|
د سوکالۍ له پاره نړيواله جگړه
دوهمه برخه
ليکوال: گابور
شتاېنگارت Gabor Steingart
ژباړونکي: شريف
بهاند
اخځاي:
Der
Spiegel, Nr.: 37/11. 9. 2006, S. 44-75
ملتونه په خپل
منځ کې د هر ډول شونو شيانو راکړه ورکړه ترسره کوي، د ساري په توگه له کيلې او
تلويزيون څخه نيولي بيا تر بنزينو او فولادو پورې. پيسې دي، چې دا خوا او اخوا
سره حواله کيږي. خو د کارگرانو راکړه ورکړه هيڅکله ترسره نه شوه. که څه هم
لويديځ المان څو موده ترکيي ميلمه کارگران هيواد ته راوبلل، خو له يوې مودې
وروسته دوي هم تر هماغه مقرراتو لاندې کار کاوه، لکه کوربه کارگرانو.
په دې برخه کې د اروپا او امريکا تر منځ کوم ستر توپير نه تر سترگو کيده.
د شمالي اتلانتيک د دې او هغې غاړې کار ورکونکي
(کارفرما) سيالان وو، نه دښمنان. پانگه وال معاش ورکوي، نه صدقه،
ماشومان، ماشومان وو، نه روزمزد کارگران. بورژوازي ټولنې هڅه کوله، د متصديانو
او کارگرانو تر منځه د يووالي (متحدانه) اړيکې رامنځته کړي. ځکه د اتلانتيک
دواړه خواووې له څو لسيزو زبيښاک او پاړکيزې جگړې وروسته په روښانه توگه يو له
بل سره نږدې شوې.
لويديځې پانگې ځان د بيوزلۍ له کهکشان څخه ډير لري ساته. پانگه وال له هغه ځاي
څخه اخيستل کول، خو مينه يې نه درلوده، هلته ځاي په ځاي شي. له همدې امله يې د
کار ځاي او بوختيا د رامنځته کولو له پاره دومره کږون (تمايل) نه ښود، چې له
لويديځ څخه کډه شي. په دې ترڅ کې د لويديځ او پاتې نړۍ ترمنځه دغه ژور درز تر
يوې اندازې پورې ډک شوي دئ. خو اوس پانگه والو په ماجراجويانه توگه دې سيمو ته
مخه وکړه. دوي له نوې ترلاسه شوې ازادۍ څخه په گټه اخيستنې سره، له دغو
هيوادونو څخه گټه ترلاسه کوي. دوي په خلاصو پښو د نړۍ نقشه په لاس کې، هلته ځي
او څيړني کوي، چې خپله پانگه د نړۍ په کومه برخه کې په کار واچوي.
پانگه وال د نړۍ ډيرو لرو سيمو ته ځي او هغه څيړي. ځکه دي دا په پام کې لري، چې
هلته پانگه اچونه وکړي. په
۱۹۸۰
کال کې د يوه ملت مستقيمه پانگه، چې د خپل هيواد له پولو څخه يې بهر په کار
اچولې ده، پنځه سوه ميليارده ډالره وه. خو په دې ترڅ کې د مستقيمې پانگې اچونې
کلنې ونډه لس بيليونو ډالرو ته رسيږي،
چې دغه ونډه په پنځه ويشتو کلونو کې دوه زره په سلو کې زياتوالي ښيي.
مدرن پانگه وال له امتياز سره د الوتو په حال کې دئ. هر چيرته د نوموړي کور او
هم هر چيرته پردي دئ. هر څوک چې پانگه وال په نامه دې
ملت پال ياد کړي، ښايي ډيره ستره تيروتنه وکړي.
له پانگه وال سره کارځايونه هم په خوځښت کې دي. کارځايونه له لويديځ څخه کډه
کوي او په بل هيواد کې رامنځته کيږي. يا د هند د نرم او راز
Software
په
فابريکه کې، يا د هنگري د لوبو د سامان په يوې فابريکې کې توليد کوي او يا هم
په چين کې د موترو د ماشين پروزې توليدوي.
يوه ناارامونکې فضأ رامنځته شوې، چې چا د هغې اټگل نه کاوه. د کار يو نړيوال
بازار رامنځته شوي، چې هره ورځ د ميلياردونو انسانانو ژوند او کار ته په محسوسه
توگه بدلون ورکړي.
هغه انسانان، چې
يو او بل نه پيژني او د دوي ځيني ان د بل هيواد له شتوالي هم بې خبره دي، يو نا
څرگند [نامرئي] لارښود نظام دوي يو له بل سره نښلوي دي. اسيا، امريکا او د
اروپا دواړه برخې سره نږدي کيږي او يو نړيوال بازار، د هر هغه شيانو له پاره،
چې د راکړې ورکړې وړ دي، رامنځته کوي. مالي کارپوهان، پانگه او له هغه وروسته
سوداگر خپل کالي (متاع) اقتصادي بهير (دوران) ته وړاندې کوي. د کار په بازار کې
د لومړي ځل له پاره په ميلياردونو معمولي کارگران يو د بل په وړاندې دريږي.
همدا موضوع ده،
چې د اوسمهال د نړيوال کيدو او د پخوانيو ملتونو، چې په سوداگرۍ اخته وو،
ښکيلاکگرو امپراتوريو او د نولسمې پيړۍ له نيمايي وروسته د صنعتي پانگه والۍ تر
منځه توپير رامنځته کړي دئ. د لومړي ځل له پاره په تاريخ کې يو واحد اقتصادي
نظام رامنځته شوي دئ، چې له استثنأ پرته د توليد ټول فکتورونه په کې شامل دي.
اوسمهال د پانگې، اومه موادو او د انساني کار راکړه ورکړه په هماغه ډول ترسره
کيږي، لکه څنگه چې پخوا د سپينو زرو او وريښمو راکړه ورکړه ترسره کيده.
د کار د نړيوال
بازار رامنځته کيدل يوه تاريخي پيښه ده. د تيرې پيړۍ په اومه لسيزې کې د هانگ
کانگ، ماليزيا، سينگاپور، چاپان او تايوان
۹۰
ميليونه کارگران دغه اقتصادي نظام سره يو ځاي شول، چې تر دغه وخته پورې څه نا
څه د لويديځې اروپا، کانادا او امريکايي کارگرانو په هغه کې برخه درلوده.
د زمريانو
دولتونو [دسويل ختيځې اسيا هيوادنه] ته په سترې حيرانتيا سره، جاپانيانو ته په
خوښې او احترام سره ښه راغلي وويل شو. خو د کار نړيوال بازار ته دغه نوي
رارسيدلي مخکښان وو.
څو موده وروسته
[د کار په نړيوال بازار کې] چينايانو د شموليت اجازه وغوښته. د شوروي اتحاد له
دړې وړې کيدو وروسته د ختيځې اروپا کارگران او هنديان دغه بازار ته راغلل. له
تاريخي پلوه د سترگو له رپ څخه په لږ شيبه کې څه نا څه يو نيم ميليارده اضافي
کارگران د کار بازار ته راغلل.
څه د حيرانتيا
وړ، کار ځواک ځاي په ځاي کول. د لويديځ
۳۵۰
ميليونه روزل شوي خو گران (قيمتي) کادرونه، چې تر اوسه يې د نړۍ د توليداتو
زياته برخه تأمينوله، په يوه شيبه کې په لږکيو تبديل شول.
که څه هم
دغه بدلون [د کار د عرضې زياتيدل] ډير د پام وړ دئ، خو د ستونزې پاي نه بلل
کيږي. هغو هيوادونو، چې د کار پر بازار يې يرغل کړي، په هغو کې د وگړو وډه ډيره
لوړه ده. دوي تل د کار نوي ځواک بازار ته وړاندې کوي، دوي غواړي کار وکړي، دا
چې څومره عايد ترلاسه کوي، دومره مهمه نه ده.
سره د هغه چې په
تيرو لسو کلونو کې د کار نړيوال بازار ته کوم نوي هيواد هم نه دي وړاندې شوي،
خو سره د هغه هم د دغه بازار د کارکونکو په شمېر کې څلورسوه ميليونه زياتوالي
راغلي. د ملگرو ملتونو د کار د نړيوال سازمان يو تن مسؤل وايي، چې دوه سوه زره
نور کارگران د انتظار په حال کې دي. دوي غواړي کار وکړي، خو نه شي کولي ارزان
بيه دنده ترلاسه کړي. دا په دې مانا، دوي وزگاره او د انتظار په حال کې دي.
د دوي له ډلې
څخه ډيرو يې هيڅکله يو ثابت کار نه درلود. دوي لومپ پرولتاريا دي، يا د کارگر
مرستنديان يا هم روزمزد او يا هم د سترو ښارونو په شأ و خوا کې د بيوزلو سيمو
اوسيدونکي، چې د يوه ښه لامَل پر بنسټ نه غواړي، دغې وضعې ته دوام ورکړي. نوځکه
دوي فابريکو، گدامونو او د ودانۍ جوړولو کارځايونو ته مخه کوي. شمېرنې ښيي، چې
په نړيواله کچه د کارځواک پتنسيال [د تيرې پيړۍ] د نهمې لسيزې له پيل څخه
وروسته هره ورځ د دوه سوه زرو کسانو په شأ او خوا کې دئ، چې د کار نړيوال
بازار ته وړاندې کيږي.
دوي ټول هغو
ځايونو ته مخه کوي، چې گمان کوي، هلته وده او سوکالې موندل کيږي، چيرته چې د
راتلونکې له پاره يو څه ترلاسه کړي، ښايي هغه له اوس څخه ښه وي.
مخکې له دې په
تاريخ کې هيڅکله د کار ځواک دا ډول پراختيا او وړاندې کول (عرضه) نه و ليدل
شوي. د کار يو حقيقي انفلاسيون رامنځته شوي. ځکه چې غوښتنه (تقاضا) دغه مخ په
زياتيدونکي کارځواک ته نشته.
لويديځ متصديان
نه شي کولي باور وکړي، چې دوي ته څومره نيکمرغې ور په برخه شوې. حکومتونه د دوي
ښه راغلي ته سرې غالې غوړوي. د دوي پخواني سيالان، د کارگر طبقه، هم غواړي په
مؤدبانه توگه دوي ته خدمت تر سره کړي. پانگه وال هيڅکله د ارزانه او فرمان
وړنکي کارځواک په ټاکنه کې دا ډول هر اړخيزه شونتيا نه وه ترلاسه کړې.
په بانکونو کې د
ټولې نړۍ د اسهامو د تبادلې غوړيدل د يوې پردې [د تلويزيون] له لارې ښودل کيږي.
د څو دقيقو، او کله نا کله د څو ثانيو په ترڅ کې د امريکايي او اروپايي اسهامو
بيه سره مساوي کيږي. که د کار د لټون په دفترونو کې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو
د کار مزد د ښْودولو وسيله ځاي په ځاي شوې واي، ډير به حيران شوي واي، چې دوي
څه د پردې پر مخ ليدل.
د کار په نړيوال
بازار کې د همدې نږدي کيدو بهير يوازې په ځنډ سره ليدل کيږي. د ميلياردونو
اضافي کارځواک د وړاندې کولو له امله يو څه خوځښت رامنځته شوي، چې هغه به ډير
ژر او په شدت سره د لويديځو ټولنو بنسټيز جوړښتونو ته بدلون ورکړي. تنخوا او
هغه سره جوخت د ساده کارگرانو د ژوند کچه يو او بل ته نږدي کيږي.
ترټولو دمخه پانگه ده، چې هڅه کوي، هغه پخوانې چپي
[سوسياليستې] غوښتنه، برابر مزد د برابر او د عين ډول کار په وړاندې په نړيواله
کچه د عمل په ډگر کې پلې کړې.
زموږ اوسنې ستره
تيروتنه به په دې نغښتې وي، که باور وکړو، چې د چين په ميليونونو کډوال کارگران
او په ولفسبورگ Wolfsburg
او ديت روېت Detroit
کې قراردادي کارگران يو د بل له پاره څه نه رامنځته کوي. دا داسي بريښي، خو دا
ډول نه ده.
چينايي کارگران
[د المان] د موترجوړولو ښار ولفسبورگ نه پيژني، الماني کارگران بيا د کډوال
کارگر له اصطلاح سره پيژندگلوي نه لري. خو سره د هغه هم د دوي برخليک په نه
بليدونکي توگه يو له بل سره تړلي دئ.
کډوال کارگر، چې
اکثراً قفس ته ورته خونو کې ژوند کوي او پرته له حقوقي تضمين څخه د چين د موتر
جوړولو د فابريکې د پروزو د ليزدولو په څانگه کې کار تر سره کوي، د همدې
فابريکې له يوه غير فني قراردادي کارگر سره سيالي کوي. د دواړو کارگرانو د مزد
توپير ډير لږ دئ، ځکه د کډوال کارگر تر ټولو بيړنۍ هيله د چينايي قراردادي
کارگر د کارځاي ترلاسه کول دي.
سيمه ييز
شرکتونه په پرله پسي توگه هڅه کوي، چې د دوي دغه سيالې دوام ومومي. که دوي
وغواړي او که نه! د دواړو تر منځ د مزد پرسر سخته سيالې روانه ده.
طبعاً مرستندوي
کارگر هڅه کوي، چې له دا ډول مزد څخه ځان وژغوري. دي غواړي لږ تر لږه د چين د
موتر جوړولو په فابريکه کې د متخصص کارگر په توگه دنده ترلاسه کړي. نوموړي چمتو
دئ، د دې کار له پاره اضافه کاري، د تخصص لوړول او داسي نور کارونه تر سره کړي.
که څه هم د کار ورکونکي (کارفرما) له پاره کډوال
کارگر له ذاته يو متخصص او يو سرسخته سيال دئ. دي بايد د ډير لږ مزد په منلو
ورسپارل شوې دنده تر سره او په کومې کارگرې ټولنې کې غړيتوب و نه لري، څو ټولنه
نوموړي د کار د[ پورتنيو] شرايطو نه منلو ته و نه هڅوي.
که نوموړي وکړي
شي، دغه دنده او په هغې کې څو کلنه تجربه ترلاسه کړي، نو دي بيا د لويديځ د
موتر جوړولو د کارگر سيال بلل کيږي. که څه هم دغه دواړه يو له بل سره نه پيژني،
خو دوي په قطعي توگه يو په بل پورې تړلي دي. د
شرکتونو د مشرتابه په کمپيوترونو کې د يو او بل د سيال په توگه د دوي مزد او
وړتيا (قابليت) ثبت دي. دوي په احصائيوي شمېرونو کې يو له بل سره انډول
او د هرې پانگې اچونې په اړه، چې تصميم نيول کيږي، دوي يو د بل په وړاندې
راڅرگنديږي. چا سره بايد دا محاسبه نه وي، چې دومره ژر به په لري ختيځ او ختيځې
اروپا کې عايد لوړ شي.
د مونشن د
احصائيه د ادارې د محاسبې له مخې، که په لويديځه اروپا کې مزد په خپل اوسني
حالت پاتي هم شي، څه به ترلاسه نشي. ځکه که د لري ختيځ په هيوادونو کې مزد د
اوسمهال په شانې لوړ هم شي، کيداي شي سره د هغه هم په راتلونکو ديرشو کلونو کې
د دغو هيوادونو د مزد کچه، د لويديځې اروپا د اوسني مزد نيمايي ته ورسيږي.
اوسمهال وضعه بل
ډول نه، بلکې همداسي ده: څوک چې په امريکا او اروپا کې د خپل مزد لوړول د تعرفې
يا د يوه ځانگړي تړون له مخې غواړي او کوم بل دليل نه راوړي، هغه په خپل دغه
کار سره د ژوند شرايط لا نور قيمت، لويديځ دود، د کار او پانگې تر منځ تعادل،
له منځه وړي. خو په راتلونکې کې چانس نه لري، چې خپله دغه موخه د عمل په ډگر کې
پلې کړې.
د لاسته راوړل
شوو تجربو له مخې د کارگرانو د حقوقو د ترلاسه کولو له پاره د کارگري ټولنو
مقاومت دومره بريالي نه بريښي. څوک چې هڅه کوي، دغه پروسه له خنډ سره مخامخ
کړي، هغه لا نوره گړندې کوي. له يوېخوا د المان، فرانسې او امريکا د حل لاره
ده، نه زيات او نه لږ مزد. په داسي حال کې چې د صنايعو په ساده برخو کې د
ميليونونو انسانانو له پاره الترناتيف يا ټيټ مزد دئ او يا هم هيڅ نه.
چا چې باور
کاوه، چې د لري ختيځ او ختيځې اروپا سترې توليدي دستگاوې به ډير ژر په نړيوال
اقتصاد کې ژب (ادغام) شي، ډيره ستره تيروتنه يې کړې ده. په نړيوال اقتصاد کې د
اسيا د ميليونونو انسانانو يو کېدل او ژب (ادغام)، له دغه بازار څخه د لويديځ د
ميليونونو انسانانو د وتلو په مانا ده. له دغه بازار
څخه د هغو ټولنو د کارکونکو وتل او د نورو ټولنو د کارکونکو ورتلل، د يو او بل
تکميلونکي نه دي، بلکې يو د بل ځاي نيسي.
د کار نړيوال
بازار وروسته له څو ليسزو په دې بريالي شو، چې د ټولو له پاره په پوره اندازه
بوختيا رامنځته کړي. خو دا يو خيال دئ. هغه خيال، چې د خوب په ليدو ارزي. خو دا
به احمقانه وي، که هغه د اوسني واقعيت ځاي ونيسي.
څوک چې په ځير
سره وگوري، کولي شي په دقيقه توگه وويني، چې له لويديځو هيوادونو څخه بوختيا
خداي په امانې کوي. ځکه هغه شغل چې په لويديځ کې له منځه تللي، د وارداتي کاليو
په توگه بيرته هيواد ته راستون شوي دئ. دغه وارداتي
کالي بل شي نه دي، پرته له هماغه کډه شوي شغل څخه، چې په بل ځاي کې توليديږي.
موږ نه شو کولي له دې ځاي څخه، د اسيا او يا ختيځې اروپا د کارگرانو د اوږو له
پاسه د دوي د کار ننداره وکړو، خو د دوي د کار پايله په خپلو سترگو وينو.
کوم کالي، چې
دوي توليد کړي دي، د الوتکو، بيړيو او لاريو په مرسته موږ ته راليږي او د گمرک
مامورين هغه په دقيقه توگه د محاسبې په کتابونو کې رسوي. يوازې د
۱۹۹۷
ــ ۲۰۰۳
کلونو تر منځ د المان واردات، له هغو هيوادونو څخه چې د مزد کچه په کې ټيټه ده،
دوه برابره شوې ده. په دغو شپږو کلونو کې د وارداتو کچه له هنگري څخه په کال کې
په منځنې توگه ۱۷
په سلو کې او له چين څخه
۱۴
په سلو کې زياته شوې ده.
د اقتصاد پوهان
دغې پديدې ته " اغيزمن واردات" وايي. دغه اغيزمن
واردات، چې کورني توليدات څه نا څه له منځه وړي، په لويديځ کې زيات شوي دي.
ځيني څانگې، د اغيزمنو وارداتو کچه اتيا په سلو کې ښيي، چې دا له اروپا څخه د
صنايعو د خداي په امانې په مانا او د هغوي بنسټ ايښودل د نړۍ په هغه بل برخه کې
ده.
د نړۍ له يوې
سيمې څخه د هغې بلې برخې ته د کارځايونو کډه کيدل پرته له کومو نښو نښانو تر
سره کيږي. نه د خواخوږې وينا ته اړتيا شته او نه هم اوښکې تويږي. شرکتونه لکه
گرونديگ Grundig،
سابا Saba
او
نوردمنده Nordmende
له منځه
ځي، د هغوي ځاي ميتسوبيشي Mitsubishi،
سونې Sony
او سامسونگ Samsung
نيسي. د دغو شرکتونو توليدات له لويديځو توليداتو څخه هيڅ توپير نه لري. يوازې
د کاليو پر مخ د يوې کوچنې نښې له مخې پيژندل کيږي، چې دغو کاليو ډيره لرې لار
وهلې، څو دلته رارسيدلي دي. " د چين جوړښت" د دغه لويديځ شرکت تر پاملرنې
لاندې، "د تايوان جوړښت" د امريکايي شرکت په همکارۍ.
ډير شرکتونه، چې
موږ يې د الماني، فرانسوي او امريکايي پيژنو، دنده يې په خپل ټاټوبې کې يوازې د
هغو توليداتو کنترول، ازموينې، بيلانس جوړول، بسته بندي کول او پست کول دي، کوم
چې بل چيرته توليديږي. کيداي شي دا د پورتنيو دندو د خاوندانو له پاره يو
ارامونکي حالت وي، خو نه د هغو ټولو له پاره چې تر پرونه، دې دا ډول شيانو په
توليد اخته وو.
کار پوهان دغه
پديده د توليد د کمښت په نامه يادوي. خو په حقيقت کې توليد کمښت نه دي موندلي،
هغه يوازې د نورو خلکو په لاس، په بل مزد او په بل هيواد کې ترسره کيږي.
دا هماغه کار
پوهان دي، چې له ډيرې مودې راپدېخوا يې د صنعتي ټولنو د پېر (دوران) د پايته
رسيدو اټکل کړي و. خو خبره دلته پايته نه رسيږي. برعکس په صنايعو کې بوختيا
پراختيا مومي. د نړۍ په کچه دغې بوختيا په تيرو لسو کلونو کې شپاړلس په سلو کې
پراختيا موندلې ده، چې همدا اوس
۶۰۰
ميليونه خلک په فابريکو کې په کار لکيادي. په نړيواله کچه صنعتې ټولنه د غوړيدو
په حال کې ده. خو په لويديځو هيوادونو کې صنعت له منځه تلو سره مخامخ دئ.
د دغو پيښو تر
اغيز لاندې يو زيات شمېر بې کوره او سرگردانو وگړو په محسوسه توگه خپلو ځانونو
ته بدلون ورکړي دئ. د انگلستان په شمال لويديځو ښارونو، لېورپول او مانچستر او
لويديځ مېدلاندز West Midlands
په سيمه
کې د ورانو او له منځه تللو فابريکو تصوير تر سترگو کيږي. د فرانسې د سترو
ښارونو په شأ و خوا کې بې وزلې سيمې رامنځته شوې دي.
[د المان] د
پخواني صنعتي زون راين Rhein
او رور Ruhr
په سيمو کې د بيکاره خلکو کچه اوسمهال
۲۵
٪ ته رسيدلې ده. په ختيځ المان کې خو بې له هغه هم د ارزښت د رامنځته کيدو
سيمې له منځه تللې دي . انسانان د اروپا په هره برخه کې د بانکونو له خوږې مادې
څخه، چې موږ ټول هغه د کريدت په نامه يادوو او خلک د هغه له برکته نه احساسوي،
چې ژوند په څه ډول سره پرمخ ځي، مننه کوي.
د صنعت له منځه
تلل د امريکا په متحدو ايالتونو کې تر اروپا نه گړندي دئ. د وارداتو زياتوالي د
صنايعو د کمښت د پروسې لامَل شوي، چې ساري يې په تاريخ کې نه دي ليدل شوي. په
تيره دغې تر نظر لاندې پديدې په ټاټوبې کې پر پاتو صنايعو زيات اغيز کړي دئ.
مخکې له دې چې فابريکې په بهر کې ځاي په ځاي شي، هغه لومړي له شمال څخه، چې ډير
قيمت دئ، ارزانه سويل ته کډه کيږي.
[د تيرې پيړۍ]
په پنځمه لسيزه کې ۳۵
په سلو کې امريکايي کارگران د صنايعو په سکتور کې په کار لکيا وو. دغه کچه په
شپږمه لسيزه کې ۳۲
په سلو کې او په اتمه لسيزه کې نوره هم راټيټه او ونډه يې
۲۰
په سلو کې شوه. اوسمهال يوازې يوولس په سلو کې په دغه سکتور کې په کار بوخت دي.
يانې د متحدو ايالتونو په صنايعو کې د بوختيا کچه يوازې د يوه پښت (نسل) په ترڅ
کې نيمايي ته راټيټه شوې ده.
د تير پړاو په
ټاکنو کې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشرۍ ته نوماند، جان کېري پر هغو
امريکايي شرکتونو، چې له هيواد څخه بهر په توليد لکيا دي، د "بې وطنه" خطاب
وکړ. څه چې د جان کېري موخه وه، هغې بايد د يوې سپيتانې په څير اغيز کړي وي. خو
دا په حقيقت کې له واقعيت څخه پرته بل شي نه و.
پانگه واقعاً بې
وطنه ده، خو کارگران بې وطنه نه دي. سترو امريکايي کنسرنوله نړيوال کيدو څخه
گټه ترلاسه کړه. خو ډير زيان هغو شرکتونو ته ورسيد، چې په خپل ټاټوبې کې پاتي
شول.
په تيرو زمانو
کې د امريکا د متحدو ايالتونو د سوداگرۍ بيلانس مثبت و، خو اوس هغه دا ډول نه
دئ. په دغه هيواد کې د ملي اقتصاد کمزورتيا تر سترگو کيږي. د نړۍ کابو ټول
هيوادونه اوس متحدو ايالتونو ته مواد صادروي، پرته له دې چې په هماغه اندازه له
دغه هيواده مواد وارد کړي.
په کال
۲۰۰۵
کې له چين سره د متحدو ايالتونو د سوداگرۍ د بيلانس کسر
۲۰۰
ميلياردو ډالرو ته رسيده. دغه ونډه له جاپان سره څه نا څه
۸۰
ميليارده ډالره وه. له اروپا سره دغه کسر څه د پاسه
۱۲۰
ميلياردو ډالرو ته رسيده. په سوداگريزو اړيکو کې اوسنې امريکا نه شي کولي ان له
لږ پرمختللو هيوادونو د ساري په توگه روسيې او اوکراين سره مثبت بيلانس ترلاسه
کړي. هر ورځ د متحدو ايالتونو بندرونو ته ترانسپورتي بيړۍ مالونه ليږدوي، خو
دغه بيړۍ پرته له دې چې امريکايي توليدات بار کړي، تشې بيرته ستنيږي.
نور بيا |