ددرنو دوستانو دي پاملرنې وړ  

د٢٨ -اسد ويب پاڼه دنيمګړتياوو سره سره داوياړ لري چې دګرانو علاقمندانو پام يې خپلو خپرونوته راګرزولي اوهغوي دپاڼې دخپرونو په هکله دګتنتوګ له لارې  غبرګون ښودلي دی٠ په پاڼه کې دکتنتوک  موخه داده چې درانه لوستونکی دخپروشوومطلبونواوهمدارازدورځې دتودو موضوعاتو په هکله خپل نظر څرګند کړي اوتبصرې وکړي اوپه دې هدفمند کارکې دژورناليزم منل شوي قواعد اوموازين مراعات او دراپاروونکو مسئلو دطرحې څخه په کلکه ډډه وکړي خوله بده مرغه وينو چې ځينی دوستان داسې بې مفهومه ،راپاروونکې او غيرضروري مسئلې طرح کوی اوداسې ادبيات استعمالوی چې دمنلووړندي٠ دپاڼې سمبالونکې پتييلې ده که چيرې وروسته له دې په کتنتوک کې داسې مسئلې طرح کيژي چې خبره بيځايه مشاجرو ته بيايی اويا دقلم عفت پکې له پامه غورزيدلي وي هغه به له پاڼې ليري کوي ٠

دپاڼې سمبالونکی دخپلو قلمي همکارانونه په پوره درناوي هيله کوي که دهغوي دليکنو په هکله ددرنو لوستونکو له خوا پوښتنې يادڅرګندوند نواووضاحت غوښتنه کيژي هغې

ته درناوي وشي٠که چيرې دهغوي پوښتنو اوانتقادونو ته ځواب نه لري دا استعداد او ميړانه ولري چې په خپلو غيرموجه څرګندونو اعتراف وکړي٠

زموژ يو لړ درانه لوستونکی دپاڼې دسمبالونکو نه ددې خبرې وضاحت غوښتی چې ولې مو څه موده مخکې کتنتوک تش کړ ؟ځينې بيا  زموژ په ناپييلتوب  اوبې پريتوب شک څرګندکړي دي.  پاڼه دا وياړ لري چې  هغه خپلواکه او دکومې ډلې دنظريوخپرونکې نه ده  پدې لاره کې به تر پايه همدا ډول عمل وکړي  ،په خپل عملی فعاليت کې افغانيت ،واقعيتګرايې ،عينيت اوشفافيت ته ژمن پاته شي اوراتلونکې ته به ګورې ،دکتنتوک دتشولو علت داوه چې پاڼې د خپرونو ظرفيت نه درلود اودې ته اړشوو چې کتنتوک تش اودخپرونو لپاره ځاي پيدا کړواو که چيرې زموژ مالی امکانات ښه نه شي په راتلونکې به دې  ته ورته کار ته دوام ورکړو ٠ پاڼه ستاسو درنو لوستونکواو علاقمندانو مرستو او همکاريو ته اړتيا لري اوهيله من يو چې زموژ هيلو اوغوښتنو ته به مثبت ځواب ورکړئ٠

د ٢٠٠٥ کال داګست څوارلسمه

 

 

سر پا ڼه