|
کولن
داپريل
16
او17
دتفاهم نهضت علمى سيمينار
داکترقادرزمانى ــ هالند
دتفاهم دپروسې روانې تحلېل
دوستانو:
دلته غواړم
چى په لنډه توګه دتفاهم پروسه ددوواجتماعى اروا پيژندونکوKilmann
and Thomas , Social Psychologist’s
دتيورى
په رڼا کى وڅيړم:
دغه دوه پوهان په دې عقيده دى چى مناقشه ياconflict
اودنظراختلاف دانسانى جامعى يونه بيليدونکى
خصوصيت دى .دنظراختلاف کيداى شى چى مثبت اړخونه ولرى.په دې شرط چی مثبت حل شی
دنظرداختلاف مثبت اړخونه کوم دى؟
1 - د نظر د اختلا ف
شته والې کې جوانب هڅه کوې چې د اختلاف وړ موضوع په ژوړه توګه وڅېرې
2 - انسان دمخالف نظره سره اشنا کيژي
چي مخالف نظر کيدايشي دانسان دنظر بشپرونکي شي
دغه روان پوهان دمناقشې ياconflict
دجوړيدواوتشکل
په لاندى څلورومرحلوويشى:
Latent phase-1
يانامحسوسه،پټه مرحله:
په دغه مرحله کى واضحا دنظراختلاف وجودنلرى.جوانب خپل ټاکلى اهداف،نظريات،سليقې
اوتمايلات لرى، چى ددوى دگټوبيانوونکى وى.
2ــ
داختلاف دڅرګنديدودمرحلې شروع:
په دغه مرحله کى جوانب پوهيږى چى ددوى نظريات،اهداف اوګټى سره يوشان نه دى،خوجوانب
ديوبل په مقابل کى خصمانه دريځ نلرى.
3ـ
Emotional phase
يااحساساتى مرحله:
په دغه مرحله کى ده چى جوانب مقابل لورى ته دمسلى په اړه خپل ټاکلى نظروړاندى
کوى،سره ددې چى پوهيږى
چى ددوى نظريات سره يوشان نه دى. په دغه مرحله کى ده چى انسان په خپل نظرټينګارکوى
اودمقابل
لورى نظرمنفى ارزيابى کوى. دواړى خواوى ديوبل په مقابل کى منفى اوپه احساساتوولاړ
نظريات لرى،تماس يا
Communication
ديوبل سره کميږى،دباوراواعتمادځاى،بى اعتمادى اوبې باورى نيسى.
دغه ارواپوهان په دې عقيده دى چى په دغه مرحله کى دانسان دفاعىEgoism
يا
خودخواهى څرګنديږى. انتقادپرخپل ځان کميږى،اوانسان کوشش کوى چى مقابل يامخالف جهت
مسول اوګناه ګاره وشميرى.جوانپ يودبل څخه منفى تصوېر لرى اوهرچاته خپل نظردرست
معلوميږى. دواړه خواوى دمسلى دحل څخه ځانونه ليرى کوى.
دغه ارواپوهان په دې عقيده دى چى دمناقشې حل خپلى مشکلى مرحلې ته ورداخليږى چى
دواړه خواوى دمسلې دحل په اړوندبايلوونکى يابازنده گڼل کيږى.
4ــ
Manifest
يا دڅرګنديدومرحله:
په دغه مرحله کى چى اختلاف علناڅرګنديږى،اوخواوى يودبل په مقابل کې
passive
مقاومت
کوى،يو بل ته خبروته
نه حاضريږى اويوبل تخريبوى.کله کله يودبل په وړاندى په
active
يا فعال ډول مبارزې ته راپورته کيږى.
ملګرو:
دلته غواړم چى يوڅه د
conflict
يامناقشې دجوړښت يا
structure
په
اړه دپورتنيواروا پوهانوله نظره
رڼاواچوم.
ددغه تيورى له نظره
conflict
يا
دنظرپه اختلاف کى دوه مسلې دپام وړدى:
الف: دنظرداختلاف موضوع څه ده؟ اوخواووته يي اهميت څه دى؟
ب: دمناقشې ددرلودلوسره ـ سره دمخالفواړخونوپه منځ کى تماس اواړيکى ساتل څه اهميت
لرى؟
دپورتنى دوواساسى مسالوپه نظرکى نيولوسره جوانب ديوبل په مقابل کى دغه لاندى
روشونوڅخه استفاده کوى:
1ــ
کيداى شى چى جوانب ديوبل په مقابل کى فعالى مبارزې ته راپورته شى،داهغه وخت چى ديوه
اوياد بل اړخ حياتى منافع دجدى خطرسره مخ شى.
2ــ
يودبل سره توافق: دغه شيوه په لاندينيومواردوکى ديوبل سره په روابطوکى پکاريږى:
الف: کله چى يوه خواوپوهيږى چى دمسلى په اړه دده نظرنيمګړى دى،نوهڅه کوى چى مقابل
لورى ته ښه نيت وښئي اوپه جوړيدونکووړانديزونوسره خپل دريځ دمقابل اړخ سره نژدې
کوى.
ب : اويا کله چى داختلاف په مسله کى يواړخ ډيرکمزورى وى اونشى کولاى چى دمقابل سره
مقابلى ته ادامه ورکړى،نودخپل پايښت لپاره هڅه کوى چى دمقابل اړخ سره خپل دريځ نژدى
کړى.
ج : دنژدې تماس څخه مخنيوى:
په دغه شيوه کى جوانب کوشش کوى چى يودبل گټوته ددرناوى په سترګه وګورى،ديوبل په
ګټوتيرى ونکړى، داړيکودښه والى دپاره ديوبل پرضدتبليغات نه کوى.جوانب کوشش کوى چى
دمسلى سره ديپلوماتيک برخورد وکړى.
د : مشترک کار: خواوى ددواړودگټوپه خاطرګډکارته اماده کيږى.
ه : Compromise
سازش يا پخلاينه.
په دغه صورت کى خواوى داختلاف دمسلى ګټه اوتاوان برابر ويشى.دغه شيوه معمولاهغه وخت
پکاريږى چى خواوى دمسلى دحل لپاره پوره وخت نلرى،اويادزوراوپياوړتياپه وجه جوانب
يوپربل برترى و نلرى.
دوستانو:
دغه ارواپوهان په دۍ عقيده دى چى د
conflict
يا مناقشې دحل په خاطرد
Mediation
يا تفاهم يوګروپ بايدموظف شى.
دغه ارواپوهان ټينګارکوى چى د
mediation
ياتفاهم دګروپ ماموريت هغه وخت موثردى چى مناقشه په خپل لمړى اويا دوهمه مرحله کى
وى. کله چى دنظراختلاف دريمى اوخصوصا څلورمى مرحلې ته ورداخل شو، نوبيا
mediation
ياتفاهم
دحل په خاطراغيزمند ندى،خودمقابل اړخ سره خبرى اترى دکړکيچ مخ نيوى
کولاى
شى.
ملګرو:
اوس غواړم دپورتنى تيورى په رڼاکى دتفاهم دبهيردرې کلن ژوندوڅيړم.
دوستانو: درې کاله پخواپه يوشمير اروپائي هيوادوکى دميشته روشنفکرانوغونډى جوړى
شوى، ترڅووکولاى شى چى دملى گټوداصل پربنسټ ټول روشنفکران په يوه متحد جريان کى سره
راټول اوبسيج کړى.
په هالندکۍ هم ددغه اصل پربناهيوادپال روشنفکران سره جرګه شول چى عمدتا دخلق
دموکراتيک ګوند دخلق دجناح پخوانى فعالين اورهبرى ددغه جريان اساسى ستنى جوړولى.
په دغه غونډه کى په څرګنده سره تينګاروشوچى دغه جريان(تفاهم) نبايد دخلک دموکراتيک
ګوندپخوانيو ډلواوفکرى تمايلاتو(فرکسيونونه) ته محدود پاته شى.بلکى دغه بايد
دټولوروشنفکرانودخبرواوتفاهم په مرکز بدل شى،خوپه تاسف سره دغسى ونشول.
تفاهم دخلک دموکراتيک ګوند يوازى دخلق جناح پخوانيوفکرى (فرکسيونى)ډلو ترمنځ دسرسرى
جوړى په خاطرپه يومرکزبدل شو،نوځکه ددغه ډول ميخانيکى تفاهم له مخى دجريان دمشرى
اوتدارک دکميسيون جوړيدونکى غونډه ددغوفکرى تمايلاتوترمنځ درقابت اوسيالى په ميدان
بدله شوه. چى ښه مثال ئي دتفاهم دتدارک داروپائي کميسيون جوړيدل په کولن کى
وو.دتفاهم په دغه غونډه کى داعتمادپرځاى دبې اعتمادۍ فضا مسلطه شوه.اوجوانبوديوځاى
کيدوپرځاى يوبل سره نفى کول.
دوستانو:
دتفاهم دجريان په وروستيوغونډوکى نوموړى سيالى نوره هم څرګنده شوه. دغه پروسه څه
نوى اوتصادفى خبره نده،دغه زموږدپرون ورځۍ په تاريخ کى ژورى ريښى لرى.
ملګرو: زما عقيده داده چى فرکسيونونه دګوندپه دننه کى واقعا مستقل تشکيلاتى ګروپونه
نه وو،چى مستقل تشکيلات اومستقله رهبرى ولرى،يقينا چى مختلف فکرى تمايلات
موجودوو،اودغه فکرى تمايلات ديوې مشخى منبعي يا رهبرانوله خوا تغذيه کيدل.شخصى
ليدنى کتنى،شخصى ملګرتيا،مشابه سليقې،فاميلى اړيکى اومنطقوى تمايلات په دې کى بې
اغيزى نه وو خودغوفرکسيونونودخپلو ټولوځانګړتياووسره سره مستقل ګوندى تشکيلات نلرل.
لاکن دخلک دموکراتيک ګوندددووجناووپه منځ کى دغه بيا يواځى فکرى تمايلات نه وو،بلکى
مستقل سياسى ګروپونه ووچى دخلق دموکراتيک ګونددجوړيدودهماغى لمړىورځى څخه نوموړى
ګروپونه په خپل ځانګړى هويت سره ورننوتل چى دغه ګروپونه ترپايه دګوند په وجودکى
ناهضم پاتى اودوطن اوګونددټولوبدمرغيو عمده سبب ګڼل کيداى شى.
دوستانو:
زما خبرى هيچااوهيڅ فکرى تمايل ته متوجه ندى،خوزه غواړم په دې وږغيږم چى
ددغوگروپونواوفکرى تمايلاتو ترمنځ به تفاهم کومه لاسته راوړنه ولرى اوکنه؟
ځکه چى د تفاهم په جريان کى يوشميردوستان به په دې عقيده وى چى ددغوگروپونواوفکرى
تمايلاتوترمنځ ممکنه سوله اونژدېوالى راولى.
دوستانو:
بيا دپورتنى تيورى نه چى په اوسنى متمدنه نړى کى چى د
conflict
يادمناقشى
په حل کى مهم ځاى لرى مراجعه کوو.
ددغى تيورى په اساس اختلافات په خپله لمړى مرحله
latent phase
اودوهمه مرحله
mediation
کى چى د منځګړى
توب له لارى دحل وړده.خوکله چى اختلاف دريمى اوڅلورمى مرحلى ته ورسيږى، نوبيا
دمخالفو نظرياتواويا فکرى تمايلاتودوحدت اويوځاى کيدوامکانات لږاويا هيڅ دى.په دغه
مراحلو کى بهتره ده چى جوانب خپل مستقل هويت وساتى اوداختلافاتودپراخوالى څخه
دمخنيوى په خاطردمذکراتو دروازې ونه تړى. دهمدغه پورتنى اصل په نظرکى نيولوسره وو
چى دتفاهم په هماغه لمړى ورځ روشنفکران په دې باور ووچى دپخوانيو ګوندى (فرکسيونى)
مشرانوله لارښوونى څخه پرته دى دغه انسجام منځ ته راشى.خوپه تاسف سره دتفاهم د
جريان درې کلن ژوند وښوده چى داسى ونشول.
دوستانو:
په دغه علمى غونډه کى به هريومحترم ګډونکوونکى دوضعى څخه خپل مشخص برداشت اوتحليل
ولرىچى ولى بريالى نشوچى دتفاهم جريان دهرډول سيالى پرته دوطن دټولوروشنفکرانودوحدت
په مرکزبدل کړو؟ اوڅه وکړوچى دغه هدف ته ورسيږو.يعنى تفاهم دروشنفکرانودوحدت په
مرکزبدل شى.
زه ديوه گډونکى په توګه دعلمى بحث لپاره دغى علمى غونډى ته لاندى وړانديزونه لرم:
1
ــ دتفاهم پروسه دى دهماغى لمړى ورځى په روحيه تنظيم شى اوکوشش ودى وشى چى دغه
انسجام دهر ډول توپيرنه پرته په ټولوروشنفکرانوپورى اړه ولرى.
2
ــ دانسجام دمشرى اجرائيوى هيئت دى دنيترال ياناپيلوکسانوڅخه چى په کوم فکرى تمايل
پورى اړه ونلرى اويادکوم فکرى تمايل نمايندګى ونکړى جوړشى.
3
ــ يقيناچى ددغوډول افرادوپيداکول به څه اسانه کارنه وى،خوکه چيرى يوڅوک دپرون ورځى
ديوفکرى تمايل طرفداراوپه اوسنى حالت کى ددغوتمايلاتوڅخه په
خپلوتماسونو،خبرواوليکنوکى ډډه وکړى،دتفاهم دروحې ښه ممثل به وى.
4
ــ دادې دافغانستان په شمول په ټولوهيوادونوکى دهستوګنوروشنفکرانولپاره اساسى اصل
وشميرل شى.
دوستانو:
دغه به دموکراتيکه اوايدياله طرح وى چى دپورتنى تيورى اوزموږدوروستنى ديرش کلن
تاريخ دترخوتجاربو پربنسټ ديالوګ اوتفاهم داختلافاتودليرى کولواودپراخ روشنفکرى
تشکل رامنځ ته کيدوپه موخه يوه ښه وسيله کيداى شى.
په درناوى. |