|
محمد آصف خواتی
هو
يا نه ؟
په هغو
هيوادونو کې چې رښتينې دموکراسی واکمنه ده چارواکی يې دهغوستونزواو مسئلو په هکله
چې خلک يې انديښمن کړی وی اويا دهيواد راتلونکی ورسره تړاولری اولس اويا داولس
استازو ته مراجعه کوی ، دهغوی نظر غواړی چې حکومتونه په دې هکله څه وکړی ؟ چې
ژوندی مثال يې په فرانسه اوهالندکې وروستۍ ټولپوښتنې دې چې ددې هيوادونو خلک
داروپايي اتحاديې دنوی اساسی قانون په اړوند خپل نظرپه دوولنډو کلموسره يعنی ( هو
يا نه ) ورکړی، ددې پرمختللو هيوادو مشر تابه دداسو مسئلوپه هکله چې دخلکو
اوهيواد برخليک او راتلونکی پورې تړلې دی دخلکو دارادې پرته تصميم نه نيسي اوله
همدې کبله ده چې هلته خلک پر خپلو مشرانو اوحکومتونواعتماد لری اودا هيوادونه دداسو
ستونزو سره نه مخامخ کيږی کوم چې موږ ورسره لاس اوګريوان يو ٠ خو زموږ د هيواد په
هکله چې دافغانی چارواکو نه زيات په لويديځ کې ددموکراسۍ دراتګ اوټينيدونارې
اوتبليغات ډيراوريدل کيږی نه داچی دخلکو نه دهيڅ مسئلې په باب پوښتنه نه کيږی بلکې
که هغوی خپلې برحقه غوښتنې دسوله ئيزو لارو له لارې څرګندې کړی اويا داچې دځواکمنو
اودبهرنيو پوځونو دناوړه چلند نه پرده پورته کړی دټوپک اوکوتک په واسطه ځواب ورکول
کيږی او چارواکی اودهغوی نړيوال پلويان هيله هم لری چی خلک پردوی باوراواعتماد وکړی
زما دا نيمګړی ليکنه دې ته وقف شوې چې ديوې حساسې مسئلې ( په هيواد کې دامريکې
دپوځې اډو جوړيدلو ) ته ددرنو وطنوالو پام را وګرزوم٠ دا موضوع دروان کال
دفبروری په ٢٣ نيټه دامريکې دکانګرس يو هيئت چې مشری يې ( چان مک کين ) په
غاړه لرله په کابل کې طرح کړله چې دهغې نه وروسته پدې هکله په ډله ئيزو رسنيو
کې دهغې په باب ډول ډول تبصرې کيږی که څه هم ښاغلی کرزی په يوه مطبوعاتی مرکه کې
کله چې داندونيزيادسفر نه راستون شوداپريل په څلورويشتمه نيټه ويلی وه چې ((
فکرنميکنم که پايګاه بنفع افغانستان باشد )) خوکله چې هغه امريکې ته سفر وکړ
اودسفرپه پای کې ګډه اعلاميه خپره شوه دپوځی اډو دجوړيدو خبره ډيره توده شوې ده
اوزيات شمير ليکوال اوسياسی څيړونکې پدې هکله مثبت اومنفی غبرګونونه ښئي٠ زما له
نظره دافغانستان دروانې غميزې علت پدې کې وو اودی چې غوښتل شوی ټولنيزی ستونزې
دزورزياتی اوپوځې ځواک دپکارولو له لاری حل کړل شی چې په هيواد کې دپوځې اډو جوړښت
پخپله د زور اوځواک تمثيلول دی چې که هغه جوړيږې فکر کيږی چې ښې پايلې نلري٠
ديادولووړده چې زما ليکنه دهغو درنو ليکوالو څرګندونو اودليلونو ته چې دامريکايي
اډو دجوړولو اړتيا اوګټورتوب ته وقف شوی او زما له نظره هغه دافغانی ټولنې دروان
اوواقعيتونو سره سر نه خوری ٠ مخکی له دی غواړم دې موضوع ته اشاره وکړم چې ددې تر
بحث لاندې مسئلې سره نه شليدونکی تړاو لری ، هغه داچی دتيری پيړۍ ددوهمی نيمايي
وروسته چې په نړيوال ډګر کې دوخت دوو سيالو زبرځواکونو ( شوروی اتحاد
–
دامريکې متحده ايالات ) وروستۍ خبره کوله اودخپل نفوذ دپراختيا په خاطر دنړی په
بيلو بيلو سيمو کې لاسوهنه کړې دلته يا هلته يې شخړې ، جګړې اوبې ثباتی منځته راوړی
تر څو پدې توګه هلته داسې ډلې واکمنې کړی چې دهغوی ګټې خوندې کړي اوپدې توګه خپل
بشپړ اغيز پدې يا هغه سيمه يا ځانګړی هيواد کې ټينګ کړی ، څرنګه چې نن نړۍ يو قطبی
شويده اوامريکې متحده ايالتونه دا رول په تنهايۍ سره چې کوم پياوړی سيال ولری
لوبوی ٠ ددې خبرې پر بنسټ کوم هغه ناورين چې دادرۍ لسيزې پر افغانستان خپل کرغيړن
سيوری اچولی دهغوی بهرنی اصلی عاملين دازبرځواکونه وونه دسيمې هيوادونه ٠ اوس راځم
د هغوښاغلوافغان ليکوالود دليلونوپه هکله لنډې تبصرې ته کوم چې دامريکا سره
دستراتيژيکوهمکاريو اوپه ځانګړې توګه دپوځې اډو جوړيدل زموږ په خاوره کې ضرور
اوهيواد ته ګټور ګڼی داهم ديادولووړده چې هغه مشهوره خبره له ياده ونه باسو چې
دهيوادونوترمنځ په اړيکو کې هيڅکله دايمی دوستان اودښمنان موجودنه دی بلکه دايمې
ګټې موجودې دې زما له نظره افغانانو ته په کارده چې دټولونړيوالو سره چې پرون يې
زموږ سره څه کړی اړيکې اوهمکاريو ته ارزښت ورکړو دهغوی سره سياسی ، اقتصادې
اوفرهنګې اړيکی ټينګې کړو خوټول امکانات دملی ګتو دساتلو خواه ته متمرکز شي اوله
بله پلوه دااړيکې داسې نه وی چې دنورو نه موږ تجريد اويا موږ ته دښو دوستانو
اوګاونډيانو په سترګه ونه ګوری٠ دی اډو دجوړيدو دپلويانو دلايل دادی :
1–
دګاونډيانو دلاسوهنو اومداخلاتو مخنيوی ،
2–
دوسله والو مخالفينواوجګړه مارو ډلو دګواښ سره مقابله ،
3–
دپياوړی پوځ نشتوالی ،
4–
دپوځی کودتاوو مخنيوی ،
5–
دافغانستان دعنعنوی ناپييلی سياست ناوړه عواقب چې هيواد وروسته پاتی والی يې پايله
ده٠
اوس غواړم په دی هر يوه خپل نظر څرګند کړم زه دانه وايم چې زما څرګندونې په بشپړه
توګه پرځای دی ځکه چې ټولنيزی پديدې او ټولنيز جريانات ډير پيچلی دې چې کله ناکله
ډير مجرب سياستوال اوحتی دولتونه هم پدې اړه نشی کولای بيله تيروتنې اوغلطۍ درست
دريځ غوره کړي چې جوت مثالونه يې په ويتنام باندې دامريکايانو اوپه افغانستان باندې
دشورويانو دتيری هغه غلط اطلاعات ،نادرستی ارزونې اونيمګړی محاسبې وی چې ويې نشوای
کولای دپياوړی استخباراتی اطلاعاتو ،سياست پوهانودمشورو اودځانګړوسيمو دارزونې په
خاطر څانګو دشتون سره سره خپلې نقشې هلته پلې کړی اوپه سرکوزۍ سره ددې هيوادونو
نه ووتل ٠
1–
دګاونډيو لاسوهنه
پدې
دريو وروستيو لسيزو کې دافغانستان دګاونډيوهيوادونو له خاورې نه زموږ په کورنيو
چاروکې لاسوهنه اوتيری وشول چې منطقا ددې لاسوهنوترشاه نورستر دولتونه ووچې هرومرو
به ددې ګاونډيانو دځمکې او دهوايي حريم نه ترسره کيدل ، خويوه خبره جوته ده چې
دسلطنت درانسکوريدو وروسته دالاسوهنې دعمق نه سطخې ته راووتلې ٠ کله چې د ١٣٥٢
لمريز کال دپوځې کودتا وروسته سردار محمد داود په بهرنی سياست کې شوروی لوری سره
لا نورډيرنږدی شو اوپه واک کې يې هغو کړيو ته دسترګووړ ونډه ورکړه چې دشوروی سره
دهراړخيزو اړيکو غوښتونکی وې هغه ډلې يې راوپارولې چې دايديالوژيکو معتقداتو له
امله يې شوروی ضد دريځ درلود اوپه پاکستان کې ديره شوی چې دپاکستان دحکومت ملاتړ يې
ترلاسه اود پوځې روزنې وروسته دورانکارۍ لپاره افغانستان ته رااستول کيدلې ، داچې
دشوروی سيال زبرځواک اودهغوی ناټويي انډيوالانو هغوی ته کومې مرستې ورکولې مشکله
ده چې اوس مهال دلږو امکاناتو له امله مستند دلايل اواسناد وړاندې شی خوهغه واکمن
حالت چې په نړيړاله کچه موجود وو پاکستان منطقا دشوروی خلاف سيالوځواکونوملاتړدرلود
اوپاکستان دا امکانات نه درلودل چې دخپل کمزوری اقتصادپه لرلو سره ددې ډلو پوځې
روزنه اوسمبالتيا اوپه تيره د١٣٥٧ کال دپيښو وروسته چې دا تحريکات لا زيات شول
وزغملی شی ٠ خوداخبره جوته شوه چې کله افغانستان دناپيلتوب سياست نه يوڅه لاس
واخيست دافغانستان خلاف تحريکات په قوت سره پيل شول ٠
2–
دوسله والو مخالفينواو جګړه مارو ډلو دشتون مسئله اودهغې سره مقابله ٠
په رښتيا سره په هيوادکې همدا اوس اوس وسله وال
مخالفين فعال دی اوهمداراز په دولت کې داسې ډلې شته چې داوسنې روان بهير اوحالاتو
نه خوښې نه دی ،دادواړه ډلې دامريکاييانو اوائتلاف دپوځيانو شتون په افغانستان کې
نه منی څرګند وسله وال مخالفين افغانستان يو اشغال شوی هيواد ګڼې اوظاهرا په دولت
کې خو عملا مخالفې ډلې بيا امريکا پدې تورنوی چې ګواکی افغان تباره امريکايان
هيواد اداره کوي اويا دامريکې دپلوماتان په افغانی چاروکې لاسوهنه کوی چې داپخپله
په غير مستقيمه توګه دافغانستان داشغال موضوع په دپلوماتيکه ژبه بيانوی ٠ بل داچې
داوسله وال مخالفين ( طالبان اوالقاعده ) اوهمداراز په دولت کې ناراضه تنظيمی ډلې
پخپله دامريکا دسياست اودهغې دملاتړ محصول دی ٠که چيرې په هيواد کې داسې تګلاره
غوره شی چې ټولې هڅې ملې پخلاينې اودجګړې دعواملو دليرې کولو په خاطر متمرکزې شی
دمخالفينو ترمنځ په ذهنی بنسټونوښه اوبد ، معتدل اوبنسټپال په ګوته نشی ،دوسله
والو ډلو نه وسله ټوله شي هغه وخت کيدای شي چې حالت دښه کيدوخواته اوټول سوله ئيز
ژوندته مخه کړي اوپدې صورت کې دپرديو داوږدې مودې دتم کيدو اړتيا نه ليدل کيږی چې
له بده مرغه دا ډول چلندته څوک زړه نه خوښوی ٠
3–
دپياوړی پوځ
نشتوالی
داچې
افغانستان پوځ نلری پخپله يو سوال دۍ چې دا پوځ چا له منځه يووړ ؟ ټولو ته څرګنده
ده چې افغان پوځ اوسنيو واکمنو ډلوچې په دې وروستيو دوونيمو لسيزو کې دامريکې
دهراړخيزه مرستو څخه برخمنې وې منحل کړ، بل داچې په اوس مهال کې ددې پوځ جوړول په
لوی لاس سره ډيرورو پر مخ ځی پدې معنی چې :
لومړې
–
په هيواد کې په سلګونو اوممکن په زرګونو باتجربه مسلکی پخوانی افسران اوواړه ضابطان
چې په بازارونو کې په راکړه ورکړه اونورو کارونو بوخت دی هغوی څوک پوځ ته نه منی
٠
دوهم
–
هڅه کيږی چې
تنظيمی اوعقيدتی ملاحظات دنوی اردو په جوړولو کې په پام کې و نيول شی چې په اصطلاح
(( وفاداره )) کسان هغې ته جلب شی چې دا پخپله دپوځ دجوړيدو بهير پڅ کړی دی ،
دريم _
دطالبانو دنسکوريدو وروسته په لومړي سر کې پوځ ته شامليدونکو ځوانانو ته ښه امکانات
لکه دورځې شپږ امريکايي ډالره ورکول کيدل چې اوس دا پيسې دوو ډالرو ته رسيدلې دی چې
منطقا منفی اغيز دپوځ په جوړيدو اچوي ٠
4–
دپوځې کودتاوو مخنيوی
څرنګه چې په
نړی کې د پوځې کودتاوو لړۍ ته پام وکړو ليدل کيږی چې معمولا هغه په هغو هيوادونو
کې شوی چې هلته د دموکراسی څرک نشته اودواک انحصار ديوه ګوند يا کومې کورنې له
خواميراثې بڼه نيولې وی ٠ ددی امله چې په راتلونکې کې دکودتاوو مخه نيول شوی وی
لازمه ده چې په رښتينې توګه په هيواد کې دولسواک نظام دټينګښت لپاره عملې ګامونه
پورته شي ، خو که هڅه داوی چې همدا اوسنۍ کړی دتل لپاره په واک کې پاتې شی اوپدې يا
هغې نامه دنورو ډلو دفعاليت مخنيوی وشی اودمخالف نظر خاوندان دسرراپورته کولو قدرت
ونلری ، دخلکو په سوله ئيزولاريونونو دټوپکو ډزې اودالوتکو پواسطه وډارول شي
اودويرې فضا واکمنه وی منطقا مخالف لوری هم دزورزياتی لاره نيسي چې يوه يې هم پوځې
کودتا ده ٠ ددې لپاره چې دتل لپاره دزورزياتی ، شورشونو، پاڅونونواوکودتاوو سره مخه
ښه وشی بايد ددموکراسۍ دټينګښت له پاره اړين ګامونه پورته شی چې له بده مرغه موږ
وينوچې په کابينه کې داسی څيرې ځای لری چې دموکراسۍ سره پردی دی بلکه دزور اوسوټی
پر بنسټ يې ژوند کړۍ دی چې ديوه ژورنالست ، دولتی مامور اوعادی مزدوروهل اورټل
ورته معمولی کاربريښی اوددوی دنومونو په اوريدوسره وژنه ، ترور ،ځورونه داوريدونکی
په مغزو کې انځوريږی اوداچی په سيمه ئيزوارګانونوکې وضعيت څه ډول دۍ دسوال طرح کول
دخندا وړخبره ده ،که چيرې دخلکو په سوله ئيزو مظاهرو ډزې وشی ، شخصی زندانونه
موجودوی ، بهرنيان هم زندانونه ولری ،زندانيان دوکيل دنيولو حق ونلری ، دمتهمينو
خپلوان وځورول شی ، دخلکو دودونه اومعتقداتو ته په سپکه سترګه وکتل شی بيله شکه
دهيواد عادې وګړی هم اړکيږی چې دزور زياتی لاره ونيسي ځکه چې سوله ئيزی لارې پرې
تړل شوی دی اوقانون نه پلی کيږی٠
5–
دافغانستان دعنعنوی ناپييلی سياست مسئله ٠
تاريخ ددې
شاهدې ورکوی چې کله دافغان دولت دناپييلتوب تګلاره تعقيب کړی په هيوادکې سوله اوامن
واکمن وو اوموږ وتوانيدلو چې ددوهمې نړيوالې جګړې داوردلمبو څخه خوندې پاتې شو خو
څرنګه چې مخکې وويل شول کله چې ددې منل شوې اوهيواد ته ګټورې تګلارې نه لږ انحراف
وشوزموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه پيل شوه چې نتيجه يې اوس موږ وينو چې دکومو
بدمرغيو سره لاس اوګريوان يو اوموږ څومره کمزور ی شوو چې هرهيواد اوحتی ترهګرې ډلې
کولای شی زموږ په سرنوشت لوبې وکړی٠ داچې هيواد مووروسته پاتی دی هغه دهيواد په
ناپييلې سياست کې نه بلکه هغه دچارواکو ملامتی ده چې ويې نشوای کولای هيواد
دپرمختګ په لور رهبری کړی، هغوی چې دهيواد وروسته پاتې والی په ناپييلتوب کې ګورې
داپوښتنه ترې کيږی چې آيا دنړی ټول هيوادونه په سياسی اويا پوځې بلاکونو کې ګډون
لری ؟ منطقا نه دنړی مطلقا اکثريت هيوادونه ناپييلې دی خوډير يې دپرمختګ لوړو
پړاوونو ته رسيدلی دې چې کيدای شی په سيمه کې دچين ، هندوستان ، ماليزيا نه يادونه
وکړو چې په ډيره چتکتيا پرمخ ځی په سيمه کې ترکيه دناتو غړی هيواددی آيا ددې هيواد
دپرمختګ کچه دهندوستان نه لوړه ده آيا په ترکيه کې ددموکراسۍ تجربه دستاينې وړده
که په هندوستان کې ؟
ددې دوو
هيوادونو مقايسه ښئي چې خبره په ناپييلتوب او يا په کوموپوځې بلاکونو په ګډون کې نه
بلکې په دې کې دی چې څرنګه حکومتونه ددموکراسۍزرينو اصولو ته ژمن دی ،هغه پلې کوي
،اودخپلو هيوادونو دآبادۍ لپاره کوم پلانونه اوکومې اقتصادې تګلارې لری داچې ځينې
روڼ ا ندی مو دهيواد پرمختګ يوازی دامريکې سره دستراتيژيکو همکاريو اويا دهغو په
پوځی اډو کې وينی ګورو چې ددوی نظر په بشپړه توګه درست ندی په هيواد کې دپوځې اډو
جوړښت مخالفينو ته دا پلمه ورکوی چې دافغان اولس دسپيڅلو احساساتو اووطنپالنی
دروحيی نه ناوړه ګټه پورته کړی اودهيواد څخه دپرديو لښکرو دوتلو په نامه
جهاداومبارزې ته ادامه ورکړي ، چې هيواد مودجګړې په لمبو کې نور هم وسوزيږی ، سوله
بيا هم ديوه خيال اوهيلې په توګه پاتې شی ٠ افغان چارواکو اونړيوالو ته ښايی چې
داسې ګامونه پورته کړی چې دهغه علتونو ريښې وايستل شی چې دپرديو پوځيانو شتون ته
زمينه مساعدوی اودهغې دشتون اړتياليدل کيږی٠ زما له نظره په کاردی چې نړيواله
ټولنه اوپه تيره دامريکې متحده ايالتونه چې په افغانستان کې پياوړی اودسترګووړ رول
اوعملی امکانات لری دهيواد بنسټيزه ستونزو دحل لپاره عملی ګامونه اوچت کړی چې هغه
دادی :
الف
–
دګاونډيو هيوادونو سره چې موږ تاريخی ستونزی اودپولې پربلمونه لرو ددې ستونزو
اوپربلمونود حل لپاره ګام پورته کړی اوداداختلاف وړ مسئلې حل کړل شی ،داځکه دامريکې
نه ددې ستونزی دحل تمه کيږی چې هغه دافغانستان اوپاکستان په حکومتونو لازم اغيز لری
پاکستان يې دناتودهيوادونونه وروسته ډاډمن دوست اوهمکار ګڼل کيږی اواوس
خودافغانستان دولت دامريکې پر سياسی ، اقتصادی اوپوځی ملاتړ ولاړ دی ٠
ب
–
تولو مخالفينو ته بيله کومه شرطه دپخلاينی ،روغې جوړې اومذاکراتو لاره پرانستل شی
اووسله بله استثنی ټوله شي٠
ج
–
دوسله وال پوځ دجوړيدو بهير چټک اوپه هغې کې عقيدتی اوسياسی ملحوظات په پام کې ونه
نيول شی اوپخواني مجرب پوځې منسوبين چې دتقاعد شرايط نه پری تطبيقيږی پوځ ته
راوبلل شی،
د
–
ددې لپاره چې پر حکومت دعامه وګړو باور بيا را ژوندی شی پکارده چې خدمتګاره
اوښايسته سالاره اداره چې دښو نومونو خاوندان اومتخصصين پکې ووينی جوړه شی اوهغوی
ته چې دبشری حقونونه په سرغړونې ، جنګی جنايتونو اودرغليو تورن دی له سترو
مسئوليتونو نه ګوښه کړل شی ،
ر
–
دولت بايد دا توان اوقابليت پيدا کړی تر څو دپرديو پوځيانو په کړووړو کنترول
ترلاسه کړی دهغوی دخپل سريو مخنيوی وکړی اوافغانی بنديان خپلو بندی خانو ته
راوليږدوی تر څو خلک درک کړی چې دا دولت خپلواک دولت دی که نه نو دلاسپوڅی حکومت
طوق به دهغوی په غاړه کې وينی ٠
دخپلې
ليکنې په وروستی برخه کې غواړم اضافه کړم چې دپوځی اډو دخورا حساسې مسېلې په باب
لازمه ده چې دا موضوع چې هم دافغان اولس اودهيواد دراتلونکی له پاره حياتی ارزښت
لری اودګاونډيو اودسيمې دهيوادونومنفی غبرګون ورسره مل دی چې کولای شی په راتلونکې
کې دګاونډيواودسيمې دهيوادونو سره مو په اړيکو منفی اغيز واچوی اولس ته مراجعه وشی
يعنې دا چې ټولپوښتنه ( ريفراندم ) ترسره شی اواولسې جرګې ته په ټاکنو کې دا سوال
هم رايې ورکونکو ته ورکړل شی چې په هيواد کې دامريکا
دمتحده ايالتونو پوځې اډو ته اړتيا شته که نه ؟ اودخلکونه دهو يا نه ځواب وغوښتل شی
٠ پارلمان ته دټاکلو په مهال دټولپوښتنې موضوع له يوې خوا دزياتو لګښتونو
مخنيوی کوی ، له بله پلوه ددماګوګانواوپه پرديو پورې تړلو کړيو دبيځايه تبليغاتو
پلمه ورکه کيږی اومهمه داچی په افغانستان کې ددموکراتيک نظام دموجوديت ګواهې ورکوی
چې دخلکودارادې پرته دهيوادحياتی ، ملی –
وطنی مسئلې لکه دپخوا په څير دواکمنو اوچارواکو له خوا نه حل کيږی اوپدې توګه اولس
خپل ځان ددولت په پريکړو کې وينی اودباور اواعتماد فضا را منځته کيږی ٠
04 -06 -2005ميلادی
کال |