پوهنمل حاجي محمد نوزادي
 

دژبو نابغه Sebastian  Heine  وايی :

پښتو د خپل زيږوالې سره سره يوه خوږه ژبه ده

                           يوه ٢٢ کلن محصل ٣٥ ژبی زده کړيدی

 شپيګل انلاين
Spiegel online  جرمن ژبی خپرونې ترلوړسرليک لاندی د مارتين کوخ په قلم يومطلب خپور کړی چی دهيواد پياوړی ليکوال محترم ديپلوم انجينر خليل الله معروفی هغه په پوره مينه اوځانګړی مهارت سره په دری ژبه ژباړلۍ اوپه افغان - جرمن انلايناوځينو نورو  انترنيتی سا يټونو کښی خپور شويدی . د نوموړې زيارته په درناوې سره دادی دده لخوا دژباړل شوی دری متن پښتو ژباړه دخپلو ليکنو مينه والو ته  وړاندی کوم چی هيله ده ورته په زړه پوری به وی :
        داسی يود ټيټ سن ځوان پوه چی په دری څلورو ژبو باندی واک ولری يو استثنايی اوځانګړۍ تن ګڼل کيږی . د سبستيان هاينه  Sebastian Heine پنامه د بن په ښارکی  يو محصل هر کال دری څلور ژبي زده کړې او اوس کولای شی په ٣٥ ژبو باندی خبري اتري وکړی . پدی ژبو کی د ( ارامی  ژبی  ) څخه نيولې تر ازبکی پوری ډيری ژبی شاملې دی ، خوپه دی  ټولوکښي د پښتوژبی  سره دی د زړه له کومی مينه لری .
        دی د( بن پوهنتون ) په کتابتون کښی پرخپل ميز باندی دکتابونو غونډۍ ته اشاره کوی او وايی :   ٍ نه ، دا پرځای خبره نده ، زه نابغه نه يم . دا ټوله يوازی زما د زيار او زحمت نتيجه ده . زه هر ورځ نوی لغاتونه زده کوم او ګرامر تکراروم   ٍ . البته دا د بور رنګه پيچ پيچ ويښتيانولرونکې او دپوهنځۍ ٢٢ کلن محصل دځان ارزونه ده چی په ډيرې خاکسارې سره ئی کړيده . ولی هيڅوک ديوه خارق العاده استعداد نه پرته نشی کولای دومره زياتې ژبی زده کړی . هغه ژبی چی ده زده کړيدی ، ډيره برخه ئی دختيځ  او مځنی ختيځ د اولسونو ژبی دی ، دبيلګی په توګه :
قديمي فُرس  ، اوستايی ، پهلوی ، باختری ، سغدی ، ساکی ، پښتو ، پراچی ، ارموری ، واخی ، يغنوبی ، سنګليچی ، ايشکامی ، اويستی ( آسی ) ، يدغا- منجی ، اردو ، هندي ، فارسی ، پنجابی ، سندي ، کورمانچی ، کردی ، بلوچی ، سانسيکريټ ، پالی ، ګندهاری ، لاتين ، يونانی ، قديمی ايرلنډی ، کيمری ميانه ، ګوتيک ، ازبکی ، ارامی ، عربی ، فرانسوی او انګليسی .
      ده نژدی اوه کاله وړاندی کله چی د ( هسنHessin  ) ايالت د ( فرانکن برګFrankenberg ) په ښار کی د

 ( ايدرتال Edertalschule ښوونځۍ ) زده کوونکې وو ، دژبو په زده کړه ئي پيل وکړ . هغه لا ١٥ کلن وو چی د ( هومر) )*)   داصلی متن په لوستلو سره و دی پايلې ته ورسيد چی يونانی او سانسيکريټ ژبی يو له بلې سره ډيری نژدی اړيکی لری . دغی موضوع دده دکنجکاوې حس راوپاراوه تر څو دسانسيکريټ ژبه زده کړی . دتاريخ پوه ځوی سبستان ددی پر ځای چی دنورو ځوانانو پشان په نڅا ځايونو کی عياشی وکړی ، دژبو زده کړی ته ئی ليڅی رانغښتې او يو په بل پسی ئی هرکال دری څلور ژبی زده کولې .
        سبستيان دښوونځۍ په پای کی دبکلوريا دلومړۍ درجی شهادتنامی تر اخيستلو وروسته د بن پوهنتون ته ولاړ او هلته ئی د

  ٍ هندوجرمانيستيک ٍ ( دهند او جرمنی ژبو ادبيات ) په ديپارتمنت کی د ٍ هندولوژی ٍ ( هند پيژندنې ) اوسلتولوژی ٍ)* *) ( سلت پيژندنې ) په څانګو کښی چی له پخوازمانو  څخه ښکلې او په زړه پوری څانګی ګڼلې شويدی ، زده کړو ته ملا وتړل . همدا اوس ئی ده د خپل ديپلوم د رسالې ليکلو موضوع د ( پښتو فعلونه ) ټاکلی ترڅو وئی څيړی . دی پرپښتو ژبه باندي دزړه له کومی مين دی ، عشق ورسره لری اوپښتو ژبه دانسانی  ژوند د مختلفو اړخونو  يو موزائيک او سره نښلونکې وسيله ګڼی او داسی ئی ستايی :  )پښتو ډيره زيږه او خورا خوږه ژبه ده . پښتو که له يوی خوا کولای شی د نازکی ښکلا يو بيشانی لطافت تمثيل کړی ، دبل پلوه بيا دنارينه توب زيږوالې ورسره مل دی . پښتو دژوند يو تجسم او تجلا ده ، فريادونه کاږی ، ژاړی ، خاندی اوخوښی کوی ، ساندی وايی او مرګ تمثيلوی .  (
      پښتو دژوندون يو احساس دی .
       کله چی سبستيان هاينه دخپلې محبوبې پښتو په هکله دمينې خبری کوی او شعرونه دکلمه کوی ، په سترګو کی ئی ځلا راپورته اوپه يوی بلې نړۍ کښی غرق شی . شايد داډول مينه او عاشقی دده د پوهنتونی ملګرو دپاره بيګانه او نابلده کار وی ، خو دی پخپله پدغه مينه کی دومره ډوب او ژورتللې چی دملنګ پشان اوس تير ترنام وننګ دی . ده ته نور د هغو ملګرو کړه وړه څه ارزښت نلری او دوی چی دده په اړه څه فکر کوی يا څه وايی ، ورته بيخی بی توپيره ده .
       دژبو دغه پوه اوماهر چی تل د درنو جامو سره څرګنديږی ، د محصلې د راز راز خيالونو څخه ډک ژوند پرمخ بيايی . دی نژدی هره ورځ د هغو جرمنی ميشتو افغانانو سره چی اشنايی ورسره پالې ، ليده کاته کوی . ددوی سره د نورو دوستانو وليدلو ته ځی ، په ميلمستيا وو او بانډارونو کښی ئی برخه اخلې ، دپاک خدای او دهغه دمخلوق جهان په هکله بحثونه ورسره کوی . لنډه داچی داټولی چاری دی په پښتو ژبه ترسره کوی ، نه په خپلې مورنې المانې ژبې .

             دده په اند پښتو نه يوازی يوه ژبه ده بلکه دژوندون يو احساس دی :   ٍ پښتو دپښتنو يو نا ليکلې فرمان د ی ، يعنی کله چی دوی وغواړی رښتيا ويونکې وی ، نيک نوم ولری ، ميلمه پال اوسی او دخپل دښمن په هکله تيريدنه وکړی نو دوی دپښتو او پښتونوالې مسئله رامنځ ته کوی .هغه څوک چی غواړی ددوی سره په پښتو خبری وکړی ، په حقيقت کښی د دوی  سره ځان ګډوی . پکار ده ددوي په کړو وړو ځانونه پوه او پدی توګه دوی درک او ومنو . دبل چا په درک او منلو سره کيدلای شی چی هغه هم نورکسان درک او ومنې   ٍ
       افغانستان به ماته يوه رويا اوهيله وی .
       دافغانستان داوسنې حالت په نظر کی نيولو اود ژبزده کړی په چارو کښي د سبستيان ونبوغ ته په پام اړولو سره ويلای شو چی دده پرمخ همدااوس د افغانستان ټولې دروازی پرانيستې دی . دشرکتونو څخه نيولې تر مرستندويه ټولنو او همدارنګه په نظامی چارو کښی ده ته ډيره اړتيا شته . دالمان اردولا پخوا بلنه ورکړيده ترڅودسيمی دژبو په باره کی دوی ته معلوماتی لکچرونه ولولې . ده هم دا بلنه منلې ده ، ځکه ورته په زړه پوری ده چی خپل معلومات دنورو سره شيريک کړی .
        دی ديوه ژبپوه په توګه په افغانستان کی دپرمختيايی مرستو او دبيا رغونې د اوسنې بهيرګټورتوب ته دشک په سترګو ګوری او په انتقادی ډول وايی :   ٍ هلته اکثره پروژی په فارسی ژبه مخته ځی چی داهم يوه له دوو رسمی ژبو څخه ده . البته په فارسی ژبه دهيواد په شمالې سيمو کښی ډيرۍ خلګ خبری کوی . خو داچی دهيواد دوولس ١٢ ميليونه وګړی په جنوبی سيمو کی پښتانه او په پښتو ږغيږی، دوي دنوموړو مرستندويه پروګرامونو څخه ډيره لږه برخه ترلاسه کوی . ٍ

       پر پښتو ژبه عاشق سبستيان هاينه خپله راتلونکې په درس ورکولو او څيړنو کی وينی . لدی امله نه غواړی په سياسی او اقتصادی مقيدو چارو کښی ځان راګير کړی ، ځکه دی ډاريږی چی :   ٍ که انسان يوځل په دغو چارو کښی  وردننه شو ، بيانو دبيرته وتلو لاری پری بنديږی   ٍ .
       که چيری کارونه دده پر زړه برابر مخ ته لاړ شی ، ده پتيئلې ده چي دروان کال تر پايه به دخپلې دوکتورا ډګری ترلاسه کولو په موخه د ( المان دخلګوتحصيلې موسيسی ) ديوه بورس نه په ګټه اخيستلو سره دلندن د( خيځ او افريکا د څيړنيزو چارو ښوونځۍ  School of Oriental and African Studies )  کښی چی نړيوال شهرت لری ،  د لوست او څيړنی کارونه  پيل کړی .
       د دوکتورا درجی د لاسته راوړلو وروسته دی غواړی ديوه پوه او ماهر په توګه دنړۍ هغو سيموته ولاړشی ، چی دهغوی ژبی ئی زده کړی او لا ئی تر اوسه پوري هيڅکله هم ليدلې نه دی . دی په ټينګار سره يادوي :   ٍ ماته به ديوه ژبپوه په توګه افغانستان يوه هيله او رويا وی   ٍ . ددی څرګندونې په ويلو سره ئی په سترګو کی بيا ځلا وبريښي او وايی :   ٍ دژبو لهجی بايد وڅيړلې شی ، پرهغو ژبو باندی بايد کار وشی چی لا تر اسه ئی ګرامر ند ی ليکل شوې . حکايتونه ، کيسې ، افسانې ، روايتون اوشعرونه دا ټول هغه شيان دی چی زه مينه ورسره لرم   ٍ . له همدی خاطره دی پدی هيله ورځی شميری چی کله به په افغانستان کی سياسی اوضاع ارامتيا او ټيکاو ومومی ترڅو دی وکړای شی هغه هيوادته ولاړ شی او دبيلګی په توګه په کابل پوهنتون کښی درس ولولې ، درس ورکړی اودخپلې خوښی سره سم څيړنی ترسره کړی .   پاي

       دژباړونکی يادونه :
       دلوړی ليکنې متن داصلې متن دهغي ليکنې څخه پښتو ته واړول شو ، کوم چی محترم ديپلوم انجنر خليل الله معروفی په دری ژبه ژباړلې او د افغان - جرمن انلاين پورتال برسيره په يولړ افغاني سايټونو کښی خپور شويدی . دليکنې اصلې متن کيدلاي شی په دغه سايت ( www.spiegel.de )  کي ترلاسه شی .
       د معروفی صاحب نه په مننې او پيرزوينې .
(*) - هومر  په لرغونی يونان کی يو ډير پيژندل شوی شاعر دی

)* *) -  سلت ديوه قوم نوم دی چی په برتانيا کی ميشت دی .

پوهنمل حاجی محمد نوزادی
ډنمارک
   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM