محمدهاشم وطنوال
مالمو سويډن
د اسد د اته ويشتمې انترنيټي پاڼې د لومړۍ کليزې په وياړ.
د ټولنيز تکامل په اوږدو کې انسانانو د خپل پوهاوي او متقابل ارتباط لپاره د ډول، ډول وسايلو او فزارو څخه کار اخيستی، که څه هم دا وسايل او افزار ډېر ابتدايي او ساده وه خو د پوهاوي او اړيکو په ساتلو کې ډېر اغېزمن او ګټور واقع شوي دي.
د وخت په تېرېدو سره چې د ټولنيز تکامل دوران خپل پرمختللي پړاو ته رسيږي نو د پوهاوي او متقابل ارتباط وسايل او افزار هم ځانته پيچلې او عالي بڼه اختياوري.
ننی زمان چې د ساينس او تکنالوجۍ ډېر پرمختللی دوران ګڼل کيږي انسانانو د نوموړې پرمختللې تکنالوجۍ په مرسته نړۍ والې اړيکې د ډله ايزو خبري وسايلو په څنګ کې د انترنټ په واسطه په دغه کې پروسه کې لا نور هم پسې اسانه او چټکه کړي دي.
بې له شکه ډله ايز خبري وسايل د يوې ټولنې او يو ملت د سترګو حيثت لري، هر هغه ملت چې د ډله ايزو خبري وسايلو څخه لازمې ګټې پورته کړي نو په پوره ډاډ سره يې ځان د تمدن لوړو پړاوونو ته رسولی او د خپل اولس په بيداره کولو کې يې ارزښناک رول لوبولی دی.
ډله ايز خبري وسايل د تاريخ په اوږدو کې تل د سياسي نظامونو د پاليسيو سره سم په کار لوېدلي چې پايلې يې د هغو نظامونو د سياسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ګټو دفاع او ساتل دي.
زموږ په هېواد کې د نوموړو واسايلو د په کار اچولو څرنګوالی، خاصتآ د انترنټ څخه استفاده د نورو هېوادونو په پرتله په ډېر ټيټ پړاو کې قرار لري. خو د نېکه مرغه د هېواد څخه په بهر کې روښانفکره افغانان اوس په دې توانيدلي دي چې دغه تشه تر يوه ځايه پورې ډکه کړي.
د اسد د اته ويشتمې ۲۸ انترنيټي پاڼه يوه د هغه بېلګو څخه ده. نوموړې پاڼه سره له دې چې نوې، خو اغېزمنه او درنه ده، ښکلې او ګټوره ده. دغې پاڼې بې له مبالغې په ډېره لنډه موده کې د ډېرو ګټورو سياسي، اجتماعي، علمي، ادبي او فرهنګي مقالو د نشرولو په بهير کې خپله ونډه په ښه توګه سرته رسولې، او د خپل ګران وطن د ځوان نسل د افکارو په راويښولو کې يې اغېزمن رول لوبولی دی.
په دغه پاڼه کې د سياسي، ايتنکي، سمتي، ژبني او قومي تبعيض څخه پرته د مقالو او مضامينو نشرول ددې خبرې ښکارندوی دی چې په واقعيت کې ددې پاڼې کارکوونکي د بشپړ سياسي او علمي د رايت لرونکي دي نو ځکه يې د پاڼې ارزښت او بډايتوب د وخت په تېرېدو سره نور هم زياتيږي.
موږ د پاڼې چلوونکو ته برياليتوب غواړو.
په درنښت
درنود وستانو !
(Website)دجالبې د كليزې له امله تاسې ټولو ته د زړه له كومي مباركي وايم.
په گانده كې درته د لوى څښتن (ج) څخه د افغان د كړېدلي ولس لپاره د سترو چوپړونو هيله من يم .
په ډېره مينه او اخلاَص .
ډاكتر جمشېد سمون
مسكو ـــــ روسيه
7-10-2004
د اسد_ ٢٨ ويب پاڼې ښاغلو چلوونکو!
سلامونه او ښي چارې. په مټ اوقلم مو برکت شه. دادي ستاسي د کار، زيار او هاند په نتيجه کښي د ويب پاڼې د چلوونی يو کال پوره کيږي.
اجازه راکړۍ چې دويب پانې دبختورې کالېزې له امله تاسي او د ويب پاڼې ټولو قلمي او تخنيکي همکارانو او مينه والو ته د زړه له کومي مبارکي ووايم او په دغه ستر ، وياړ من او وطنپاله کار کښي ستاسي د لا زياتو نوښتونو، لاسته راوړنو او برياوو هيله وکړم.
تر هغه ځايه چې زه پري خبر يم ، تير کال په همدي وخت کښي د ويب پاڼې چلوونکو پخپلو ډيرو لږو مالي- تخنيکي وسايلو او امکاناتو په کار پيل وکړ. هغه وخت دا هيله کمزوري وه چې ويب پاڼه به وپاييږي.
مګر د خوښۍ ځاي دي چې دهغې د چلوونکو د پرله پسي هڅو او د ويب پاڼې د بې پرې او خپلواک دريځ له امله ، هغه نه يواځي ، وپاييده ، بلکي په ډير لږ وخت کښي نسبتاَ ښه وځليده. د لوستونکو او مينه والو شمير يې ډيريږي ، د قلمي همکارانو او ليکوالانو دايره يې پراخيږي او د ليکنو او شننو کيفيت يې ورو ورو لوړيږي.
ويب پاڼې په تير کال کښي د هيواد په بېلو بېلو روانو تودو پيښو پخپل وخت رڼا اچولي، د هغوي تياره ګوټونه او خواوي يې روښانه کړي او خپله زياته پاملرنه يې د خلکو ځنډ نه منونکو غوښتنو لکه د سولې اوامن تامينول، د وسلو راټولول او د جنګ واکانو بې وسلي کول ، د ملي اردو او پوليسو بيا جوړول، د اداري فساداو بډو د منځه وړل، د دموکراسۍ پراختيا، دخلکو د ازادې ارادې په اساس د ملي زعامت ټاکل ، د اقتصاد او کلتور بيا رغونه او پر مختګ ، د لوږې ، ناروغۍ ، بيسوادۍ، بيکارۍ ، بيکورۍ او نشه اې توکو د توليد، ترافيک او استعمال په ضدمبارزي او د ولسمشرۍ د ټاکنو په هکله د مو ضوعاتو څيړنې ته، ګرځولي وه.
له نيکه مرغه ويب پاڼې د خپل بې پرې ، ازاد او خپلواک دريځ له برکته په قومي، ژبنيو، سيمه ايزو او مذهبي تمايلاتو کښي چې د ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو له خوا په شعوري توګه هوا ورکول کيږي ، نه يواځي ځان نه دې ښکېل کړي ، بلکي د افغانستان ملي ګټو ساتنه ، د ملي يووالي ټينګښت ، د مځکنۍ بشپړتيااو ملي واکمنۍ دفاع او افغان کړيدلې او ځوريدلې ښارونډې يې د خپرونو منځ پانګه جوړوي. بر سيره پر دي داسي ښکاري چې ويب پاڼه د کوم ځانګړي ګوند او سياسي سازمان سره نه تړاو لري او نه يې پلوي کوي.
هيله من يم چې د ويب پاڼې دغه نا پييلي او مستقل دريځ به په لا پياوړتيا سره دوام ومومي او د هغي د چلوونکو نه ستړي کيدونکې هڅې او هاند به هغه نوره هم وځلوي. په پاي کښي يو ځل بيا تاسو ښاغلو چلوونکو ته د ويب پاڼې د کالېزي له امله مبارکي وايم او ستاسو د زياتو برياوو هيله کوم.
په درنښت
نياز مومند
05-10-2004
د٢٨ـ اســــــد وېب پاڼې ښاغلو سمــبالونکو
د ماهيپر دموټر چلولو ښوونځی مشر، همکاران او شاگردان
تاسوته ، ددې پاڼې ليکوالانو او لوستونکو ته د هغې د
يوکلنۍ په مناسبت د زړه له کومي مبارکی وائی ستاسې اوزموږ پاڼه په يوه کال کې غوټۍ
شوه، په موسکا شونډو ئې وخندل گلاب شوه ، ښکلا ، ځلا او خوشبوئ ئې تر ډېرو
افغانانو ورسېده. ٢٨ ـ اسد پاڼه په رښتيا سره د ټولو افغانانو پاڼه ده. ددې
پاڼې سمبالونکی او ليکوالان د پوهې په څنگ کې واقعن چې
د ليکلو ډېر لوړ فرهنگ هم لری. په دې پاڼه کې ما ندی لوستی چې څوک دې توهين
او يا دې په سپکو کلمو ياد شوی وي.دا ستاسې اوچت افغانی کولتوراود ليکنو لوړه
کچه ده چې موږه هره شيبه ستاسې د پاڼې لوستلو ته رابولی. موږ له خپل ډېر
مهربان او خدای پاک نه د ٢٨ـ اسد پاڼې د هغې جوړونکو او
ليکوالانو ته ١٠٠ کاله عمر له روغتيا او نېکمرغۍ سره غواړو او له ټولو مننه
کوو. د ماهيپــــــــر د موټر چلولو
ښوونځی د ٢٨ـ اسد پاڼې د يو کلنۍ په وياړ د پاڼې د جوړونکو لپاره يوه ډالۍ
غوره کړېده چې هغه لس يو ساعته وړيا درسونه دی هيله ده
چې د مکتب له ادارې سره تمـــــــــــاس ونيسۍ ، ٠٣٠٢٩٦٦۴٩٨ ، ٠٦٥١٨٨٣٨٩٧
په
درناوی
ظفــــــــــــــر لــــــــــــــرغون
د اسد داته ويشمي ويب پاڼي ښاغلو او پيا وړو مخته وړونکو !
اجاز ه راکړئ تر هر څه لمړۍ تاسو ، ستاسو تخنيکي او قلمي همکارانو او مينه والو ته ددې ځلانده او پېژندل شوي ويب پاڼې د لمړۍ کليزې په وياړ خپل د زړه له کومي نيکې هيلې او مباره کۍ په افغاني مينه وړاندې کړم.
دټولو فرهنگي چوپړنو په تاريخ کې يو کال اصلآ يوه لحظه غوندې گڼل کيدای شي. د انترنت په مټ دويب پاڼې جوړول او د هغې موخې په اساس چې نوموړې ويب پاڼه ئې ځانته غوره کوي په دومره لنډه لحظه کې پدې چټکۍ سره داسې لوړ شهرت ، زيات قلمي ملاتړې او دومره زيات لوستونکي پيدا کول دا ستاسو دمعقول ، بې پرې او پر ځاي د فرهنگي چوپړ جوته بيلگه او ثمره ده.
زما ستاسو د ويب پاڼې او ددغه فرهنگي چوپړ دپيل ورځې په ياد دي،ځکه ځان ته داحق ورکوم ووايم په ډيره کمه موده کښې مو زياتې بريا وې تر لاسه کړي دي او زيات غښتلي شوې ياست.
اوس د اسد د اته ويشتمې په ويب پاڼه کې په رښتيا سره داسې علمي ،سياسي او تاريخي مطالب خپريږي چه نه يوازي لوستونکو ته هر اړخيز معلومات ور کوي، بلکې زموږ په جنگ ځپلي هيواد افغانستان کې يې افغان اولس ملي يووالي، دسولې ، دموکراسۍ پلي کېدو او ټينگښت ته خپل لوستونکې رابللي دي.
دهمدې ملي کرښې تعقيب وو چې په ډ ېر لنډ وخت کې زيات شمېر روڼ اندو ،آزاد فکرو،فرهنگي او خپلواکه سياسي شخصيتونو، ټولنيزو او سياسي سازمانونو،کړيو و ملي حرکتنو ستاسو ويب پاڼي سره د همکارۍ له لارې وکولای شول خپل عقايد نظريات او وړانديزونه هېواد والو ته وړاندي کړي.
ستاسو دهمدې بې پرې او ناپييلې تگلارې نتيجه ده چې وموکولای شول په زرهاوو لوستونکې پيدا کړئ.
هيله مند يم په راتلونکې کې هم همدا ملي کرښه پر مخ بوزۍ او خپله ويب پاڼه نوره هم د علمي، معلوماتي، تحقيقاتي او خبريز اړخه پياوړې کړۍ.او دتير کال په څېر بيله دينه چې دچا نړۍ ليد او سياسي موقف په نظرکې ونيسۍد هغوی ليږل شوې مقالې او مطالب خپلو لوستونکو ته وړاندې کړۍ، زما په اند ښه داده چې لوستونکي قضاوت وکړې نه خپرونکئ دا دمطبوعاتو ډموکراتيک اصل دۍ.
زه به دپخوا پشان ستاسو دخدمتگار ،علاقه مند اوملاتړ کوونکي افتخار ولرم.
پدې ملي ،وطني او فرهنگي لار کې ستاسو دلازياتو برياوو په هيله.
مالمو سويډن حبيب اله غمخور
دلوی او بخښونکی خدای په نامه
دغرغښت دخير ښيګنې دټولنې دمبارکۍ پيغام
دغرغښت ټولنه په بشپړه توګه يوه غير سياسی ټولنه ده چې يوازې دټولنې دغړو سره دمذهبی مراسمو په سرته رسولو کې مرسته کوی . ددې ټولنې غړی د٢٨ – اسد د ويب پاڼې خپرونې دځانګړې علاقې له مخې لولی ، دا ټولنه دهيواد پدې حسا سو شيبو کې دداسې يوې پاڼې موجوديت يو خاص ضرورت ګڼی ځکه ددغې پاڼې دخپرونو څخه په څرګنده توګه معلوميږی چې هغه يوه بې پرې ،ناپييلې اوخپلواکه پاڼه د ه
دغرغښت د ټولنې غړی ددغه پاڼې دلومړی کاليزې په مناسبت دهغې سمبالوونکو ته دزړه له کومې مبارکی وړاندې کوی اوهغوی ته پدې لاره کې دلا ډيروبرياوو هيله لری.
په درناوی
دغرغښت دخير ښيګڼې ټولنه
٢٠٠٤ – ١٠ – ٢ هالند
سالگرد سایت 28 اسد مبارک باد!
بنظر من سایت 28 اسد طی یکسال موجودیت خویش توانسته که خود را برجسته و متمایز سازد؛ اول اینکه مقالات آن حاوی تحلیل و ارزیابی وضع موجود کشور بوده و به اصل وحد ت ملی و هویت افغانی باشندگان این مرزوبوم باستانی تاکید می نماید؛ دوم اینکه اخبار سایت از منابع موثق و معتبر خبری جهان تهیه گردیده ودر کار نشراتی خویش به اصل بی طرفی متعهد باقی مانده است.
من منحیث خواننده همیشگی این سایت برای گردانندگان آن موفقیت آرزو می نمایم
شهر دن بوش- هالند
01.10.2004
دکتور محمد حید ر بابری
دوستان نهایت محترم، مسؤلان و علاقه مندان سایت 28 اسد!
یکسال از نشر سایت 28 اسد می گذرد. اجازه دهید که بهترین شادباش های خود را به مناسبت اولین سالگرد این سایت به خدمت شما دوستان تقدیم نمایم و از فعالیت های مثمری که این سایت تا کنون انجام داده تقدیر به عمل آورم. اولین سالگرد سایت 28 اسد مصادف با آستانهء اولين انتخابات رياست جمهوری در افغانستان می باشد، که مردم ما برای اولین بار به کمک جامعهء بین المللی برای انتخاب زعیم آیندهء شان به پای صندوق های رای می روند؛ البته به این امید که افغانستان در نتیجهء انتخابات وپروسهء سیاسی که در جلو دارد، دارای چنان زعیمی گردد، که نشانهء از دست نشاندگی در پیشانی خود نداشته باشد. افغان ها بر علاوه می خواهد احساس نماید که رهبرآیندهء شان به اتکا خداوند و ملت اش، در خدمت مردم قرار دارد.
سایت 28 اسد يکسال قبل از امروز در آسمان رنگين نشرات بيرون مرزی به حيث رسانهء غير وابسته و بی طرف برای افغان ها دور از میهن و داخل کشور پا به عرصهء وجود گذاشت. این سایت اشاعه نظریات سودمند، مباحثات پیرامون حل معضلهء کشور را در سرلوحهء فعالیتش قرار داده است. من منحیث خوانندهء این سایت از همان آغاز شاهد زحمات شمادر این امر شریفانه بودم. من به پشتکار و حوصله مندی شما باور داشه و امیدوارم که دوستان ما در پیشبر و گردانندگی این سایت همچنان ثابت قدم بمانید و در جهت بهبود کمی و کیفی آن، سعی بیشتر به خرج دهند تا این سایت متناسب با رشد او ضاع جدید سیاسی در کشور خاصتا بعد از سپری شدن انتخابات، نقش برازنده تری را در حیات سیاسی کشور ایفا نماید.
برلین، اکتبر 2004
دکتور نعمت رسا
28 اسد سایت است که با منافع اساسی و دورنمایی مردمش گره خورده است
در حالیکه وضع پیچیدهء سیاسی و نظامی کشور ، باعث سردگمی و اضطراب بخشی از شخصیت ها و حلقات سیاسی افغانی در داخل و خارج از کشور گردیده بود، سایت 28 اسد یک سال قبل با حفظ خط روشن دفاع از منافع ملی و حل اساسی افغانی معضلهء کشور، پا به عرصه وجود گذاشت. طوریکه از مطالب نشر شده این سایت برمی اید، دفاع از اصل افغانستان واحد و ملت واحد افغان، مخالفت با خشنود گرایی و جنگ، پشنتیبانی از ایجاد جامعهء مدنی و نظام دموکراسی متکی به مردم افغانستان و دفاع از روحیه و هویت ملی افغان ها، به آن برازندگی خاص بخشیده است. از نظرم سایت 28 اسد دیگر با منافع اساسی و بنیادی مردمش گره خورده است. بنا از فعالیت های روشنگرانه این سایت، قدر نموده و در انجام هرچه بهتر این رسالت ، برای مسؤلان آن موفقیت آرزو می نمایم.
برلین
ازطرف سایت انترنتی « دلمررڼا »
پنجم اکتوبر2004 عیسوی ـ آلمان
نخستین سالگرد سایت انترنتی 28 اسد خجسته باد !
یکسال قبل از امروزسایت انتر نتی جدیدی به همت والای یکتعداد از روشنفکران افغانستان بنام « 28 اسد » پا به عرصه هستی نهاد و به نشرات خود درساحات مختلفه آغاز نمود.
در این مدت کوتاه تا جاهیکه مشاهده میشود با درک وفهم اینکه یک سایت انتر نتی چه مشکلات تخنیکی ، فنی اقتصادی وغیره پرابلم های گوناگونی و آنهم در شرایط مهاجرت با خود دارد دست اندرکاران این سایت توانسته اند در راه انعکاس حقایق ونظریات روشنفکران وانتشار آن در سطح جهانی خدمات قابل قدری را انجام واز هیچگونه مساعی درزمینه دریغ ننموده اند. باید تذکرداد که این خدمات شان در تاریخ آینده مطبوعات کشوردرساحات مختلف در داخل وخارج فراموش ناشدنی میباشد.
من هم از جانب خود وبه نمایندگی از سائر دست اندرکاران سایت انترنتی « دلمررڼا » www.wlonga.com
این موفقیت شان را تبریک گفته پیروزی هر چه بیشترشان را تمنا دارم .
دیپلوم انجنیر ا سرا ر