيته دکاناډاپلويان اونه غواړی چی کاناډايان  دی ووزی  . ) اوس دی لوستونکی په خپله کولای شی چی کاناډايي  ÷  ناټويي بي رحمه اوبی شعوره سربازان وغواړی ؟

 علاوه دکاناډايانو پربي رحمانه وژنو اووحشتونو يي دکندهار سره هيڅ شی لکه ،اقتصاد ، کلتور ،تاريخ شرايط اوټولنيزمسايل شريک نه دی نوبه کوم دليل وی چی په سلو کی شپيته دکندهار مبارزخلک دکاناډا يانو پلوي وکړی اوغلامی دومنی ؟ (

درواغجن دی درواغ وايي رښتيا ګوی دی قياس کوی.)

دغه ډول دروغ دټولو ناټويي تجاوزګرونظامونوذاتی خصوصيت دی . اوس به ددوی دجناياتو اوجنايتکارانوڅخه لنډه پرده پورته کړو: دکاناډادهغودسته جمعی مرګونوڅخه به تير شم چی چی کاناډايي ځوانان يي په ترورستی شکل په مکتبونواونوروټولنيز ومرکزونوکی يو له بله سره کوی ، صرف به د(وانکور )دولايت يوجنايتکار چی (پيکتن )  نوميږ ی ،ترديرشويي لاهم زياتي ښځی په مختليفو وختونوکی کورته بيولی اوترهر څه يي وروسته وژلی ، اوهوری يي په خپله کرونده کی پټی کړی دی . دې جريان کلونه کلونه په بر کی نيولی څو چی وروسته يي له ډيری زمانی څخه پوليس پيداکوی اوبالاخره يي دعدالت ميز ته ورولی اواوس چی يي تر دو کلونولا هم زيات تيريږ ی اولا هم فيصله نه ده پرراوتلی ، خوقاضی ويلی دی چی وروستی فيصله ښايي دنومبر پرديرشمه نيټه راووزی .

دنوموړی خبری دتوضيح څخه مطلب دادی چی کاناډاغوندی دولتونه په خپلو هيوادونواوټولنو کی دولسونودبيری اعدامونه اومرګونه نه کوی ، خوزموږ بيچاره ملت پر ضد نه يوازی توپونه ،راکټونه ، بمونه اونوری وحشی وسلې دهغوی دوژلواوتباه کولوپه خاطر استعمالوی ، بلکه دادی دخپلوقوانينو اوملګروملتونوداصولوپرضد دزندان په توروکوټوکی هغه غښتلی دمقاومت اوعقيدی خلک بيله محاکمی وژنی ،  چی  دامپريالستی اومتجاوزوقدرتونوپه مقابل کی نه تسليميږی .

البته ،مخکی می هم اشاره وکړه چی اعدامونه اووژنی هر ځای چی وی ناوړه کار دی ، خوبيله علنی محاکمی اوبيله سوال اوجوابه يوداسی نارواعمل دی چی داسلام ،افغانيت اوانسانيت له اصولومخالف اويوداسی لوی جرم دی چی هيڅ نه بخئل کيږی .

ددې خبری يادونه هم پکار ده چی دپلچرخی ( کابل ) بيله محاکمی اعدامونه ، دلته په کاناډاکی د( هارپر ) دحکومت مخالفينو سخت وغندل اوغيری بشری عمل يي وګاڼه .

څرګنده ده چی دغه ډول غيرانسانی اعدامونه نه يوازی د( ګونتانامو ) دواکمنانودزور اوفشار نتيجه ده ، بلکه اغلبا ، دهغوګروپونو اراده هم شامله ده چی که پښتون وی اوياهم غيرپښتون ، خودپښتنو اوپښتون په مقابل کی خپل تاريخی اواوسنی حساسيت اواودښمنی لري .

داخبره هيره نه کړو چی دبريتانيا نوی حکومت نوی واکدارانوچی هره ورځ دافغانانوسره نامتوازن جنګ په ميدان کی خپل بې خبره لښکر ی هم دلاسه ورکوی  اودتيروتاريخی دريو جنګونوپه ماتواوشکستونويي هم اخبار ونه اوکتابونه ډک دی ،دنوموړو اعدامونوپه وحشت کی يي ځکه اراده اوارمان شريک دی چی دانتقام اخستلو زړه يي لاهم   په سړيږی .

سره ددی ټولو ، برتانويانوپرنورو موډواعدامونه انتقاد کړی اوويلی يي دی چی اعدامول يووحشی کاردی ، خوداډول تذکرځکه  څوک نه شی منلای چی انګريزان دناټو دوهم متجاوز په څير دهمدغو جنګونواوخرابيو په لار ښوونه اورهبری کی زيات فعال دی اودوی هم اراده نه لری چی دهيوادڅخه يي لښکری ووزی .

دتجاوزاواستعمار هغه هدف چی امريکا ئيانو په خپل حضور کی ايښی دی دبرتانيا مخی ته هم پروت دی .

په زړه پوری ده چی همدغه انګليسانو پرون دطالبانوګډون دراتلونکی سولی په موجود يت کی لازمی باله ، خونن بيا دخپل پخوانی استعمار ی پرنسيپ ( وويشه اوحکومت وکړه .) پراساس دافغان چارواکو دغه عمل چی غواړی په طالبانوکی نفاق راولی داسی تائيدوی لکه همدغه نخشه چی پخپله   دوی افغانی چارواکوته ورکړی وی . ځکه انګريزی مطبوعاتو په زغرده اعلان کړه چی د( طالبانومعتدل اشخاص بايد خپل شی .) داخبره څرګنده وی چی دمخالفينو اومقاومت په صفونوکی تفرقه اچول ددوی بل مهم پروګرام دی .

لنډه داچی داکټوبرپرلسمه چی اعدامونه بايدنه  وی  ، ځکه عملی نه ده اودخنده وړيي بولو چی پخپله يي امپريالستی واکداران اوملګروملتونومؤ سسه مخه ځکه نه نيسی چی ددوی سره بشری احساس يانسته اويانهايت کمزوره دی . ځکه نو وينو چی امريکااونورسترامپريالستی هيوادونه  غواړی  چی دوژلو اوخرابولو جهان تسخير کړی اودملګروملتونورهبری په مختليفو ډولونوزمينه ورته برابروی .                                                                                                                                     اکټوبر ۲۰۰۷   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM