٢٨-اسد ..... دافغان دښمنه وسله والو ډلو داصلې څيرو دبربنډولو په خاطر دتبليغاتی کمپاين دپر مخ بيولوا ړتيا......
که دهغو وسله والو ډلو کړووړو ته چې د ((جهاد اومقاومت )) دوياړونو نارې سورې وهي ځير شو وينو چې هغه دافغانستان دميشته وروڼو قومونو تر منځ بې اتفاقيو اودښمنيو ته لمن وهل دي٠ ددوی ددې افغانی اواسلامی ضددريځ له کبله دقوم اوژبې په نامه دخلکو په پت اوعزت تيری،دهغوی دملکيتونو غضبول،خپل منځي جګړې اوزيات شمير هيوادوال کډوالۍ ته اړايستل دهغوی دکړووړو هغه نمونې دي چې اصلي هويت يې څرګندوي٠ دوی هڅه کوي چې دافغاني ټولنې ناوړه وضعيت ښه اوډاډ من انځور او دهغو هلو ځلوخنډ او مخنيوی وکړي چې عيني واقعيتونه منعکسوي نولدې کبله غواړي چې درښتينو روڼ اندو ليکوالو اودعلم اوپوهې دعلمبردارانو دفعاليت خنډ شي اوهغوی دې ته اړکړي چې دکړيدلی افغان اولس دزړه خبرې اودافغاني ټولنې ترخه واقعيتونه بيان نکړي٠
چې څرګند مثال يې ددې ډلو هغه چلند دي چې پدې وروستيو کې يې د(( هوسۍ ))دمجلې چلوونکي ښاغلي صالح محمد صالح سره کړي دي چې دهغوی رښتينې څيره چې دانسانيت،افغانيت اوفرهنګ سره د دښمنۍ سربيره يې خپل اسلامی ضد هويت هم څرګند کړ ښئي ،ځکه چې داسلام سپيڅلی دين ټول مسلمانان وروڼه ګڼي اودقوم اوژبې په نامه توپيراوتبعيض نه پيژني٠
له بده مرغه هغه څه چې دښاغلي صالح سره په کابل کې چيرې چې دايساف ځواکونه موجود دي ترسره کيږي داښئي چې دااوپه افغانستان کې دترهګری ضد تلوالې ځواکونه اوافغاني چارواکي ددې جوګه ندي چې په هيواد کې څه،چې په پايتخت کې هم نظم اوقانون ټينګ کړي ،اواوس موږ ته يوازې داراپاتې ده چې ددې افغان دښمنه وسله والو ډلو درښتينې څيرې دبربنډولو اودافغاني ټولنې واقعيتونو دبيانولو په خاطر هدفمند تبليغاتي کمپاين پيل کړو ترڅو نړيوال زموږ دهيواد دترخو واقعيتونوڅخه رښتينی انځور پيداکړي ،پخپلو دولتونو اونړيواله ټولنه فشار راوړي تر څوافغانان ددې بې فرهنګه ډلو له شر څخه وژغوري اوهغوی ته لکه دنورو نړيوالو په څير د انساني ژوند اوفعاليت زمينه برابره کړي ٠
د جون دمياشتې ٢٩ نيټه