|
موسکا
د ملا
ګلداد کوڅه ـ کندهار
خپلواکۍ مو مبارک سه!
نن
جشن دی!
لوی
جشن
دخپلواکۍ جشن!
نن
زموږ پلرونو
نن
زموږ باتورو
نيکه
ګانو
زموږ
ميندو
اناګانو
نن
زموږ دولس
د
تيري پېړۍ
بېباکه نارينه
ښځي
مردانه
د
خپلواکۍسر ښندويان
زموږ
د طن
د
آزادۍ جنډه
دخپلواکۍ شنخته
په
خپلو وينو
د
انګرېزانو نه
واخيستله
هغه
ئې
په
نړۍ کې و رپوله
او
موږ
ته ئې را وسپارله .
هغه
وخت به
زموږ
خلګو
هغوی
ته پرنګيان ويل،
هغوچې
د
خپلو وينو په بيه ئې
دهغوی
نه
آزادي
واخيستله،
هغوی
ته ئې انګرېزان ويل،
موږ
آزاد شو!
موږ
خپلواک شو!
يوه
پېړۍ باد
په
بهر کې
ددې
وطن بچیانو
داسي
پرېکړه وکړه
چې
زموږ خپلواکي
زموږ
آزادي
بايد
په
هماغه انګرېزانو
په
هماغه پرنګيانو
په
هماغه شړل شوي
دښمنانو
وساتل
شي !
ها ای
وطنوالو!
نن
موږ د
خپل وطن
خپلواکي
نن
موږد
خپل وطن
آزادي
په
انګرېزانو
ساتو!
موږ
ئې
په
امريکايانو
ساتو!
وطنوالو!
خپلواکي مو
مبارکه شه !
وطنپالو!
آزادي
مو
مبارک
شه !!
د اسد
اته ويشتمه
۱۳۸۶ |
سر
پا ڼه
If you cannot properly view
Pashto on this site please
download
our
Pashto font
© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS
RESERVED 28-ASAD.COM |