تل دې وی ملی وحدت



پاينده با د افغانستان

زمونږ خبره سيا سي ګوندونه هنروادبيات دخبرواتروتلار زمونږپته تلپاتي څيري آرشيف راديوها مطالب تحقيقاتی مطبوعات مقالات

 

محمدآصف خواتی

                                          دافغان  پوځ داستثنايي جنرال  انديښنې  پرځای وې

که چيرې دګران هيواد تاريخ ته ځير شو وينوچې دزمانوپه اوږدو کې دافغان اولسی لښکرونه نيولې بيا تر منظموپوځی تشکيلاتو پورې دې لښکرو په ډيره ميړانې سره دخپلواکۍ اودهيواددځمکنۍ بشپړتيا څخه ساتنه کړې اوداسې اتلان يې په ليکوکې ليدل کيدل چې دافغان اولس دزړه له کومې درناوۍ نه برخمن وو، خوپه ډير تاسف سره چې کله ناکله دا دوطن رښتينی بچيان ځينو دقدرت ليونيانواوزورواکانو په ډيره بيرحمۍ سره ځپلی،دهيواد څخه يې شړلی اودهغوی دفزيکی محوه کولونه يې هم ډډه نده کړې  اوياداچې دالوی هيواديې ورته پداسې يوه کوچنی زندان اړولی دی چې هغه پريږدي اوپه پرديو ملکونو کې دکډوالۍ ژوند ته اړشي ،خو دافغان اولس بدمرغی په دې کې ده چې زموږ معاصر تاريخ دلرغونی تاريخ په پرتله لاډير تياره اوځورونکی دی ،ځکه پدې وروستيو دوو- دريو لسيزو کې موږ  نه يوازې دهيواد دعلم اوپوهې دعلمبردارانواوسياسي ملی شخصيتونو دمنځه وړلو اوبيرحمانه ځپلوشاهدان يو بلکه دهيواددپوځ دغوره څيرو دسپکولو ،دهيوادنه دشړلو ،زندانی کولو اووژلو شاهدان هم  يو چې يوددغو غوره څيرو څخه چې دتيرې پيړۍ په اويايمو اواتيايمو کلونوکې وځليده جنرا ل شور دی چې هغه نه يوازې په پوځ کې درښتينولۍ ،پاکۍ ،پوهې اوسياسي درايت انګازې خپريدلې بلکه په اولس کې يې هم دهغې دغوره شخصيت په هکله خبرې کيدلې٠

محمد آصف شور په ١٣٢٨ لمريز کال کې دوردګودولايت دميدان په چاراکه کې  وزيږيد،دلومړنيو زده کړو وروسته په حربی ښونځی کې شامل دا پوځی موسسه او حربی پوهنتون يې پداسې توګه ولوستل چې تل دخپل ټولګی اول نمره وه اوحربی پوهنتون يې دبريال مدال په لاسته راوړلو سره پای ته ورساوه ٠ هغه په ١٣٥٣ لمريز کال کې دلوړو زده کړو لپاره دامريکې متحده ايالاتو ته واستول شو ،زده کړې يې دسروزرو دمدال په ګټلو سره پای ته ورسولې ،دوخت جمهور رئيس مرحوم محمدداود دادسروزرودمدال ګتونکی ومانه اودليدنې په پای کې يې ورڅخه وپوښتل څه بايدوکړو چې دخپل هيوادپه وروسته پاتې والی بری ومومو؟ ځوان افسر په ځواب کې ورته وويل  (( که چيرې کار دکار اهل ته وسپارل شي داکار شونی بريښي )) ، جمهوررئيس دسرپه ښورولو سره هغه رخصت کړ اوداسې فکر کيده چې هغه به دحربی پوهنتون په کدر کې ونيول شي خو هغه دوزيريو په تعليمی مرکز کې مقرشو٠  کله چې د١٣٥٧ کال دسياسي بدلونونو په ترڅ کې په اردوکې هم يولړ تغييرات راغلل اوپه هغې جمله کې دنفرخدمتانو شتون ته دپای ټکی کيښودل شو په يوولسمه فرقه کې دادافسرانو دکورونو څخه راستانه شوی بيسواده عسکر وڅخه يوکندک تشکيل اوقوماندان يې محمدآصف شور تعيين شو،دې کندک په لنډه موده کې داسې روزنه ترلاسه کړه چې دهغو ډلو سره په مبارزه کې چې په پاکستان کې روزل کيدې اوافغانستان ته دورانکاريو لپاره راليږل کيدلې داسې وځليده چې د(( طوفان دکندک )) لقب يې ترلاسه کړ٠ دطوفان دقطعې وتلی قوماندان وروسته دپوځ په مختلفو قدمو ( د٤٣ غرنی غند ، ددريمې سرحدی لوا اود٢٥ پلې فرقې دقوماندان ، دښونې اوروزنې درياست درئيس اوددوهم قول اردو دقوماندان ) په حيث دندې ترسره کړې چې په ټولو کې ديوه باوری مشر په څير دلاس لاندې منسوبينو ددرناوۍ څخه برخمن وه٠ هغه نه يوازې په پوځ کې ديوه غوره اووتلی افسر په توګه پيژندل کيده بلکه داولسی خلکوپه زړونوکې يې هم غوره ځای درلود دمثال په توګه کله چې هغه په خوست کې دفرقې قوماندان وه دهغې دوطنپالنې  هڅې ټولوته څرګندې وې اودخوست دشريفو اوسيدونکو په کورنيوکې هغه ته دسرلوړۍ دعاوې کيدلې چې ددې وتلی پوځی دسياسی درايت اومحبوبيت ښکارندوی دی٠

کله چې دځوان جنرال دشهرت انګازې په هيواداوبهرکې خپريدلې اوپه همدې وخت کې په افغانستان کې دزبرځواکونو سيالی ټاکونکې پړاوته رسيدلې وه ،شوروی لښکرې اړشوې چې دافغانستان څخه پښې وباسی اودملی روغې جوړې تګلاره پلې شي ،نوی دريځونه ، نوې تګلارې ، نوې ښکاره اوپټې هلې ځلې پيل کيدلې ٠ زبرځواکونواوهمداراز ګاونډيو غوښتل چې  ددملی روغې جوړې دتګلارې دپلې کيدو په ترڅ کې خپلې تر حمايې لاندې ډلې واکمنې کړي اوهغه ډلې اوسياسی _ پوځی څيرې چې خپلواکه دريځ لري تجريد اويادهيواد دسياسي پوځی ډګر نه ګوښه کړي  ٠ دافغانستان په کړکيچ کې ښکيلو دولتونو اوپه هغوی پورې تړلو افغانی ډلو ټول امکانات دې ته متمرکز کړل  چې افغان پوځ کوم چې يوازينی متشکل وطنپال قوت پاتې وو کمزورۍ کړی ، هغوی دمختلفو لاروچارو لکه دپياوړو قومی مليشو ، دامنيت اوڅارندوی دجزوتامونو دجوړښت اودتسليمی قطعو دلاپسې پياوړې کولو څخه نيولې بيا داردو دجزوتامونو دمشرۍ څخه دوطنپاله اوآزادخياله افسرانو ګوښه کول اوپه پوځ باندې دبريدونو په سرته رسولو پراخه اقدامات ترسره کړی چې پدې لړ کې دنورو ميړنيو افسرانو ترڅنګ په ١٣٦٧ کال کې جنرال شور دکندهار ددوهمې قوا دقوماندانۍ نه ګوښه اوپه حربی پوهنتون کې داستاد په صفت وګمارل شو٠ خودادافغان پوځ ضدسناريو مختلف أړخونه لرل يواړخ يې داوه چې دژنيودتوافقاتو پربنسټ لازمه وه چې دافغانی کړکيچ دواړو مخالفو خواووته دهغوی د تمويل کونکو له خواپوځی مرستې ودرول شي چې له بده مرغه دامرستی يوې خوا ته چې دحکومت مخالف اړخ وو ادامه پيداکړه اومخالفينو په پرله پسې توګه دپوځ په مورچلونو ،قرارګاوو اوښارونو بريدونه کول چې دجلال آباد په ښار باندې دمخالفو ډلو ګډ بريد يې څرګند مثال دی البته ددې بريدونو له امله په لومړی سر کې اردو اغيزمن کيده چې دهغې څخه هدف داردو  لا کمزوري کول وو٠

څرنګه چې مخکې يادونه وشوه دملی روغې جوړې په پلی کولو کې پرديوبا لخاصه ( پاکستان اوشوروی اتحاد) دا هڅې لرلې چې داپروګرام پخپله ګټه وڅرخوی اويا داسې حالات په افغانستان کې واکمن کړی چې دهغوی ګټې پکې خوندی وی، شوروی لوری اوپه هغوی پورې تړلو افغانی ډلو چې دکړکيچ يو اړخ وه وغوښتل چې دا پلان دهغې دتطبقيدو په درشل کې شنډ او واک دمخالفينو هغو ډلو ته انتقال کړی چې دکرملين دمقاماتو سره يې پټې خو مظبوطې اړيکې درلودلې، خوددې پروګرام دتطبيق خنډ بيا هم پوځ وه چې په مشرتابه اوداکثرو جزوتامونوپه قوماندانۍ هيئت کې يې داسې کسانو ځای درلود چې دملی روغې جوړې تګلارې ته وفادار اودهرې خاينانه دسيسې دشنډولولپاره چمتو وو٠ نوهماغه ووچې  شوروی لوری اوپه هغو پورې تړلو افغانی ډلودداسې يوې  سناريو دجوړولوپه فکرکې شول چې پوځ دوطنپالو افسرانو نه  پاک کړی ، ددولت  واکمنې کړۍ چې دشوروی لښکرو په مټ يې په هيواد کې واک ترلاسه کړې واودکرملين دهراړخيزه ملاتړ نه برخمنې وې دپوځ ضد لمسونکی اوراپاروونکی حرکتونو  لړۍ پيل کړه  چې څرګند مثال يې د١٣٦٨ کال دقوس په مياشت کې دپوځ ځينې جګپوړی افسران چی شمير يې ديرشوتنو ته رسيده بيله دې چې ددفاع وزير خبرکړی زندانی کړل چې منطقا ددفاع دوزارت اوپوځ دسخت غبرګون سره مخامخ شو داغبرګون استخباراتی کړيو اوپه دولت کې واکمنو ډلو چې دا٠خ ٠ د٠ ګ ګوند په يوه مشخص خو حاکم فرکسيون پورې تړلی وو دپوځې کودتا په نامه ونوماوه اودډله ييزو رسنيوله خوا چې د همدی فرکسيون ترکنترول اوانحصارلاندې وې په پراخه شان تبليغ شو چې ګواکې ددفاع وزير اودهغې ملګری کودتا کوي ٠

خودازندانی شوی افسران بيله دې چې کوم جرم يې ثابت شي بيرته دزندان نه خلاصيږي٠مادهماغه کال ددلوې په مياشت کې  چې دکودتا خبرې ډيرې تودې وې داخبره د جنرال شور سره طرح کړله   چې دلته دهغې دځواب خلاصه وړاندې کيږي هغه وويل ((  په داسې شرايطو کې چی وسله وال پوځ په جګړه بوخت دی اومحاربوی تخنيک په سنګرونو کې ځای پرځای شويدۍ آيا پوځی کودتا منطقی بريښې ؟ يقينا چې نه ! پدې شرايطو کې کودتا دپوځی مخامختيا معنی لری چې اردو به دامنيت دجزوتامونواوقومی مليشو سره جګړه کوی چې په دې جګړه کې به هيڅوک بری ترلاسه نه کړی بلکې شرايط به ددولت وسله والو مخالفينو ته برابرکړی چې په آسانۍ سره واک ترلاسه کړي ، موږ کودتا نه کوو موږ دې ته تياری نيسو چې دهغې خاينانه دسيسې مخه ونيسو چې غواړی واک دمجاهدينو يوې ډلې ( جمعيت اسلامی ) يا دهغوی کوم ائتلاف ته انتقال  اوپدې توګه دملګروملتو دسولې پروګرام شنډ شي چې له بده مرغه دډاکتر نجيب اله ملګرودې کار ته ملا تړلې ده ٠ که دا پلان عملی شي افغانستان به ديوه خطرناک حالت سره مخامخ شي،موږ غواړو چې واک په سوله ئيزه توګه دملګروملتو دپروګرام سره سم  يوه لنډ مهاله حکومت ته انتقال شي ،څرنګه چې ددفاع وزارت د ډاکتر نجيب اله دنيمې لارې ملګرو اوانډيوالانوددې پلان مخالف دی اوهغوی دفاع وزارت دخپل پلان دتطبيقيدو يوازنی خنډ ګڼی نوله دې امله يې داآوازی اچولې چې موږ کودتا کوواوډير امکان شته چې هغوی بريد وکړي اوهغه څوک چې ددوی نه خوښيږی اوددوی دپلان سره مخالف دی  له منځه يوسې اووروسته خپل  خاينانه پروګرام په آسانۍ سره تطبيق کړی ، بل داچې موږ هم اورو اوټول اولس دکودتا خبرې کوي اوحتی دځانګړو اشخاصو نومونه ياديږی ،منطقا دا کسان دخاديستانو تر تعقيب اوکنترول لاندې دی يوازې ليونيان به چې دوی ددې ځواکمنې استخباراتی ارګان ترتعقيب  لاندې دی پدې کار  لاس پورې کړي )) ٠ څو ورځې نه وې تيرې شوې چې د حوت دشپاړلسمې نيټی خونړی پيښې وشوی چې په هغې کې دپوځ خورا ښه افسران چې زياتره يې په تعليمی مؤسسو اوقرارګاوو کې دنده لرله ووژل شول ،زيات شمير بنديان اوتيښتې ته اړشول  دحيرانتيا خبره لاداده چې واکمنو کړيو پدې هم قناعت ونکړ يوزيات شمير ملکی کدرونه يې هم دکودتا په نامه زندانيان کړل  چې دټولو زندانيانو شميراوو سوو   تنو ته رسيده  ، ديادولو وړ ده چې يوه ورځ مخکې دمزارشريف او دهرات دګارنيزيونونويوتعداد جګپوړی افسران  ( په هغې جمله کې جنرال ولی دمزار دهوايی ګارنيزيون قوماندان ) هم زندانی شوی وو،دا دټاکلی ورځې نه مخکې زندانی کول ښيی چې دحوت دشپاړلسمې نيټې پيښې ديوه ځانګړی پروګرام پر اساس دواکمنوکړيوله خوا  تنظيم شوې وې چې دکودتا په پلمه هغه افسران چې دپخوانه په نښه شوی وو دلارې نه ليري کړل شي٠اوپدې شان پوځ د هغو پوځيانو نه چې د ملې روغې جوړې اوملی ګټوته وفادار پاتې وو بې برخې شي اوپرځای يې په پرديو پورې تړلی ، بې استعداده اومشکوکې څيرې  نصب کړل شي ٠

د حوت د١٦ نيټې دخونړيو پيښو وروسته په پوځ اونورو دولتی ارګانونوکې دډاراوبې باورۍ فضا واکمنه شوه ،دپوځ مورال کمزوری کيده اودپوځ څخه دافسرانو تيښته يوه معمولې بڼه ونيوله چې لږموده وروسته خوست دمخالفينو په لاس کې ولويد، ددې ټولو خبرو سربيره په دولت اووطن ګوند کې واکمنو کړيو دخپلو طرحو دپلې کولو لپاره هلې ځلې کولې تر څو يې د ١٣٧١ کال د ثور  په لومړی اونۍ کې واک دمجاهدينو هغو ډلو ته چې دشمال دياغيانوسره ګډه ژبه پيداکړې وه دملګروملتو دسولې دپروګرام خلاف تسليم کړ،ديادولووړده دواک تسليول  اودډاکټر نجيب اله دتيښتې دهڅې شنډول  په دولت کې دهغې ډلې له خوا ترسره شول چې د١٣٦٨ کال دحوت  په مياشت کې يې په دفاع وزارت باندی عمليات رهبری کول ،  دواک دا ډول تسليمول دمجاهدينود نورو ډلو دکلک غبرګون سره مخامخ شو اوپه هيواد کې دواک دلاسته راوړلو اوساتلو په خاطر خونړی سيالی پيل شوه چې په هغې کې کابل وسوځيد اوپه افغانستان  کې وحشت اوبربريت واکمن شو، ژوندوښودله هغه انديښنی چې  دافغان پوځ استثنايې جنرال  محمد آصف شور لرلې پرځای وې ٠

پوځ بيله دې چې ددې خاينانه پلان  دتطبيق مخنيوی وکړي وسله اوپوځی تخنيک يې هغو ډلوته  تسليم کړ چې پوره څوارلس کاله ورسره جنګيدلی وو، هغه پوځ چې نه ماتيدونکی ځواک وو اودايرانی آخوندانو اوپاکستانی پوځيانولپاره دسترګو اغزی وه مات او  ړنګ شو ځکه چې دلويوجزوتامونو په مشرتابه کې يې معامله ګر ځای پر ځای شوی وو اوله بله پلوه دجنرال شور په شان  مبتکره اوميړنی پوځيان يې نلرل ، چې هغوې يا وژل شوی وو يا په زندانونوکې شکنجه کيدل اويا تيښتې ته اړشوی وو ، کوم پر وطن مين  پوځيان چې  په ښکته قدمو کې پاتې وو څوک نه وو چې هغوی رهبری کړي ، که دجنرال شور په شان وطنپاله اوبا ابتکاره قوماندانان دپوځ دجزوتامونو په مشرتابه کې وای هيڅ شيطانی اوزورور ځواک ددې توان نه درلود چې   داځواکمن اومجرب پوځ مات کړي اوپر کابل باندې واکمن شي پدې توګه ويلای شو چې کابل د١٣٧١ کال دثور په اتمه نيټه چا په زور ونه نيو بلکه هغه يو شمير خاينينوديوې سياسي معاملې په ترڅ کې خرڅ کړ٠ پر ځای بولم چې دا خبره هم ياده کړم چې ددولت دمخالفينو يوې برخې ته پداسې  آسانه توګه دقدرت ليږدولو ،دافغانستان دپوځ ړنګيدلو او په هيواد کې دبشپړه انارشۍ اووحشت واکمنيدو وښودله چې دافغانستان قسم خوړلو دښمنانو اوپه تيره دمسکو اسلام آبادهيلې اوآرزوګانې  په دوی پورې تړلو ډلوله خواترسره شوې ، دمسکو چارواکوهغه څه غوښتل چې افغانان داسې سره ونښلی اوپه افغانستان کې داسې حالت راشي چې دشوروی لښکرو تيری اودهغوی ټولې نارواوې هيرې شي اوپه قدرت هغه ډلې ډډه ولګوي چې ددوی سره يې پټې اړيکې لرلې، داسلام آباد چارواکو هغه څه وليدل  چې تصور يې هم نه کاوه اوهغه دافغان پوځ ړنګيدل وو٠

دحوت په شپاړلسمه چې دامنيت وزارت جزوتامونو اودجنرال دوستم قومی مليشو ددفاع په وزارت بريد وکړ اوهغه يې چور کړ ددفاع وزارت په قرارګاه کې هيڅ داسې خريطه پيدانشوه چيرې چې په جمهوری رياست اويا بل دولتی اداره باندې دې دبريدعمليات  اشاره شوې وي خو جنرال محمدنبی عظيمی اودهغې متعصبه يارانو په دفاع وزارت باندې دبريدخريطې دمخه کښلې وې ،هغه يې ډاکټر نجيب اله ته ښودلې وې اوهغه هم دهغې منظوری ورکړې وه اودحوت په پنځلسمه نيټه يې دمحاربوی احضاراتواواضطراری حالت په نامه دبريد پوروا ( مشق اوتمرين ) ترسره کړترڅو په شپاړلسمه نيټه خپل دمخکې نه جوړشوی پلان په ښه شان عملی کړي اومنفی اړخونه يې ددې پوروا په ترڅ کې اصلاح کړي،عجيب دا چې  ددې لپاره چې خلک بيا هم وغولوي   د ا مشق اوتمرين  دغلط فهمۍ په نامه دډله ييزو رسنيو له خوا تبليغ شو، د حوت د١٦ نيټې د پيښو وروسته دکابل دتلويزيون په پرده ددې پيښې دقربانيانو په وينو رنګينې جنازې په ډيره بيشرمۍ سره چې هيڅ وجدان يې دنندارې اجازه نه ورکوله وښودل شوې تر څودقريانيانو دکورنيو ، دوستانو اوملګرو په ټپونو مالګه ودوړوی اوهغوی لانور هم په معنوی لحاظ وځپي ٠ که څه هم ددې پيښو نه پنځلس کاله تيريږي خو هغه فضا چې پر هيواد واکمنه ده ددې پيښو په باب ډير کم څه ليکل شوی دي اوکه چاهم څه ليکلی دي  سياسي ملحوظات  يې په پام کې نيولی اويا يې حقايق تحريف کړی دي، هغو وطنوالو ته چې پدې پيښو کې دخيل وو ، پدې تور نيول شوی وواويا ډير څه ورته څرګند دي په کار ده چې  نور نوسکوت مات اوحقايق بربنډ کړي ٠ اوس ددې وخت رارسيدلی دی چې دهيواد دهغو رښتينو بچيانو کوم چې دخپلو معتقداتو په خاطر په وروستيو دريو لسيزو کې دقدرت دخاوندانواوزورواکا نوله خوا په بيرحمۍ سره ځپل شوی ،قربانۍ يې ورکړې وطنوالو ته وروپيژندل شي اوپه پرديو پورې تړلو ډلو کړه وړه اودهغو دراماتيکو پيښوچې دافغان غميزې په بهير کې شوې دي  رښتينی انځور وکښل شی٠  په پای کې دهيواد هغو رښتينو زامنوته چې دافغانستان دوروستۍ غميزې په بهير کې دخپلواکۍ ، ترقۍ او ټولنيز عدالت دټينګيدو په خاطر دژوند څخه تير شول  خودوطن دښمنانواودهغوی ګوډاګيانوته يې سر ټيټ نکړ  درود استوم اوپه ځانګړې توګه د١٣٦٨کال دحوت د١٦ نيټې  ټولو شهيدوپوځيانوته دعا کوم چې لوی څښتن دې هغوی وبخښی دهغوی ياد دې تلپاتې  ، مزار يې نورانی  او روان يې شاد وي٠

د١٣٨٣ کال دحوت مياشت

 


  سر پا ڼه || کور