د لوی خدای په نامه

د دعوت پاڼې درانه چلوونکي ته!

غورځنګ ويبپاڼه په ډېر احترام سره لاندي ټکيو ته ستاسو پام را اړوي، هېله ده چي تاسو خوابدي نشئ:  

د غورځنګ ويبپاڼي يوه ليکنه :

طلوع ټلويزون: هندي سريال،ايرانۍ دوبله،امريکايي فلمونه  

ستاسو په دعوت ښایسته پاڼه کي پرته له دې چي د غورځنګ ويبپاڼي د نوم او پتي يادونه وشي  په لاندي بڼه چي لږ تېروتنه هم  پکې ده  خپره شوې ده.

طلوع ټلويزون: هندي سريال،ايرانۍ ،امريکايي دوبله فلمونه  

ډاکټر محمد امین سرتېر چي د غورځنګ خاص همکار دی خپله په دې اړه موږ ته خبر راکړ او ګېله يې وکړه چي ليکنه يې په ناسم سرليک د غورځنګ د نامه له يادولو پرته  په دعوت کي خپره شوې ده.   

پخوا هم ځيني ليکني له غورځنګ څخه اخستل شوې وې.

د غورځنګ ويبپاڼي يوازينئ هېله داده چي د هېواد په په ويبپاڼو کي يو لوی مثبت نوښت رامنځته شي، هره ويبپاڼه د ځان لپاره ځانګړې ليکني پيدا او خپرې کړي، په دې اړه د کاپي رايټ يا د حقونو خونديتوب اصول په سم ډول په پام کي ونيول شي. زموږ اوسنۍ لويي ويبپاڼي لکه بينوا، دعوت، ټول افغان، تل افغان او داسي نوري ټوله يو ډول ليکني خپروي. که فرضاْ ستاسو دعوت ښایسته ويبپاڼه وګورو نو د بېنوا، ټول افغان، تل افغان او داسي نورو پاڼو ليدو ته هيڅ اړتيا نشته ځکه هغه ليکني چي په هغو پاڼو کي خپرېږي ستاسو په پاڼه کي هم شته، زموږ هېله داده چي هره ويبپاڼه بېلابېلي- مختلفی ليکني خپرې کړي او که چېرته کومه ليکنه له بلي پاڼې څخه اخستل کېږي د ژورناليزم له اصولو سره سم دي د هغې ويبپاڼي نوم او پوره پته ياده شي. دا به هم د ټولو ويبپاڼو ليدونکي ډېر کړي او هم به په پښتو پاڼو کی د ليکنو تعدد ډېر شي، د هري پاڼې اصلي څرنګوالی او ماهيت به څرګند وي او  د حقونو د خونديتوب يا کاپي رايټ اصول به هم  له دې وروسته په سمه توګه په پام کي نيول شوي وي.   

ځيني ليکني داسي دي چي ليکوال خپله څو پاڼو ته د خپراوي لپاره لېږلې وي په دې اړه دم ګړۍ موږ څه نه وايو خو کومي ليکني چي له يوې ويبپاڼي څخه کاپې کېږي او په ډېره آسانه په بله ويبپاڼه، ورځپاڼه، مجله او د خپرولو په نورو وسایلو کي مښلول کېږي په دې اړه موږ وايو چي د ليکني په سر کي دي د هغې ويبپاڼي نوم او پوره پته وليکل شي.  که ونه ليکل شي دا د ژورناليزم له اصولو سرغړاوی دی.   

نو هېله ده چي پورتني ټکي په پام کي ونيسئ او له دغه اوسنئ ليکني يې شروع کړئ، که موږ ستاسو د پاڼې ځانګړې  ليکنه خپروله  نو پوره نوم او پته به يې حتماْ يادوو.

هېله ده چي تاسو د پورتني يادو شويو ټکيو په خاطر خوابدي شوي نه ياست. دا د پښتو ويبپاڼو، پښتو ژورناليزم، په مجموع کي د پښتو مطبوعاتو او رسنيو لپاره يو لوی پرمختګ کېدی شي.  بس

د دې لپاره چي نوري ويبپاڼي هم پورتني ټکي په پام کي ونيسي د دغه ليک کاپي که ستاسو خوښه وي نورو پاڼو ته ورلېږو. هېله ده په دې اړه هم خپل نظر راولېږي.

مننه

د غورځنګ ويبپاڼي مرکزي اداره 

کاپي: ټولو پښتو ويبپاڼو ته    

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM