پکارده چې دې مصلحتونوپرځای شفافه تګلاره غوره شي
هغه څه چې دافغانستان دغميزې په راتګ کې يې دسترګو وړ منفی رول لوبولی دی هغه دچارواکو او ځواکمنو سياسی کړيو هغه تګلاره ده کومه چې دمصلحتونو
پر بنسټ پلې شويده٠دبن دکنفرانس وروسته افغانانو داخوبونه ليدل چې ګواکې په تدريجی توګه به ددې مصلحتونو سره مخه ښه کيږی ٠دلنډمهاله ادارې مشر، دنړيوالې ادارې استازی اوددې ادارې نړيوالو ملاتړکونکو په پراخه کچه په هيوادکې دقانونيت،شفافيت اودموکراسۍ دټينګښت اودزورزياتۍ دټولو مظاهرودله مينځه وړلوتبليغات کول اوپه هغې کې مرکزی ټکی دجنګسالارانودواکمنۍ دختميدواودملی امنيتی ځواکونو جوړښت باندې څرخيده خو دوخت په تيريدو سره او په تيره دبيړنۍ لويې جرګې وښودله چې انتقالی اداره دهغو ډلو څخه جوړه شوه چې خپل ناکامه أزمايښت يې په لنډ مهاله دوره کې ورکړی وو٠داډلې پدې توګه ډاډ منې شوې چې ددوی نړيوال ملاتړکوونکی او په سر کې يې دامريکې متحده ايالات ددې ليوال ندی چې هغوی دواک څخه ګوښه کړی نوهماغه وو چې دانتظار دحالت څخه فعال عمل ته مخه کړی اودخپل ځواک،واک،اونفوذدساحې دمظبوطولواوپراخولولپاره يې دشخصی اردوګانوجوړښت،دسيالو ډلو دټکولواودزورزياتی پکارولو سره دمرکزی حکومت دواک دغزيدو خنډشي ٠اوپه مختلفو سيمو کې خپل مينځی جګړې اوشخړې اودخلکو په ژوند ،شتو اوعزت دتيريو بې پايه لړی پيل شي ٠مرکزی اداره يوازې دپلاويو په استولو سره بيله دې چې دچارو اوحالاتو دښه کيدو په خاطر لازمې پرېکړې وکړي قناعت کوې ٠پدي موده کې داسې ناوړه پيښې لکه دکابينې دوزيرانو وژنه،جنسی تيری،په مرکز اوولايتونوکې دخلکو دکورونواوجايدادونونيول ،دوسلوالو ډلو دخپل مينځی جګړو له امله دخلکو وژنه
هغوي کډوالۍ ته اړايستل اودمخدره توکو دتوليد اوقاچاق زياتيدل هغه څه دي چې دهغې دعاملينو څخه پوښتنه نده شوې اونتيجه يې داشوې چې افغان اولس لا نورهم وکړيږي دا چې داپيښې ندي څيړل شوې اودناخواليو مخنيوي ندي شوي فکر کيژي چي علت يې دادي چي په هغې کې دي چارواکواو ځواکمنو ډلولاس دي چې دسياسي اونورو پټو مصلحتونوپر اساس غوره ګڼل شويده چې کوم عملي ګام پورته نشي تر څو خلک پر واقعيتونو خبر نشي که نه نو په اصطلاح ددي ښاغلو نيک نوم ؛دافغان اولس دجهاد او مقاومت اتلانو؛ته زيان ونه رسيږي٠
دروان لمريز کال دلمړي مياښتي دهرات اوفارياب ناوړه پيښو وښودل چې مرکزي حکومت ددي پيښو په هکله اولس ته معلومات ورنکړ او نه يې ددي پيښو عاملينوته چې لوړ پوړي او ځواکمن چارواکي ووڅه وويل پداسې حال کې چي هلته په لس ګونه تنه دکابينې دوزير په ګډون ووژل شول دفرقي قوماندانان او والي تيښتې ته اړشول اوپه اولس کې يې نورې انديښنې را پيداکړې خو چارواکي دتل په شان ښيې چې ګواکې هلته هيڅ خبر ه نشته اوحالات عادي بڼه لري ٠داخبره ددي ترخه حقيقت څرګندوي ده چې يا مرکزي اداره بيا هم دهغو مصلحتونو له امله چې ورسره عادت شويده نه غوأړي دادردوونکي پيښې وڅيړي او عاملين يې دقانون منګلو ته وسپاري اوياداچې ددي توان نلري چې ددې ځواکمنو چارواکوچې دبې امنيو عاملين دي پوښتنه وکړي چې په دواړه حالاتوکې دا څرګنديږي چې مينځ مهاله اداره ددې جوګه نده چې په هيواد کې نظم اوقانونيت ټينګ کړي بلکې ددې تګلاري له امله لا نور هم دکړکيچ پراختيا ته لاره هواروي٠پدي وروستيو کي دپنجشير دولايت نوي اداري تشکيل جوړښت چي هيڅ ضروريت يې نه ليدل کيده يولړ سوالونه را پيداکړل ځينو دا پريکړه دملي ګټو او ملي يووالي خلاف وګڼله اونورو ته يې دا پلمه ورکړه چې دنورونويو ولايتونو دجوړيدو وړانديزونه وکړي ٠مرکزي ادارې ته ښايې چې په اوسنيو شرايطو کې چې هيواد دستنې څخه نيولې تر کفنه پورې په بهرنيو مرستو ولاړدي دداسې تشکيلاتو دپراختيا دخندا وړخبره ده اويوازي ددي پريکړي علت بيا هم دمصلحتونو پر بنسټ کيداي شي دعمل جامه واغوندي٠ددي ټولو خبرو سره سره داوسني ادارې څخه دا غوښتنه کيږي که غواړي داوسني طلايي فرصت څخه چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې فعاله حضور لري ګټه پورته کړي اوديوه روښانه سياست اوشفافه تګلاري په غوره کولو سره ټولو مصلحتونوته دپاي ټکي کښيږدي ،دزورزياتی اودبي امنيود عاملينو سره قانوني برخورد وکړي ،دوسلوالو ډلو ټغرټول کړي ،دټولو سياسي ډلواوکړيو ګډون دهيواد په اداره کي تامين او داسې تګلاره خپله کړي چې دملي ګټو او دافغاني ټولنې دواقعيتونو سره برابره مطابقت ولري٠