|
٢٨ –
اسد
نوی
کال ، زړې هيلې او غوښنې
دهغې وخته چې
په ګران افغانستان کې دورور وژنې جګړه اوزموږ په کورنيو چارو کې دپرديو لاسوهنې پيل
شوې دهر نوی کال په رارسيدو سره خلکو دادعاوې کولې اوهيله من وو چې نوی کال به
دامن او آرامۍ کال وی دجګړو ،دښمنيو اوزور زياتيو ځای به سوله ،دوستی او قانونيت
نيسی خوپه نوی کال کې به دتير په پرتله د بدمرغيو او دپرديو دلاسوهنو کچه لا
لوړيده اوپدې شان افغانان دخپلو عزيزانو دمنځته تلو اودخپل ګډ کورافغانستان
دورانيدو شاهدان وو ٠
د١٣٨٤هجری
لمريز کال په رارسيدو سره بيا هم افغان کړيدلی اولس هيله لري چې دا کال په لږترلږه
دقانونيت دټينګښت ،دادارې فساد اوزورزياتی دمنځه تلو اودپرديو پوځيانو خپل سريو ته
دپای دټکې دايښودلو پيل وي٠ همدا راز زموږ خاموشه اوپه روحی اوروانی لحاظ ځپل شوی
اولس دهيواددچارواکو او ځواکمنو ډلو نه دا هيله لری چې دخبرو نه عمل ته تير شي او
هغه څه چې وايي اويا يې وعدې ورکوي عملی اوددماګوژۍ پاليسۍ سره مخه ښه وکړي ٠
هيواد وال هيله لري چې نوربه په هيواد کې دټوپکو ډزې بندې شي اوددوی عزيزان
اوخپلوان به دافغان امنيتی ارګانونو اوبهرنيو ځواکونو له خوا پدې يا هغې نامه
جيلونو ته وانه چول شي اوهغوی به نور شکنجه اوبې عزته نشي ٠
خلک دافغان
سياستوالو ، ژورنالستانو ، ليکوالو اودافغانی کورنيو اوبهرنيو ډله ييزو رسنيو څخه
دا غوښتنه کوي چې خپلې ټولې هلې ځلې دې ته راوګرزوي چې اولس تيريدنې ،پخلاينې
،دوستۍ اوورورګلوۍ ته راوبولی اوپه تيره دهغو ليکوالو نه چې کله ناکله دافغان وروڼو
قومونو ترمنځ بې باورۍ اوبې اعتمادۍ ته په آګاهانه يا غيرآګاهانه توګه لمن وهي
غواړی چې دداسو مسئلو دطرحې کولو نه ډډه وکړي چې ددې اغيزمن شوی اوځوريدلی اولس
په ټپونو مالګه ودوړوی ، دبې اعتمادۍ فضا رامنځته کړی اوداد ګڼ شميره قومونو اولس
چې پيړۍ پيړۍ يې ګډ سوله ييز ژوندکړی دۍ او په يوبل کې ننوتی دي دلږکيو اوډيرکيو په
نامه سره جلا کړي ،د قومی ستونزو دحساسې مسئلې دڅيړلولپاره پکارده چې په ډير
مهارت اوبشپړی هوښيارۍ سره دهغې سره تماس ونيول شي او که څه هم اوس ددې مسئلو
دڅيړنې وخت نه دي اونورې بيشماره ستونزی شته چې په لومړی سر کې دهغې دحل لپاره
لازمې نسخې وړاندې شي ٠
د٢٨
–
اسد ويب پاڼه چې يوه خپلواکه اوناپييلې پاڼه ده اوموخه يې دافغانی ټولنې
اوواقعيتونواودشتمنو،ځواکمنواودسيمې دهيوادونوپاليسۍ اوچلند دافغانستان دغميزې په
هکله رښتينی انځورکښل دي خپلو علاقمندانواو ټولو شريفو وطنوالو ته د١٣٨٤ لمريز کال
دراتلو مبارکی وايي دخپلو درنوقلمی همکارانو، ټولو روښنفکرانواوليکوالوڅخه داهيله
لري چې په راتلونکی کال کې دهيواد پيښو ته لانورهم انتقادی اوواقعبينانه وګوري
اوداسې مسئلې په خپلوليکنو کې طرح اووڅيړي چې دملې يووالی د شليدلو مزود بيا
ټينګښت لپاره ګټور رول ولوبوي هغه څه چې اوس مهال دحياتی غوښتنو څخه يوه خورا مهمه
غوښتنه ده٠ ديادولو وړ بولو چې ددې پاڼې دناپيلتوب مسئله لدې کبله طرح شوه چې له
بده مرغه زموږ دهيواد په روښنفکری قشر کې داتصور پيدادی چې ګواکې هره ډله ييزه
خپرونه ديوې ځانګړی سياسي ډلې اويا سازمان دنظريو خپرونکې ده ،په ډيره خواشينۍ سره
بايد ووايوچې ددې پاڼې چلونکی په اوس مهال کې په هيواد اودهغې نه بهر داسي سياسي
جوړښت نه وينی چې دهيواد دروانو پيښو،اوپه تيره دپرديو پوځيانو دشتون ،خلکوسره
دهغوی دناوړه چلند اوخپل سريو په هکله روښانه دريځ ولري ، دافغان خاموشه
اودزورواکانو په منګلو کې اسير اولس غږ ،بيشماره هيلې ، روا غوښتنې اوحتی اعتراضونه
پورته کړي اوپدی توګه عملا دخپلو خلکو تر څنګ ودريږي ٠
موږ پداسې
حال کې چې دټولو دموکراتيکو کړيو وطنپاله هلو ځلو ته دقدر په سترګه ګورو،چمتو يو چې
دهغوی تګلارې ،اعلاميې او ابلاغيې پخپل وخت اوامانت دارۍ سره خپرې کړو ٠ دهغو سياسی
کړيو څخه چې دسولې ، اولسواکۍ ، ټولنيږ عدالت اوخپلواک افغانستان ترشعار لاندی خپل
شتون اعلان کړی اوفعاليت کوي دا هيله لرو چې ددې زياتو ډلو شتون ته چې يوشانته
پروګرامونه اوکړنلارې لری دپای ټکی کښيږدی اوديوه پياوړی ملی سراسری دموکراتيک
غورځنګ دجوړولو لپاره عملی ګامونه پورته کړي تر څو ديوه پياوړی ځواک په توګه دا
توان اوقدرت پيدا کړی چې دزورواکانو ،جګړه مارواوپه پرديو پورې تړليو ډلو سره چې
افغان اولس يې يرغمل نيولی دی د سيالۍډګر ته راووزي ،داولس غږ پورته کړي دهغوی
دبيشماره هيلو اوغوښتنو ته درسيدوعملی شرايط برابر کړي دهغې پرته په هيواد کې
اوسنۍ واکمنې ډلې بيله دې چې يو ځواکمن اپوزيسيون دهيواد په سياسی ډګر کې ونه وينی
دهيواد په اداره اودافغان انديښمن ،ناهيلی اوځوريدلی اولس په ژوند کې لکه ته
دمتمدنې نړی دخلکو په شان کوم مثبت بدلون ته زړه نه خوښوی اوغواړی په همداشان واک
وچلوي که داسې ونه شي کلونه په تيرشي خو دافغان اولس هيلې اوغوښتنې به همداسې پاتې
وی اوهرنوی کال به دپخوا په څير دټوپک اوزورترسيورې لاندې پيل کوي اوهغه ښکلی اوپه
زړه پورې شعارونه اوپروګرامونه چې داسازمانونه اوسياسی جوړښتونه وړاندې کوي تش په
نامه خبرې اوليکنې وي چې دا سياسی جوړښتونه به يې پخپلو غونډو اوليدنوکتنوکې زمزمه
کوي٠
د١٣٨٣ لمريز
کال ٢٩ نيټه
|