|
دح
. م
. نوزادي
ژباړه
مريخ
ته
ښه
راغلاست
د
(
metroXpress)
پنامه
يوي
دنمارکۍ
ورځپاڼي
په
۲۱
/ ۶
/ ۲۰۰۷
نيټه
د
) مريخ
ته
يو
امتحاني
سفر
وکړي
(
ترسرليک
لاندي
يو
په
زړه
پوري
خبر
خپورکړي
چي
پښتو
ژباړه
ئي
داده
:
يادونه
:
لوړه
موضوع
مي
د
هغو
افغاني
مينه
والو
پخاطر
وژباړل
،
کوم
چي
د
شرايطوسره
برابردي
او
غواړي
په
نوموړي
پروګرام
کښي
دګډون
په
هيله
خپل
نوم
وليکي
.
دوطنوالو
دبرې
په
هيله
!
دايزولوشن
)
تجريدکولو
(
پخاطر
دځوانو
او
روغو
کسانوديوه
ګروپ
په
لټون
:
دهغو
کسانودپاره
چي
)
Claustrophobia
يوه
روحي
ناروغي
ده
چي
ورباندي
مصاب
انسان
په
تړلې
اطاق
کښي
ډاريږي
. ژباړونکۍ
( .
لري
اويائي
يوازيتوب
خوښيږي
،
دمريخ
سفر
به
خوندورمصروفيت
نه
وي
. ټاکل
شويده
چي
شپږ
کسان
به
۱۷
مياشتي
په
يوه
تړلې
فولادي
کانتينر
کښي
يو
ځاي
کار
او
ژوندسره
وکړي
. کله
چي
دکانتينر
سر
وتړل
شي
،
بيانو
دنړۍ
سره
دنوموړو
کسانو
اړيکي
يوازي
دراديويي
څپو
دلاري
،
هغه
هم
د
۴۰
دقيقوپه
ځنډ
سره
ټينګيدلي
شي
او
بس
. داروپافضائي
اجنتوري
(ESA)ددغه
پروګرام
پخاطر
هغه
کسان
لټوي
ترڅو
پخپله
خوښه
ددغي
دندي
وترسره
کولوته
تيارۍ
وښئي
اومريخ
ته
په
يوه
فضايي
کپسول
کي
سفر
وکړي
. اروپايي
اجنتوري
به
ددوي
دسفر
په
اوږدو
کي
پردي
موضوع
باندي
څيړنې
ترسره
کړي
چي
ددومره
اوږده
وخت
دپاره
په
دغسي
يوه
تړلې
ظرف
کښي
دخلګو
ديوه
ګروپ
ګډ
اوسيدل
به
پر
دوي
باندي
څه
ډول
اغيزې
وښندي
. پدي
توګه
به
دغه
ډله
دومره
موده
په
کانتينر
کي
بندي
پاته
وي
لکه
څومره
وخت
چي
مريخ
ته
دتګ
اوبيرته
راتګ
دپاره
پکاردي
يعني
پوره
۵۲۰
ورځي
.
پلان
شوي
بيړنې
حالتونه
:
بي
بي
سي
راديو
پخپله
يوه
خپرونه
کښي
داخبره
څرګنده
کړه
چي
په
ګروپ
کي
سره
يوځاي
شوي
کسان
بايد
ودي
کارته
تيارشي
ترڅو
دخپل
سفر
په
وخت
ديولړ
په
پام
کي
نيول
شووبيړنيو
حالاتو
سره
مقابله
وکړاې
شې
. که
څه
هم
ESA تروسه
وسه
کوښښ
کوي
دفضانوردانوژوند
دګواښ
سره
مخامخ
نکړي
خو
په
ځينو
ضروري
حالاتو
کښي
له
کارنه
چاره
نشته
.
دګروپ
دڅيړنو
دچارو
مسئول
Bruno
Gardini دبي
بي
سي
سره
په
مرکه
کي
ياده
کړه
چي
دګروپ
په
ټاکلو
او
ليږلو
کښي
يوازنۍ
موخه
داده
چي
وليدل
شي
داشپږ
کسان
په
ټاکلو
بندو
شرايطو
کښي
څنګه
يوله
بله
سره
ګډ
ژوند
اوګذاره
کولاي
شي
. ټاکل
شويده
نوموړي
شپږ
تنه
به
دسفر
په
موده
کښي
د۵۵۰۰
ـ
۶۰۰۰
ډالرو
پوري
مياشتنۍ
معاش
هم
ترلاسه
کړي
.
دالکولي
مشروباتو
څکل
منع
دي
!
هغه کسان چي غواړي په
نوموړي ګروپ کښي نوم وليکي ، بايد څو ټکي په پام کي ولري اوهغه داچي دسګريټ
څکولو ، الکولي مشروباتو اونورو مخدره موادو سره بايد عادت ونلري ، جسمي کړه
وړه ئي ډير مناسب ، سن ئي د۲۵
څخه تر ۵۰
کالو پوري وي او قد ئي د۱۸۵
سانتي مترو څخه جګ نه وي . لدي نه پرته بايد په روسي او انګريزي دواړو ژبو
باندي وږغيدلاي شي .
دنوموړي پروګرام په
ترسره کولو سره اړوند ماهران غواړي پدي پوه شي چي په راتلونکي کښي وفضاته ديوه
ټيم دټاکلو او ليږلو په وخت کي بايد
کوم
کوم
معيارونه
په
نظر
کي
ونيول
شي
ترڅوهغوي
يوله
بله
سره
په
اوږده
موده
کښي
ګډ
ژوند
او
ګډ
کار
ته
چمتو
وي
اوهمدارنګه
په
بيړنيو
حالاتو
کښي
هم
دخپل
کار
له
عهدي
ووتلاي
شي
.
ددي
خبري
سره
سره
چي
مريخ
ته
سفرونه
دنژدي
راتلونکي
موضوع
نده
،
خوبياهم
پکارده
په
عملي
توګه
دامعلومه
شي
چي
په
څه
ډول
دځمکي
اوسيدونکي
دمريخ
په
چاپيريال
کښي
دبيشانه
زياتو
راډيو
اکتيف
تشعشعاتو
له
اغيزي
څخه
وساتل
شي
.
دژباړي
پاي
.
پوهنمل
حاجي محمد
نوزادي |