|
لوړ
برجونه
ای وطنه
ستا باغچو پسی خپه یم
ستا پای
لوڅو پښتنو پسی خپه یم
تل یادیږی
می د ستا لوړی ژوری
ستا ددنګو
دنګو غرو پسی خپه یم
**
د نارنج
د ګل میله په ننګرهار
ستا د
پیغلو په وربل ګلان قطار
اوښکی ځی
می له چشمانو بی اختیار
ستا د
شاړو او میرو پسی خپه یم
**
وینم
خوب ستا د ځوانانو اټنونه
ستا د کلو
د سپین خټو لوړ برجونه
ستا
دودونه ستا د خلکو رواجونه
ستا د
کلو او بانډو پسی خپه یم
**
ای وطنه
ای ځما د زړګی سره
خدای دی
خلاص کړه له جګړی او له شره
ستا نه
نه یم زه هیڅکله بی خبره
زه
مل
ستا
ټول اولسو پسی خپه یم
*****
پوهندوی دوکتور سید حسام مل
می کال دوه زره پنځه جرمنی |