|
د
اسد د28
ســـايــــــټ
درنو او قدرمنو چلونکو!
خوشاله يم چې له تاسو ، د افغانستان په د ننه او د نړۍ په بيلا بيلو هيوادو کې
د اوسيدو نکو افغانانو او په ځانګړي توګه
د
اسد د
28
سايټ د مينه والو سره يوځاي ددغه متنوع ، زيات معلومات لرونکي او سمت ورکونکي
سايټ د خپرونو د دريمي بختوری کلېزي يادونه او لمانځنه کوو. د اسد28
سايټ جوړونکو او چلونکو د هېواد د ټولو خلکو په تيره بيا د افغاني روڼ اندو
لپاره د ارزښت وړ او نه هيريدونکی نوښت په لار اچولی او زموږ د خاوريني کُري د
سرګردانو افغانانو اواز او وطنپالونکی احساس يي يو بل ته رسولی دی. د نوموړي
سايټ څرخونکو په بي پري توګه د اقغان روښا نفکرانو او د هېواد د منور قشرد استازو
وړ انديښني او يولړ خبرري، څيړنيز، ادبي، علمي، سياسي مطالب خپاره کړي او په دې ډول
يي نن سبا د افغانانو ترمينځ اعتبار مخ په لوړيدو دي. ترکومه ځايه چي زه پري خبر
يم_ د سايټ سره د زياتې علاقې د اخستو، هغې ته د ډول ډول معلوماتو په برابرولو او
په سايټ کې
د
خپروشوو مطالبو په لوستلو کې يو شمير مخور، تکړه اوزړه سواندي افغان روڼ
اندي د سالم رقابت ډګر ته ننوزي. په دې توګه که د پاملرنې کچه زياته شي هغه
ورځ ليري نه ده لکه چې د اسد
28مي
افغانانو ته خپلواکي و بخښله، د اسد
28سايټ
به د افغان روڼ اندو په مينځ کې د وطنی بډاي واحدي نظري د ايجاد دولو
اولا رواجولو او په پاي کې د نظر د خپلواکۍ په تامينولو کې مهمه ونډه ولري.
زه په داسي حال کې چې د سايټ فعال مرستند وي نه يم، ليکن د هغي د چلونکو
او کار کونکو کار او فعاليت مهم او د ارز ښت وړ بولم او هغي ته د قدر
په سترګه ګورم. هيله کوم زما د هر وطنوال د کمپيوتر پر پرده د افغانانو د
اميدونو د دي مثال ډيوه يواځي تر سهاره نه، بلکه داوږ ده عمر لپاره بله
پاتې شي.
په درناوي
نوروهـــــــــــــاب څـــپانــــــــــــد
لندن _ اکتــــــــــــــوبر 2005 |