٢٨
–
اسد
پکارده چې افغان دولت خپلواکه تګلار ه غوره کړی
که چيرې زموږ
دهيواد وروستيو دريو لسيزو کړکيچنو حالاتو ته ځير شو ددې کړکيچ طراحان اوعوامل په
بهر کې وينو ،ځکه دې کړکيچ ته هغه وخت لمن وهل کيږی کله چې په هيواد کې هڅه وشوه
چې دهراړخيزه بدلونونو خپلواکه سياست پلی شي ٠ سترو هيوادونو اوګاونډيانو پدې سياست
کې خپلو ګټو ته خطر ليده نوهڅې يې پيل کړی تر څو دلته بې ثباتی راوړی اوځانګړې ډلې
وهڅوی چې ددې بدلونونومخه ونيسی نوهماغه وو چې دترقی ضد ډلو ته يې په پاکستان کې
ځای ورکړ اوهغوی ته يې پوځی تعليمات اوورانکارۍ زده کړی ورکړی اودتخريبکارانه
فعاليتونو دتر سره کولو لپاره يې افغانستان ته راوليږلی چې څرګند مثال يې په ١٣٥٥
لمريز کال کې دهيواد په ځينو سيمو ( بدخشان ،پنجشير ،لغمان ،کنړ ،لوګر...) کې دولتی
ضد ناکامې هڅې دي.
بيا وروسته
په هيواد کې دواک دبدلون سره جوخت چې خپلواکه سياست اوهراړخيز بدلونونه پلې کيدل
دافغانستان ضدتحريکات قوت وموند اوسترو هيوادونو غوښتل چې دبې ثباتۍ په را منځته
راوړلو کې خپل دريځونه دلته پياوړی کړی يوه اړخ وسله والې مخالفې ډلې سمبالولې اوبل
لوری دټولو نړيوالو نورمونو خلاف پر افغانستان ير غل وکړ ٠ دې يرغل مخالف لوری ته
دا بهانه ورکړه چې دافغانستان دخپلواکۍ دلاسته راوړلو په نامه په ښکاره توګه
مخالفينوته مالی اوپوځی کومکونه بربنډ کړی اوپدې توګه افغانستان دې
زبرځواکونواودګاونډيانو دسيالۍ په ډګر واوښت٠ اوتولو غوښتل چې دلته خپل دريځونه په
يو شکل داشکالو پياوړی کړی نوهماغه وو چې په ځانګړو ډلو يې پانګه واچوله چې داډرامه
ترنن پورې دوام لری اوداهيوادونه تر اوسه پورې ددې ډلو سره ټينګې اړيکې ساتی اوپه
افغانستان کې دوضعيت دبنسټيز ښه کيدو مخنيوی کوی چې ښه مثال يې دروسيې ددفاع
دوزير وروستنی څرګندونې دی چې ګواکې افغانستان (( پشتونيزه )) کيږی او طالبانو ته
په واک کې برخه ورکول کيږی ٠
دا څرګندونې
له يوې خواه قومی بې اتفاقيو ته دلمن وهلو څرګنده هڅه ده اوله بل پلوه ښئې چې روسيه
دادشوروی اتحاد ميراث خوره نه غواړی زموږ په هيوادکې سوله اوامنيت واکمن شي ، دبيا
جوړونې کارونه په بری سره عملی شي اوپه وروستنی تحليل کې قانونيت اويو مضبوطه
حاکميت ټينګ اودولسواکۍ لپاره باوری فضأ برابره شی ، درښتينې ولسواکۍ په ټينګښت سره
به دخلکو استازی پارلمان اوسيمه ئيزو شوراګانو ته لار مومی چې منطقی پايله به يې
ديوه ملی پارلمان اودخلکو دارادې سيمه ئيزی ادارې جوړښت وی چې په پرديو پورې تړلې
کړۍ به هلته ځای نلری اونور به دپرديو ديکتې اوهيلې نه پلې کيږی ٠
دروسېې ددفاع
وزير وروستۍ څرګندونې جوتوي چې روسان لکه نور هيوادونه زموږ دهيواد په بې ثباتۍ کې
خپلې ګټې وينی اوليوال ندی چې په افغانستان کې داسې ګامونه پورته شي چې دکړکيچ ټولې
نښې نښانې له بيخه ووزی٠ دافغانستان اوسنيو چارواکو ته ښايی چې داڅرګندونې وغندی
اوراتلونکې حکومت ته چې دليندی په اوولسمه نيته به لوړه کوی پکارده چې داسې ګامونه
پورته کړی چې په هيواد کې دملی روغې جوړی کړنلاره غوره او پرديو ته بلا استثنی
فرصت ورنکړی چې خپلې نارواغوښتنې په مستقيمه اويا غيرمستقيمه توګه پر افغان دولت
ومنی اوافغان دولت ته پکارده چې هغسې تګلاره غوره کړی کومه چې په هيواد کې دسراسری
سولې اوباوری ثبات لپاره لاره پرانيزي٠
٥
–
١٢ –
٢٠٠٤