|
حبيب الله غمخور
پدې ډول خبروسوله راوستل ناشونې ده
يوازي اويوازی په سوله اوملي تفاهم سره کېداي شي دهيوادداماته کښتی ترساحله
ورسېږې
سولي اوملي تفاهم ته رسېدل عالي تدبير ،صداقت دخبرو اوعمل يووالی ته اړتيالري
پدې شپو او
ورځوکښې ددولت اومفالفينوتر منځ دخبرواومذاکرودپيل مسله ډير توده شوې وه ،په
ځانگړې توگه کله چې دافغانستان جمهور رئيس دملگروملتودسازمان په عمومی غونډه کې
دبرخې اخيستوپه موخه نيويارک ته سفروکړ .
ولسمشرکرزي په نیویارک کې دافغانستان په اړه له یوه نړیوال کنفرانس وروسته
خبریالانوته په خبروکې له وسله والو
طالبانوسره خبرواتروته چمتووالی وښود.هغه وویل : (( دافغانستان حکومت په جدیت
له طالبانوسره دسولې پرخبرو
اترو
کارکوي اوهڅه کوي چې وسله وال مخالفان اودهغوی پلویان له جګړې لاس اخیستلواو
پخلاینې ته وهڅوي .خوکرزي په عین حال کې وویل
دا ګرانه ده هغه کسان په ګوته کړي چې سوله غواړي اوهغه چې سوله نه غواړي .))
BBC
زماپه عقيده داخبر دتبليغاتولپاره ښه ده چې طالبان څوډلي دي ،مگرکله چې ددواړو
خواتر منځ دروغی جوړي لپاره دلېدوکتواوخبرو مسله مطرح کېږي اړينه داده چې له
ټولوبې بنسټه اوهغوويناونه ډډه وشي کوم چې دواړی خوا وي سره ليري کوی اويا
يوپربل دبې باوری دزياتېدولامل گرځی . داچي دولسمشروياند يوځل وايي موږحاضر
يودطالبانوسره خبري وکړو، اوبله ورځ چې په يقين سره دبهرنی بې گټی فشارپه اساس
په احساسا توسره وايي چې طالبان پر څوډلوويشل شوی دي ،موږ ئې دهغوسره خبري
کووکوم چې قانون منی اوسوله غواړي او . . . . داسي معلومېږي چې داچارواکي
ځانونه غولوي .داواضح ده که ددولت مخالفينوداحکومت اوقانون منلاي ستونزه چېري
وه؟ ددولتي چارواکو لخواداسي دريځ دنږديوالي اوخبروامکانات نورهم له گواښ سره
مخامخ کوي ، ځکه ددولت مخالفين هم دځان لپاره ځانگړې دلايل لري .يعنی دولت
اوپلويان ئي ددولت مخالفين ملامت بولی اوددولت مخالفين بيادولت ملامت گڼی .
همدا دليل دی چې نړيوال اوغوڅ اکثريت افغانان ددولت اومخا لفينوترمنځ دخپل
مينځی خبروپيل اودسولي له لاري داوسنی کشالې دحل پلوی کوي اودغه وړانديزته ئي
په لومړی سرکې هرکلۍ ووايه .اړينه داده چې ټول دولتي چارواکي اونطاقان ئې
پخپلو ويناوکښي جوړونکی اړخ ته زياته پاملرنه وکړی .په زرورو خبرواوغاښ چيچنو
هيڅ ستونزه نشي حل کېداي اونه هم داپيداشوی واټن رالنډيږي .
کله چي ښاغلي کرزي د یوې کاناډايي رسنۍ سره په مرکه کې ویل :(( که بهرني پوځی
ځواکونه له افغانستان څخه ووزي ، هېواد به له وینې بهېدونکي اړودوړ سره مخامخ
شي .)) هغه لحظه دټولودببرک کارمل خبره ورپياد شول ،هغه به هم تل داسي ويل
،خوهغه به شوروی لښکري يادولې . په حقيقت کښي داسي نده ،مگر په يوه شرط چې
دبهرنياتر وتلودمخه خپل مينځي تفاهم وشي اودملی پخلاينې دولت له
ټولوپخوانيوسياسي تعصوبونونه پرته جوړشي .ځيني دوستان وايي کله چې شورويان
ووتل څوکاله په افغانستان کې هيڅ خبره پېښه نشوه ،کيداي شی اوس هم که بهرنيان
ووزي کومه خبره پېښه نشي .داسي فکر کول لږ اشتباه راته معلومېږي ،هغه په
څودليله :
اول : هغه وخت په افغانستان کې يوه پياوړې ،روزل شوې خپل هيواد اوولس ته
وفاداره اردواووسله وال ځواک موجودو و. هغه يولاس وسله وال ځواک و. هغوي پدې
پوهېدل چې پر هيوادئې څوک ،له کومې اوپه څه دلايلوتيری کوی . همدا دليل ووکله
چې دپاکستاني اوغربي څارگرواداروددرغليوپه پايلوکښي دملگرو ملتودسولي پلان
ناکام شو، پاکستاني جنرالانوهغه خوب چې دوي ئي درښتيا کېدوپه هکله تصورهم نشو
کولاي رښتيا شو،دوي دخپلولاس پوڅوسره دکابل دښار اوپايتخت واکدار شول ،سمدلاسه
ئي دافغانستان پياوړۍ ،روزل شوی اومعتقداردو دړوړی کړ . له بدمرغه ددې وسله وال
ځواک په افسرانودپاکستان ،ايران کمپونه اودپخوانی شوروي اتحادنه دنووجوړشوو
هيوادو
بازارونه ډک شول ،اوهمدا اوس هم په ټوله نړئ کښې سرگردانه گرځئ اويادکابل په
ښارکې سهاروختی په جادوکې دروز مزدوری دپيدا کېدوپه اميد ناست وی
.ډيرواقسرانودکورنيواقتصادي ستونزوله امله دکابل په شار کې دجوالي دنده سرته
رسول .دا دئ انصاف او داده دملي اردودجوړيدوطرحه .
پدې پوره باور لرم چې دژوند مشکلاتوزمورله هيوادوالونه زموږيوپياوړی هوابازچې
دمرحوم نجيب اله دحاکميت په وخت کې دروسی دهوايي بېړی په مرسته هواته سفر وکړ
،داسي کسان ديوه هيوادملي افتخار گڼل کېږي ،مگر داملې افتخار اوس ،اوس په
جرمنی کښي دمهاجرت له ستونزوسره لاس اوپنجه نرموی . داډول برخورد ته بېله
وحشيانه تنگ نظری اوتعصب نه بل کوم نوم ورکول کېداي شي .اوڅنگه ومنل شی چې
چارواکی سياسي تعصب نه کوی اوله هيوادنيو افتخاراتوڅخه بې گانه ندي .
ځکه خوضيا الحق په پاکستان کې شکر وکېښ ،په زيات غرواوفخر به ئي ويل زه هغه يم
چې مادافغانستان غښتلۍ اردومات کړ . مگر اوس خوټول ورته گوری چې دايو ايله جاری
پوځی دی ، اوچارواکی غواړی پدې پوځ په افغانستان کې دحاکميت څخه دفاع وکړي .
دنوی مسلکی اردوجوړيدوته په هيڅ ډول پاملرنه ونشوه ټول پخوانی افسران دهيواد
دښمنان وپېړندل شوه ،دپاکستان او ايران دڅارگريواداروپه روزنتونوکې روزل شوی
دافسرانوپه توگه اوهغه چې دمجبوريت او يوې گولې مړئ په خاطر هغه وخت هم جنگېدل
دتنظیمو لخوا ددې لپاره چې ددوي تر همېشنی احسان لاندي وي دوسله والوقواوپه
جزوتاموکې په مختلفودندووگمارل شول .دبشرپه تاريخ داډول اردوچاندی جوړکړئ لکه
چې ښاغلی کرزی صاحب اودده دوستان ئي دجوړيدو په کار مصروف دی . همدا دليل دی چې
دهرتنظيم رهبر اوجنگسالار کولاي شي په همدي اردوهيوادنی ټيکاوله گواښ سره مخامخ
کړي ،دکابل دښار دوه بغاوته ددې خبري پخلۍ کولاي شي .
دوهم : داشپږ کاله کيږي چې ټول بادرده اوبااحساسه افغانان چغې وهی چې پياوړې
،روزل شوې وسله قوا کولاي شی داوسنيوستونزو مخه ونيسي اوپه هيوادکې ټيکاو راولي
، اوداسي يوه روزل شوې اردوبه وکولاي شي دافغانستان ليري اونږدې دښمنانواولاس
وهونکوگاونډيانولاسونه ورلنډ کړی.د اروداووسله وال ځواک په جوړيدوکښي بايد له
هرډول تعصب نه ډډه وشوې واي چې متاسفانه ونشوه ، ټول ئې وينی چې يواله جاری
اردوجوړېږي په ميليارډو ډالره مصرف شوه ،مگردوي تراوسه بېله بهرنيانودعملياتو
توان نلري اونه هم څوک باورورباندي کوي ،زماپه عقيده کله کله دبهرنيو لخوا بيله
دېنه چي دولتی اړونده چارواکي (په وسله والو ځوا کونوپوري تړلې ادارې
اويامسولين )خبرکړي پوځي عمليات کوي ممکن دليل ئي داوي چې دوي بېچاره گان هم
پردغه ډول وسله وال پوځ چې دوې ئي په سترگو وينی چي له کومه شو،بې اعتباره وی
اونشي کولاي خپل پلانونه له دوي سره شريک کړی ،په افغانستان کې داکاريوځل تجربه
شوی دی.کله چې دببرک کارمل اونجيب الله دحاکميت په وختوکښې پسله هغه چې شمالي
ټلواله دروسې لخوا باوری شول په اردو، څارندواوپه ځانگړې توگه دولتی امنيت په
ادارو کښي خپل اجنټانوته دنده وسپارل چې ددولت دعملياتو ترپيل دمخه شمالي
ټلواله خبره کړی .داسي ويل کېږي چې دوي کله کله دا ډول اطلاعات پر نوروډلوهم
خرڅول . چې څوک رانه خفه نشي زماپه اردو،پوليسو اودملي امنيت په اداره کې پاک
اوسپېڅلي کسان هدف نه دی اونه له يوه سره دټولوپه هکله داډول قضوت کوم . خوپدي
باوريم چې دغۀ حاکميت ته بيگانه پکښي ډيردی . خلک وايي داوسنی وسله وال ځواک
(( سر له دولت سره اوسمپتی (پښې )ئې دتنظيمواومحلي قوماندانوسره دي . پداسي بې
سوا ده،اوله غرو نه راکښته شوې اردواووسله وال ځواک په هغه هيوادکښي چې له هرې
خواله گواښ سره مخامخ دی هيڅکله سوله نشي ټينگېداياونه هم امنيت تأ مينېداشي .
يوتريخ حقيقت خوداهم دی چې په دې وسله وال ځواک کښې ډير بېچاره اودربدره
کسان هم شته چې په لس گونوکور نيواواقتصادي ستونزواخته دي . ترکومه ځايه چې
ماته معلومه ده همدا بېچاره گانوته پرخپل وخت تنخوانه رسېږ ې اوياداسي معاش
ورته ټاکل شوی دي چې دهغوي دکورنۍ لپاره په هيڅ ډول کفايت نه کوی .
په
کوم منطق اوعقل ددغه ډول کسانوڅخه داغوښتنه وشی چې دوي شپه اوورځ دهيوادپه دفاع
کې ودرېږې ؟ اودي ددولت دمخالفينوپه مقابل کې تر ژوند تيرشي ،پدې کار يوازي
جگپوړی دولتي چارواکي ځان اونور غولوي .
دشرم اوله انصاف نه بېخی ليري خبره دا ده چې دپارلمان وکيلان ،دستری محکمې
قاضيان ،وزيران ،اودهغوي مرستيا لان دخپلومعاشونودلوړوالی هڅه کوی اويوه
عادي افسرته دوه يادري زره افغانۍ لوړه تنخوا بولې .اياداافسر او يا سر باز
فاميل نلري ؟ دهغه دفاميل غړې دکورکرايي ،خوړو،لباس اودرملتوته اړتيانلري ؟
دتعليم اوتحصيل خبره خوئې ځکه نه کوم چې دداسي بېچاره ووزامن اولوړې خو ازلی
له تعليم اوتحصل نه محرومې گڼل شوی دي . داسي گنگوسې تر اوسه په زيات قوت
ترغوږوکېږي چې په يوجزوتاموکښې دوه يادرې سوه کسان عملأ شته ،مگر سرلښکر تۀ ئې
ددرې چنده ،څلور چنده اوحتاپنځه چنده کسانوتنخواگاني لېږل کېږي ،حساب خوبېله
هغه په دولت کښي نشته هرې خواچور نښلېدلئ دی .
دريم : دولتی اداره پدي پيمانه لکه چې اوس ورته گوروپه فسادکې نه وه غرقه .
ټوله هيوادوال خبردي چئ دهغه وخت دحاکميت ترړنگېدو وروسته دهغه حاکميت تر
ټولوجگپوړوچارواکو(لکه وزير اودگونددسياسي بورو اومرکزي کمېټې غړي)اوتر
هغوراکښته کسان کله چې له دولت نه گوښه شول بېله هغه يوه کورنه هغه هم که
چادرلودبله کومه دارایې اوجايدادورپاته نشو،اونه ئې هم په بهرنيوبانکوکښي پيسې
چاپيدا کړې . همدا اوس له هيواد نه بهر ژوند کوي ټول ئې له نږدې وينی چې څه ډول
ژوند لري . دپاکستان اوپخوانی شوروي اتحادپه بازاروکښي دوي هم ديوې گولې ډوډئ
دپيداکولولپاره سهارتر ماښامه غريبۍ کولې اودهغه حاکميت پوليسوته چې دوئ یې اوس
لاهم په جاسوسی تورن اوبدنامه کېږي ديوه عادي افغان په توگه دوېزې دمودې
دډيرېډولپاره رشوت ورکاوه . دابل حقيقت اوبله خبره ده بل وخت به ئې گورو.
خودلته مادابصاف له مخې اوله نوروسره دپرتله کېدوپه خاطر له هغونه يادونه وکړه.
مگر په مقابل کښي دا اوس دکابل په ښار اونورولويو اووړو ښاروکې دادنگی، دنگی
بنگلې لوکس دتورو ښيښو لرونکی دکال موډل درې څلور موټران چې اوس دکابل دښار
واټونه ددوي دښه رفتارلپاره څلورخواوته تړل کېږي بيادتنظيموپه
رهبرانواوقوماندانانوپوري اړه لري .دوي وايي موږپه پاکستان کي په لوږه جهاد
کاوه ،دبهرنيانولخواچې کومي پيسې راکول کېدي هغه مونورومجاهدينوته ورکولې .مگر
په حقيقت کې هغه نورمجاهدين تر اوسه وږي تږی گرځي،خودتنظيمورهبران ،محلي
قوماندانان (جنگسالار) هره ورځ يوپه بل پسې کارتې جوړوی اودهرڅه خاوندان دي .
خلک پوښتنه کوی اوحق لري پوښتنه وکړی چې صاحبه! داهغه دبهرنيواستخباراتی
سازمانو پيسې ندې چې تاسوته ئي درکولې اودرته ويل ئې ورځه په افغانستان کې پل
والوزوه،کورونه اوښارونه خراب کړه ،ښونځيوکې بمونه کښېږده ، ښوونکی مړه کړه ،او
ښارونه په راکټونوووله ؛خو تاسوبه موږ لېږلواوخپله به موهغه وخت هم دخپلې کورنئ
سره په پاکستان اوايران کښي چړچې کولې . همداحالت ولکه دا اوس چې دی . هغه وخت
تاسوخپلونن ته ورته کړنوته جهاد وايه ،اوس چي تاسوته چوکی ورسېدلې نوم ئې
وروروژنه شول .په حقيقت کښي هغه وخت هم ورور وژنه اوله ولس سره خيانت و.په
زوراودخلکودژوندپه قيمت دولتي چوکی ترلاسه کول په هيڅ دين کښي رواکارندی ،اونه
هم داسلام سپېڅلئ او مقدس دين پدې باندي تورن شي .
شير پور،چورپورشو،دکابل اونورولويوښاروشاوخواواټونه دتنظيمودمشرانواومحلی
قوماندانانوکارتې شوی . يوانجنير بيات په ټوله هيوادکښي پورته کښته کېږي ،ته
به وايه دايوبل دولت دی ،روغتونونه ،پلونه ويالې،لاري ،ښوونځئ .کلينيکونه
اومخابراتي پروژې چې کومي په هيوادکښې پلې کېږي نودانجنيربيات نوم هرومرو ورسه
يادېږي ؛دهغه دحکومت ئې کوردوان چې له بهرنه پيسي راوړی اويوڅه ئي دولس سره
شريکوی .
څنگه به افغان ولس دې ټولوبې عدالتيوته غاړه کښږدی . اوپه کوم وجدان له
دغوغريبواوبېچاره افسرانو او سر با زانوڅخه داغوښتنه کېږې چې دوي دي دحاکميت په
دفاع کښې کلک ودرېږي ؟عملأ اوس په هيوادکې هغه حالت ته ورته شرايط حاکم دي کوم
چې داستادرباني اوشمالي ټلوالی په وخت کښي وه .هغه وخت هم افغان ولس له مجبوريت
نه ځکه دين اوناموس ئي له خطرسره مخامخ شوپه توهين اوتحقيرکې ئې شپې سباکولي طا
لبانوته چې هغوي هم له همدې ناولو پاکستاني چارواکوترحمايه لاندي وه هرکلی
ووايه ،اوس هم له دوي سره همدا ډول سپکاوی کېږي ځکه بيامجبورشول چي له دولت نه
مخ واړوي اودطالبانوحمايت وکړی .کنه دانصاف له مخې پدې ربړېدلی ولس کې نوره
شيمه نده پاته يوا زي یې ترپزه ساوزی ،ډير فرېشانه دی نه پوهېږي پرکو مه مخه
وکړی اوچاته پنايوسی . که چيري يو ولس له دولت نه راضی وي اودولت ددوي
دژونددښېرازی لپاره کاروکړي،څوک ليونۍ دی چې په دښتو،غرواورغوکې دبهرنيو ترړندو
راکټواوبم اوريولاندي ژوندوکړی ؟؟؟
پدې شپږکاله کې
بهرنيوځواکوونشوه کولاي ددوي په وينادتروريزم اوبنسټپالی جرړي وباسي ،همدا اوسه
په هيوادنی کچه ملي ټيکاو له لويوننگونوسره مخامخ دی ددي پرځاي چې سوله اوامن
راشی دهرې ورځې پر تير ېدوسره دعمومی نا امنی لمن غوړېږي .دخلکو داسوال
چې،بهرنی پوځی ځواکونه،مځکنی اوهواويي قواوي افغانستان ته دخپلوموخواو ګټولپاره
راغلي دي اوکه دهغوی دپوځي
فعالیت اساسي
موخه په افغانستان کې دسولي او ثبات راوستل دي؟ تر اوسه بې ځوابه پاته دی .
داسي معلومېږي
چې تراوسه لا بهرنيان په ځانگړې توگه آمريکا اوانگلستان د
پخوانیوجنگسالارو،محلي قومندانا نو اوتنظیمونودمشرانوسره دناڅرگندوموخولپاره ښې
اړيکي لري اودهغوي څخه په دولت اوتر دولت بيرون ملاتړکوي ، دانتقالي عدالت
طرحه دکاغذپر مخ پاته شوه. دولتي فساددهمدغو بهرنيانو ترملاتړلاندي کسانوپه
وجودکښي خپل وروستی مرحلې ته ورسيد. دملی اوخصوصی شتمنيولوټماری يومعمولي کارگر
ځېدلۍ دی،دکوکناروکرکيله اود مخدره موادوسوداگری اوترانسپورټ پخپل قوت سره روان
دی،پدې پنځه کاله دکروندگرولپاره دکوکناروبديل پيدانشو،
ولسمشر کرزی خپل مسوليت دنوروپرغاړه اچوی وایي : ((نړيواله ټولنه دې پخپل منځ
کې سره همغږې شي. د دوى په منځ کې هغه همغږي چې ضروري ده نشته . يو، يو څه وايي
او بل ، بل څه وايي)) . په داسې حالت کې چې ستونزه د افغانستان ده اود
افغانستان دولتي چارواکي پدې هکله ترهرچازيات مسوليت لري .
د وروستي راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ ٩٣ په سلو کې نشه يي توکي
توليدوي .
دافغانستان په
اړوندکورنيواوبهرنيوحوادثوته په کتوسره ډيرو افغانانووړانديزکاوه چې دافغانستان
دمسلې دسياسي حل دلارو چارودلټولوپه خاطردي دافغانستان د ښيو،کېڼواومنځ
مهالوډلو اوسازمان دافغانستان دگاونډيانو، داروپا یی هيوادواتحادیی
،آمريکا،انگلستان ،هند،روسیې ،چين ،جاپان ،کانادااستراليا ، عربي هيوادوداتحاد
،اسلامي کنفرانس اونورواړونده نړيوالوسازمانوپه گډون دملگرو ملتوترسرپرتی لاندي
نړيوال کنفرانس جوړشی ،پدې کنفرانس کې دسيمې دغه لانجه پسله هر اړخيزه څېړلو
وروسته حل اودپرېکړي پر پلې کېدوباندي دکنترول مسوليت دملگروملتو دامنيت شورا
اواسلامي کنفرانس داستازونه جوړي شوې کمېټې پرغاړه واچول شي .تراوسه لا
دغوښتنه په خپل قوت پر ځاي پاته ،هيله منديوډير ژرنړيواله ټولنه دداسي نړيوال
کنفرانس په ارزښت پوه اودهغه دجوړېدوجوگه شی .
په افغانستان
کې همدا اوس ددولت اومخالفينوترمنځ تاوتريخوالی زياتېږي ،که څه هم ددولت دمخا
لفينو لپاره دبهرنی پوځ سره مخامخ جگړه ستونزمنه ده ،داسي ښکاري چي دوي هم په
خپل جگړه ايزتاکتيک کښي تغير راوست ،اوس په چريکی اوځان وژنې پر حملوزياته تکيه
کوي .دغه حالت افغانان اونړيوال له زيات تشو يش سره مخامخ کړی دي . په همدې
خاطر دې ټکي ته په پاملرنې سره دافغانستان دجمهور رئيس ښاغلی کرزی
لخوامخالفوډلوته دخبرواترودپيل اودخبرودلاري دمسلې دحل لاروچارولټولو وړانديزپه
هکله نړيوال غبرگو نونه دپاملرنې وړدي .
ددولت مخالفينوته دافغانستان دجمهوررئيس دوړانديز په اړوندنړيوال غبرگون
:
۱
/ دافغانستان روانوحالاتواوپرابلمونوته په کتنې سره دملگرو ملتونوعمومي منشي
بان کي مون په يوه طرحه کي چي په نيويارک کي يې وړاندي کړه د افغانستان د
روانوحالاتو په اړه يي يو انتقادي د ريځ نيولی دی .د ه ددې غوښتنه کړې چي په
دغه هيوادکي هم دنشه يي موادو په وړاندي په مبارزه کي اوهم دمقاومت کونکو سره د
مبارزې له پاره ديوې نوي ستراتيژۍ څخه بايد کارواخستل سي . په هغه رپوټ کي چي
بان کي مون دافغا
نستان په هکله د
ملگرو ملتونو دامنيت شورا ته وړاندي کړی، د افغانستان دحکومت په اداري نظام
باندي يي نيوکي کړي اوويلي يي دي چي دحکومت د ضعف اوبې کفايتۍ له امله د بډ ي
اخستل په دغه هيوادکي ورځ تر بلي ډيرېږي او له بله پلوه په افغانستان کي د نشه
يي موادو کښت او سوداگري هم زياته وده کړې .د همدې امله د بان کي مون په عقيده
بايددافغانستان پر يونوي امنيتي پلان باندي کاروسي چي په هغه کي بايدهم په ملکي
او
هم په پوځي استراتيژۍ کي نوښتونه راسي او په دې نوي ستراتيژۍ کي بايد پخپله
افغانان ډ يره ونډه ولري. 27.09.2007
المان ږغ راديو
۲
/ دطالبانوسره
دسولي دخبرودپيل له وړانديزنه نږدې يوه مياشت وړاندي دبې بې سي دخبر له مخي
دراوان زکال داگست پر
۳۰ نيټه
په افغانستان کې آمريکايي جنرال رابرټ
ډبليوکان ويلي دي چې د طالبانو په وړاندې پوځي
خوزښت د
اواری لار نه ده . په افغانستان کې د امنيت د انتقال د گډې ادارې مشر جنرال
رابرټ ډبليو کان وويل تاوتريخوالى بايد د سياسي خبرو اترو له لارې حل شي .
آمريکايي جنرال
رابرټ ډبليو کان دبې بې سي دخبرنگارله د تمې خلاف ځواب ورکړ وويل : (( دا ډيره
سخته ده . کيداى شي ووايو چې هغوى ته ديوې مخامخ جگړې له لارې شکست ورکول کيدى
شي او د يوه کال لپاره ددوى موخې له منځه تللى شي .خو ددې سيمې پيچلي چاپيريال
ته په پام سره بل کال بيا راځي .ځکه خو زه په دې باور يم چې په اوږده مهال کې
پوځي عمليات دحل لار نه ده .په دې کې شک نشته چې پوځي عمليات دوروستی اواري
لپاره خپلې اغيزې لري خوپه رښتيا چې ډير ياغيتوب د سياسي خبرو له لارې اواريږي
.))
۳
/ دسپتمبرپر ۱۱
د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په يوخبري کنفرانس کې
په ډاگه وويل : هر هغه گام چې د افغانستان ددولت له خواپه هيوادکې دسولې
راگرځولو لپاره پورته کيږي دوى يې ترشا ولاړ دي . دا لومړى ځل دى چې ناټو په
افغانستان کې دوسله والو طالبانو په وړاندې د پخلاينې له دريځ سره چې افغان
دولت اعلان کړى دى په ښکاره ډول ملاتړ وښود . بې بې سي
۴
/ دسپتمبر پر
۱۲په
کابل کې د ناټووياند نيکولاس لنټ خبريالانو ته وويل چې د پخلاينې لپاره دهغو
هڅو بشپړ ملاتړ کوي چې د افغانستان ددولت له خوا ترسره کيږي .
نيکولاس لنټ وويل :چې پوځي عمليات نشې کولى اوږدمهالې هوساينه راولي ځکه خو دوى
په افغانستان کې د هغه څه ملاتړ کوي چې دپياوړي ملکي حکومت د رامنځته کولو لامل
گرځي .
د
ناټووياندنيکولاس لينټ وړاندي څرگنده کړه : ((د افغانستان ددولت د هغو هڅو
ملاتړ کوي چې له وسله والو مخالفينو سره يې د پخلاينې لپاره په لاره اچولي دي
.موږ غواړو چې دافغانستان ددولت د هڅو ملاتړ کونکي واوسو. . . زه د دې شيبې په
کارولو سره له ټولو ډلو څخه غواړم چې د راتلونکي د خير لپاره ليوالتيا وښيي .
افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې ښه ملکي حکومت
رامنځته شي .))
۵
/ د۲۰۰۷
کال دسپتمبرپر
۲۵
د برتانيې د دفاع وزير ډيس براون ويلي چې : (( د سولې په پروسه کې بايد طالبان
ورگډ کړل شي،او د افغانستان لپاره د سولې وړانديز بايد پر 'اسلامي حل' ولاړ وي
. هغه زياته کړه چې د سولې په پروسه کې ځکه بايد طالبان ښکېل شي چې دوى شړل
کېدلى نه شي، لکه په فلسطين کې چې حماس اسلامپاله ډله له ډگره ونه وتله . )(
BBC
.
مگرتراوسه نه
دبرتانیې چارواکواونه هم نوروسياسی څېړونکوداجوته کړېده چې ددوي موخه د((اسلامی
حل))نه څه دی
دملگروملتونوسازمان د دولت او دمخا لفينو تر منځ دخبرودپيل سره دمرستي لپاره
دملاتړپه څرگندولوسره دمنځگړ توب وعده وکړه . دروغې جوړې د خبرو دراپورته
کېدوسره سم په دغه هېواد کې له خلکوسره داسې هېلې را پيداشوې چې کېداى شي په
دې هڅې سره افغانستان د سولې اوامنيت خا وند شي.
تردغوخبرواود
افغان ولسمشر حامد کرزي تروړانديزونووروسته طالبانودلومړي ځل لپاره دافغانستان
دحکومت سره دسولې په خبروکې دگډون لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ .
۶
/ دسپتمبرپر لسمه بې بې سي راډيودطالبانودوياند له خولې اعلان وکړ چې ،طالبانو
منلې ده چې له افغان حکومت سره د جوړې روغې په موخه خبرو اترو ته کېني . په خبر
کې راغلي وه ،طالبانو وروسته له هغه دغه هوکړه وکړه چې افغان ولسمشر حامد کرزي
تېره ورځ يو ځل بيا دوى ته د خبرو اترو وړانديز وکړ. په وروستيو کې د نړيوالې
ټولنې ځينو استازو هم په افغانستان کې د روانو ناامنيو د پاى ته رسولو په موخه
له طالبانو سره د کېنستلو وړانديزونه کړي وو.د طالبانو يو وياند قاري يوسف
احمدي بي بي سي ته وويل که کابل ورڅخه مخا مخ غوښتنه وکړي دوى حاضر دي چې له
حکومت سره خبرو ته کښېني .
دۀ
وويل : ((موږ هېڅکله هم دخبرو اترولاره نه ده ردکړې،خوستونزه تل دحکومت لخواوي
چې خپل واک نه لري. که دوى مخامخ له موږه وغواړي چې ورسره خبرې وکړو،موږ تل
داسلامي اصولو په چوکاټ کې خپلو شرايطو ته په پام کې چمتو يو،دم گړۍ
دطالبانودخبرواترو يوازنى شرط دا ښوولى چې حکومت دې د دوى د مرکچيانو امنيت
ونيسي .)) د حامد کرزي وياندهمايون حميدزاده وويل چې دوى لومړى د هغۀ کس په اړه
پلټنه کوي چې وايي دطالبانو وياند دى،که هغه سړى رښتيا هم دطالبانو په
استازيتوب خبرې کوي بيا حکومت پرخپل ځواب غورکوي .
۷
/ دروان
زکال دسپتمبر پر ۱۸
دولسمشر وياند همايون حميد زاده خبر ورکړچې حکومت حاضر دی د طالبانو داغوښتنه
ومني چې له حکومت سره دخبرو اترولپاره دهغوى دپلاوي دامنيت ژمنتياوکړ ي .
خوحکومت دخبرو لپاره دطالبانوبل هيڅ مخکې شرط نه مني .دولسمشروياندوايي حکومت
به يوازي له افغاني طالبانو سره خبرې اترې کوي چې ،دده په وينا ((د افغان حکومت
لخوا چې تل د سولې کوم غږ پورته شوى، موخه يې هغه طالبان دي چې د همدې هيواد
بچيان دي. دوى د همدې خاورې دي اود افغانستان د ازادۍ لپاره يې هڅۍ کړي دي. دغه
خبرې اترې د همدوي لپاره دي چې ښايي د مختلفو دلاېلو له کبله له حکومت څخه خپه
وي. خو له هغو سره چې د پرديو په لمسون يې دهيواد د بربادۍ لپاره مټي رانغاړلي
دي، ترټولو غوره ځواب يريکون دى .)) بي بې سي
پداسي شرايطوکې
چې له يوې خواوايي بايد له مخالفينوسره دسولي دخبرو اتروملاتړکووله بلې
خوادهغوو ژنې ته خلک هڅوي . پدې ډول څنگه کېداي شي دافغانستان حکومت
دمرکچيانودامنيت ضمانت وکړی ؟
دلته دسړې څخه ورکه شي چې دولتي چارواکي ولي دومره گونگي اوگډي وډي خبري ک |