٢٨- اسد
لحظاتی با خوانندګان
خوانندۀ ګرانقدر !
يک سال قبل وقتی ګردانندګان صفحۀانترنيتی ٢٨ – اسد درفکر ايجاد صفحه ايکه واقعيتګرائی وشفافيت محور مرکزی فعاليت آنرا تشکيل ،منظرۀ درستی ازقضايای دراماتيک سه دهۀ اخيررامنعکس وطرق برون رفت از حالت رقتبار کنونی را ازديدګاهاوزوايای مختلف به خوانندګان پيشکش نمايد شدند با عدۀ از هموطنان مقيم در کشور هالند نشستی داشتندتا همکاری طيف وسيعی از روشنفکران وقلم بدستان رادر زمينه جلب نمايند آنها با تائيد اين نظر اظهار آمادګی ومساعدت همه جانبه نمودند. اما وقتی صفحه به نشرات آغاز نمود آن دوستان همه حرف ها وتعهدات خودرا فراموش نمودند وحتی مشوره ونقاط نظر خويش را پيرامون چګونګی نشرات آن که ګردانندګان آن تجربۀ لازم ژورنالستيکی نداشتند ابراز
نکردند وګردانندګان ناګذير با داشتن حداقل امکانات عملی ومالی بکار ادامه دادند که شما شاهد بسا نواقص از جمله سطح نهايت پائين تخنيکی آن که ناشی از ضعف بنيۀ مالی ميباشد هستيد٠
طی اين مدت زمان شما خوانندګان ګرامی مشاهده مينمائيد که همکاران قلمی نيز محدود باقی مانده که اين وضعيت باعث آن ميشود تا محتويات منتشره متنوع ،کثيرالجوانب وغنی نباشد ما با شناخت ايکه با عدۀ از ژورنالستان وقلم بدستان ايکه زمانی نه چندان دور مقالات شان دررسانه های ګروهی
کشوربازتاب ګسترده داشت درتماس شديم تادر شرايط کنونی حرف ها ،نظريات وعقايد خويش را از طريق اين صفحه با مردم خويش درميان بګذارند امااين همه تلاش ها نتايج دلخواهی ببار نياورد وحتی برخی ازفعالان سياسی ازپاسخ به مصاحبات مادر مورد مسايل حاد وحياتی وطن ما اباورزيدند٠
ما اين عدم علاقمندی آنهارا دراين می بينيم که متاسفانه ما وساير روشنفکران ما آنقدر ګرويدۀسياست های ګروهی شده ايم که فقط با آنهايی ميتوانيم مشترکأ کارنماييم که با ايشان پيوند سازمانی داشته باشيم ويا درهمه قضايا نظر واحد ومشترک داشته باشيم آنچه که نا ممکن وغير عملی بنظر ميرسد٠
برخی ها تصور مينمايندکه ګويا صفحه بنفع اين يا آن جريان سياسی فعاليت مينمايند ويا مقالات اين يا آن شخص رابيشتر بنشر ميسپارد ، اګر ما مطالب اين يا آن شخصيت يا سازمان را نشر ننماييم اين بدان معنی است که صفحه به نشر اخبار ،اشعار وداستان ها ي کلاسيک مبادرت ورزد وصفحه از نشر مطالب تحليلی قضايای ديروز وامروز جامعۀ افغانی خوداری نمايد آنچه که برای ما در الويت قرارداردوآنرا ضرورت زمان وحال واحوال کنونی کشور ما تلقی مينمائيم ٠
اګر ما از نشر مطالب کسانيکه تصور مينمايند صفحۀ ٢٨ – اسدبنفع اين يا آن جريان سياسی فعاليت دارد خوداری نموده باشيم درآنصورت حق با اين عده از هموطنان است تا به عدم بيطرفی ګردانندګان سايت ٢٨ – اسدشک وترديد داشته باشند دراين مدت فقط يکبار از نشر مطلب ارسالی معذرت خواسته شده که آنهم بنابر پربلم تخنيکی بوده است ..شما دوستان وهموطنان عزيز به اصطلاح اګر (( عقايد وانديشه های راست داريد يا چپ )) بما بنويسيد اګر ما آنرا بنشر نسپرديم درآنصورت حق با شمااست تا درمورد داوری نمائيدوګردانندګان صفحه را به جانبداری اين يا آن نيرو متهم سازيد بشرطيکه درنوشته های شماعفت قلم درنظر ګرفته شده باشدوعاری از دامن زدن به تفرقه ،واردنمودن اتهامات بيمورد به آدرس شخصيت های حقوقی وسياسی واقوام با هم برادرافغانستان باشد٠
بعضأ ميخواهند تا ګردانندګان صفحه چون ساير صفحات انترنيتی خودرا معرفی نمايند درمورد بايد عرض نمود که دراين مقطع زمانی که صفحه در حال شکل ګرفتن است و با کمبودی های جدی مواجه است وکارهای زيادی بايد دراين راستا انجام شود تا صفحه جايګاه خودرا که عاری از خلاهای تخنيکی ونشراتی باشد احراز نمايد درآنصورت به اين خواست پاسخ مثبت خواهيم داد ودر حال حاضر آنرا قبل از وقت وغير موجه ميدانيم٠
درنو دوستانو اوددې پاڼې مينه والو !
موږخپلې خبرې په روښانه اوشفافه توګه ستاسو سره کوم چې ګډسرنوشت لرو شريکې کړې موږ هغه څه تاسو ته عرض کړل چې تاسو دبريښنا ليکونو،تلفونونواودميلمنټوک له لارې ز موږپه آدرس راليږلی وې
اويا مو اوريدلې وې دا مولدې کبله وکړل چې موږ په خپلو خپرونو کې هڅه کړې اوکوو چې رښتينې واوسو اويود بل نه څه شی پټ نکړواو مخامخ خپله خبره ،نيوکه او وړانديزپه دوستانه ډول يوبل ته وړاندې کړو اودافرهنګ چې زموږ په ټولنه کې خورا کمزوری دی پياوړی کړو
ددې پاڼې سمبالوونکی ستاسو قدرمنو وطنوالو نه هيله کوی چې دخپلو نظريو ، عقيدو، مشورو .وړانديزونو او انتقادونو پواسطه ددې پاڼې په دوهم نشراتی کال کې مرسته وکړی تر څو داپاڼه وکولای شی دلوستونکو په زړونو کې ځای پيداکړی اوپدې توګه داوس اوقدرت پيداکړو تر څو دخپل کړيدلی اولس ږغ ، دافغانی ټولنې واقعيتونه بيله دې چې ددې يا هغه ډلې تر اغيز لاندې واوسو نړيوالو اوخپلو خلکو ته ورسوو. اوس چې زموږ ټولنه ددموکراسۍ په لور ګامونه اخلی اونور دزوراودوسلو دکارولووخت تيرشويدی اويوازينۍ لاره سياسی مبارزه ده پداسې شرايطوکې.بې پرې اورښتينی تبليغات ټاکونکی رول لوبوی نوراځۍ چې پدې سپيڅلې اووطنې چاروکې يوبل ته لاس ورکړو اويو پراخ تبليغاتی کمپاين چې مرکزی ټکی پکې دافغانی ناورين دعلتونو هراړخيزه څيړنه ،دخاموشه اوځوريدلی اولس دهيلو ،اميدونو،دردونواوانديښنو بيانول او دملی يووالی ټينګښت دی پيل کړو.
دافغانستان اوسنی حالات او ددې پاڼې دفعاليت يو کلن بهير وښودله چې دهيواد روښانفکران اوسياسی کړی ديوه داسې معنوی بحران او بې اعتمادی سره لاس اوګريوان دی چې يو بل ته دشک اوترديد په سترګه ګوری اودګډکارروحيه ډيره کمزورې ده ، داسې يو حالت پر موږ واکمن دی هغوی چې زموږ دډلې نه دی دهغوی سره ګډ کارته زړه نه خوښووکه څه هم دمقابل لوری په رښتينولی هيڅ شک نلرو، هيله لرو چې موږ به ددې واکمن حالت په له منځه وړسره يو بل ته ددوستۍ او همکارۍ لاسونه ورکړو اوتاسی دوستان به زموږ سره ددې پاڼې دچارو په سرته رسولو کې مرسته وکړۍ تر څو ستاسو په مټ دا پاڼه دهيواد دپرونيواوننيو پيښو څخه رښتينی انځور لوستونکې ته ورکړی دا کار هغه وخت ممکن اوشونی دی چې سره نږدې شونور نو واکمن سکوت مات کړو او دقلم ،کاغذ اورښتينو تبليغاتو جبهه پياوړې کړوچې ددې کار ارزښت دجمهوری رياست دټاکنو وروسته اوپارلمانې ټاکنو دبهيرپه چمتووالی کې خورا ضروربريښی٠
په پای کې ددې پاڼې چلوونکی دهغو دوستانو څخه د درناوی په وړاندې کولوسره مننه کوی کوم چې د دې پاڼې دلومړی کاليزې په مناسبت يې دمبارکی پيغامونه راليږلی اودوی زموږ دنيمګړو چاروډيره زياته ستاينه کړيده او نه پوهيږوچې په کومه ژبه او کومو الفاظوسره ددې دوستانو څخه مننه وکړو ددې درنو وطنوالو دا پيغامونه دا قوت را کوی چې لانور هم خپلو چارو ته پام راوګرزوو تر څو خپلومينه والو ته هغه څه وړاندې کړو کوم چې دهغوی تنده پرې ماتيږی اوهغه موږ په شفافيت،رښتينولۍ او بې طرفۍ کې وينو دخپل ځوريدلې افغان وطنوال ږغ اوهيله به که په شمال کی اوسيږی که په جنوب کې ،جومات ته ځې که تکيه خانې ، درمسال يا مندرته خپروودا پاڼه به دقدرتمندانو،واکمنو کړيواوپرديودغوښتنواوهدفونوتبليغاتی ستيژ نه ،بلکې دافغان ځپل شوی اولس اوهغوی چې دخپلواک اوپر مختللی افغانستان په خاطر فکر ،کاراوزيار باسی دهيلو،غوښتنواوآرزوګانوخپروونکې وی داپاڼه به دهيواد خپلواکۍ دلارې اتلان ،ملی مبارزين ،دعلم اوپوهې مشعلداران دروپيژنی هغه څه دی چې موږ دهغې په خاطر داپاڼه پرانيستې ده. ستاسې ګرانو مينه والو پر مټ اودلوی خدای په مرسته به ددې پاڼې په دوهم نشراتی کال کې له هيڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړو٠
نيکمرغی اوبري مو غواړو
٢٠٠٤ کال – داکتوبر نهمه نيټه
د٢٨ – اسد دويب پاڼې چلوونکی