تل دې وی ملی وحدت



پاينده با د افغانستان

زمونږ خبره سيا سي ګوندونه هنروادبيات دخبرواتروتلار زمونږپته تلپاتي څيري آرشيف راديوها مطالب تحقيقاتی مطبوعات مقالات

 

تفاهم،ملى اودموکراتيک ځواکونه                                        

زموږپه هيواد افغانستان کى نن تربل هروخت دملى اودموکراتيکوځواکوديووالى اوپيوستون اړتيا ليدله کيږى. ځکه په هيواداودولتى حاکميت کى لا تراوسه داسى نښى اونښانى شته چى ددموکراسۍ، تمدن اوپر مختيا پرضدپه پټه اوښکاره توګه غبرګون و ښئى. د٢٥ کالودجګړې ناخوالى، بيسوادى، دپرديو لاس وهنه،دپردى کلتور اوعنعناتوتداخل، دمهاجرتو نو منفى اغيزى، داسلام دسپيڅلى دين د اساساتو څخه ناوړه تعبير،ددموکراسى اوتمدن منفى تفسيرونه ..... اونورعوامل ددې سبب شوى دى چى ددموکراسى او تمدن پرضد نوى تفکراوذهنيت رامنځ ته شى. نن په ښکاره توگه ويلاى شو چى په افغانستان کى ددموکراسۍ په اړه ذهنيتونه حتى د٥٠ کالونه وړاندى هم په ټيټه پر تله کى دى. له دې کبله دموکراسى ديوې ايديالوژى اودنورودخوښۍ په موخه بايد تمرين نشى بلکى دموکراسى دټولنى دتطابق اوتوافق له معيارونوسره سمه وڅيړله شى اووړاندى شى. په افغانستان کى ددموکراسۍ ، تمدن ، دعلم اوفرهنګ مينه وال په حقيقت کى دوروستى  ملى دموکراتيک جنبش اووطنپالوهغه ځواک دى چى نن هم په دې لاره کى هلى ځلى کوى.         

دموکراسى زموږدټولنى اوجنبش اړتيا ده. خوځنى عام ذهنيتونه ددموکراسى پلويان مجرم، له افغانى او اسلامى ارزښتونو ليرى ګڼى. چى داحقيقت نه بلکى دمخاليفينو دتهمت لښته ده چى هرکله ئي دخپلو ګناهونوپه جرم نورپرې وهلى دى. دتفاهم نهضت لا پخوا ديو داسى ذهنيت وړانديز کړى وو چى وقايع اوحقيقتونه دى خلک اوتاريخ وڅيړى هرڅوک دخپل جرم جواب ورکوونکى دى اوهيڅوک دبل په ګناه مجرم ونه ګڼل شى .                                                                                                          

دتفاهم نهضت دروشنفکرانو اونورودموکراتو ځواکونو دبياراټولواوهڅولواوددموکراسى دلا پراختيا په موخه وړانديزکړى وو:                                                                          

ــ دټولو ملى دموکراتوځواکونو،روشنفکرانواوملى شخصيتونوپه لمړى سرکى دنژدې اوورته همفکرودراټولودپاره ديوه مرکزجوړول،اويا دهمدغه ځواکونونوترمنځ ديووالى،اتحادونو، ايئتلافونو او يا دګډى جبهې درامنځ ته کولو دزمينى برابرول اودداسىکاردپاره دفعال ځواک هڅول.                                                                                                             

ــ دافغانستان ددموکراتيک جنبش دغړواوفعاليونوسره پريوه واحد پلاتفرم دوخت دغوښتنوسره سم ديوملى اودموکراتيک پروګرام څيړل.                                                                 

ــ دوخت دغوښتنوسره سم ديوګډاونوى لارښود هيئت رامنځ ته کول کوم چى په پټورايوټاکل شوى وى نوواوځوانوکدرونوته دوړانديتوب زمينه  برابرول                                          .

ــ وپتيل شوه چى تر څودداسى پروګرام وروستۍ پايلى لانه وى څرګندى شوى دجوړشوى حرکت څخه دټوټونه جلاکول اويا هرنوى حرکت ته په سلا اومشورى يوځاى وړاندى تګ.   دتفاهم نهضت وکولاى شودلمړى ځل دپاره داروپا اوحتى په هيواد کى دننه دګډوشوراګانو دجوړولوکار په انتخاباتو اوپټورايوپيل کړى.اوداروپا په کچه د٢٠٠١ کال دجرمنى هيواددکولن په ښارکى دتفاهم پراخ کميسيون او دسويدن دمالموپه ښارکى دتفاهم نهضت لويه شورا جوړه کړه او دتفاهم نهضت دلمړنيوموخو اواساساتو بنسټ ئي کيښود..دتفاهم دپروګرام اوانديښنو هرکلى په هيواد اونوروهيوادونوکى په زړه پورى وو.اوورځ په ورځ دتفاهم پراعتباراواتوريته زيتاتيدله. خو بايد ووايوچى دحوادثواويولړروشنفکرى لاملونوپه پايله کى دتفاهم څخه ځينو دوستانو په خپله خوښه خپل سرنوشت دنوروګوندونواوسازمانونوسره غوټه کړ. دتفاهم نهضت لاتراوسه  خپلو تعهداتو اوارمانونوته دوام ورکوى اوداارمان ديوقوى ذهنيت په توګه په زياتو روشنفکرانو اوملى شخصيتونوکى ژوندى وينى.                                                          

دتفاهم نهضت يوځل بيا په ډاګه کوى چى دداسى ځواکونونژديوالى،يومټى کيدل،اتحاد اويا واحده جبهه نه يوازى دتفاهم پلويانوته بلکى دملى،دموکراتيکواووطنپالو ځواکونو دواحد جنبش ډاډمنه اتکا اودراتلونکى سياسى سرنوشت ضمانت دى. تفاهم په نوې بڼه اونوى فصل بازسازى کيږى اوغواړى په جدى توګه ددې پروسى چټکتيا دتفاهم پرمعيارونواواصولوترڅيړنى لاندى ونيسى. لکه چى پوهيږو تفاهم دمعنى اومفهوم له مخى پوهول،پوهيدل اوپوهاوى دى اوپه سياسى غبرګون کى ديوبل سره تيريدنه،پوهيدل اوکمپرامايز دى.                                              

دتفاهم ارمان په هيواد کى دسولى،دموکراسۍ اوبيا جوړونى دپاره دټولو سياسى قوتونو، ګوندونو،جريانونو اوسازمانونودسياسى روشونو،ټولنيزواواقتصادى ستراتيژيوهماهنګ کول دى کوم چى ورته موخى لرى.په دې ډول تفاهم نه يوازى سياسى شعاربلکى ملى اهدافوته درسيدودپاره وسيله ده يعنى تفاهم دنژدى والى،سياسى اتحادونو،ائتلافونو لپاره له دې کبله په اوسنى بهيرکى داهميت وړدى چى ډلى سياسى نهادونه په وطنى کچه دنرمښت،توافق اويودبل دشتوالى دمنلودروحى په نظرکى نيولوسره،پرته له دې چى دهغه اويا دغه پرټنډه دوهل شوو ټاپوپربنسټ پولى وټاکى.                                                                                       

تفاهم يوه ازاده اوبيطرفه نيمه سياسى ټولنه ده چى دخلکو تر منځ داړيکو ټينګول اودافغان روشنفکرانوترمنځ دسياسى اختلافونوورکولو،راټولولواودهغوى ترمنځ دجورجاړى دکوربه توب دنده وياړبولى. ټول هغه فعال ګوندونه چى دمتحد سياست اوديوپراخ اوقوى ګوند چى دملى،ازاداوناپيلى سياست لاره لټوى يوواحد مرکز ته رابولى.                                        

تفاهم په خپل منځ کى دسياسى سليقو تفاوت ته درناوى کوى اوټول هغه ځواکونه چى په هيواد کى دوسلې پرته سياست غوره کوى دپخلاينى اوملى گټوپربنسټ ،ديالوګ اوڅيړنى ته د اختلاف دحل ډګر ته رابولى. دتفاهم پلويان عقيده څرګندوى اوپه دې قوى معتقددى چى تفاهم يو ازاد تفکردى چى دزمان دغوښتو نو سره سم رامنځ ته شوى دى . د پخوانيو حاکميتونو پروگرامونو اواصلاحاتو ته په انتقادى سترګه ګورى اودهغوى ايديالوژيک اساس اواړيکى ئي دکار بنسټ نه دى اوپه دې وجه غواړى په راتلونکى کى دداسى پراخ نهضت دپاره نوى څيرې اودوخت دغوښتنوسره برابرداسى ملى پروګرام وړاندى کړى چى دهيوادملى گټى پکښى نغښتى وى. اودداسى تفکر موخى دنورو دموکراتو، روشنفکرو، ملى اوازادو شخصيتونو سره شريکى اود دلا پخولو دپاره دهغوى مستقيم اوغيرمستقيم نظريات په ګډه ترڅيړنى لاندى ونيسى.                         

تفاهم هيڅکله ددې ليوال نه دى چى دنوروپراوږودکوم سياسى تشکل تلاښ وکړى اوترټولو وړاندى غواړى دتفاهم مفکوره زموږدټولنى درازرازډلو روشنفکرانوترمنځ چى دافغانستان ملى گټواوديوپراخ دموکراتيک جنبش مينه وال وى پخه کړى. اوراتلونکى سياسى تشکل چى بايدلوى او پراخ،دموکراتيک اوملى او دټولو ډلو دقناعت ضمانت وکړى رامنځ ته کړى.که څه هم داسى تصورپه اوسنيو شرايطوکى له امکانه ليرې بريښى خوتفاهم عقيده لرى چى دراتلونکى دموکرات جنبش لاره همدا ده چى اوس ترهربل وخت دزمان په عينى غوښتنه بدله شوى ده. ټوټى ټوټې شوى روشنفکران،دموکراتان ملى شخصيتونه اوحتى اوسنى جوړشوى ګوندونه چى دداسى ارمان پلوى کوى خپله سياسى راتلونکى بايد يوځاى وټاکى. له دې کبله تفاهم لااوس دداسى عقيدې وړانديز کوى چى دروشنفکرانو ترمنځ دراتلونکى جورجاړى مسله همدا اوس ترڅيړنى لاندى ونيوله شى.                                                                     

راتلونکى پارلمانى انتخابات اويانورسياسى خوځښتونه به وښئ چى زموږديوالى اوواحدحرکت حکمت چيرى دى. وبه ليدل شى چى موږ په سياست کى څومره دتجربې ميدان وهلى دى اوڅرنګه دملت اوخپلى سياسى ګټى په اوږدمهالى اولحظوى سياست کى پرتله کولاى شو. ايا ديوپاخه سياست وال په توګه دتيروپه څيړڼواوياهغه راتلونکى ته په پريښودولودپايلوپربنسټ  دورځنى سياست نه په ګټى اخيستنى سره ،دپوهاوى اوکمپرامايزلاره پيداکولاى شو؟ په داسى حال کى چى همدااوس ددولت مخالفه جبهه چى په سياسى ترکيب ،ستراتيژيو اوپه تيرکى دپيښوپربنسټ په ډاګه سره توپير لرى، وتوانيدله خپل منځى سياسى متحدين پيداکړى،تيروته دپاى ټکى کيږدى اوسياسى جورجاړى وکړى. ولى روشنفکران اوپه سياست کى پاخه اود تجربې خاوندان نشى کولاى دخپل منځى اتحاد اواتفاق جرئت وکړى.  ايا نشى کولاى خپلى محدودى گټى دملت اوجنبش دگټوسره پرتله کړى. په داسى حال کى چى پوهيږى چى په اوس کى همدادموکراتيک ګوندونه اوسازمانونه يوهم په يوازى توګه دې لوى پارته اوږه نشى ورکولاى  اوحتى داشک هم شته چى دټولوپه يووالى کى لاداباردرونددى.                         

دتفاهم نهضت اوددې سيمينار دغړو پيغام دادى چى موږ دتل په شان هيله لروچى ټول ملى اودموکرات ځواکونه اوشڅصيتونه دى پخوانى اواوسنى خپل منځى اختلافونه  شاته پريږدى اونه يوازى دخپل منځى اتحاد مسله حل کړى بلکى دنورو دموکراتو اوروشنفکرانواوملى  شخصيتونو دراټولو دپاره محور شى. هيله ده دلته به نه يوازى محدودى ګټى ترلاسه شى بلکى په ملى کچه به دددموکراتيک جنبش خواره واره غړى  دمطمئنى اتکا ځاى پيداکړى. اووړانيز کيږى چى ددې سيمينار په پاى کى دى ديووالى اواتحاد په مينه  پيغامونه وليږل شى.            

 په اروپا کى دتفاهم نهضت لا تر اوسه دډيروستونزوسره مخامخ دى اوخپلواساسى دندوته لا په لاره دى.موږونشوکړاى په دې وروستيوکى دنوروسازمانونوسره دنژدې والى اوتفاهم زمينه برابره کړواوياددې پراخ کمپاين دپاره دنورومرستى ځان ته راجلب کړو. لاتراوسه موږپه عملى توګه دافغان روشنفکرانواونوروافغانانوترمنځ دافغانى مناسباتواواړيکولړى چټکه کړو. که څه هم داروپاپه کچه يوه ټولنه ددې کار دپاره ګمارل شوى ده خوکارئي لاډيرمحسوس نه دى. تفاهم نهضت دنظرياتو دراټولوکمپاين لا پخوا پيل کړى وخودقناعت وړنه دى. دداسى پراخ اووسيع کار دپاره مالى برخه ترټولومهم اړخ دى چى متاسفانه دتل په شان ټولى بهر ميشت افغانى ټولنى دداسى ستونزى سره زموږپه شان مخامخ دى .چى ددې کار نه پرته ټولنيز اوسياسى مسؤليتونه نشى جګيدلاى.                                                                          

 غواړم لاندى ټکى يوځل بيا دتفاهم دپروسى دچټکتيا دپاره وړاندي کړم:                            

ــ دتفاهم نهضت فعالين دى په افغانستان اوبهرنى هيوادونو چيرى چى افغانان ميشت دى دتفاهم، يووالى،اتحاداواتفاق اهميت د مذهب ،ټولني اوسياست  له له پلوه په پراخه توګه په خپلو تبليغاتوکى راغبرګ کړى اودې کارته دى نوروطنوال هم وهڅول شى.                             

ــ تفاهم زموږدټولنى دعينى اړتيا په توګه اودروشنفکرانوترمنځ دسياسى پيوستون درامنځ ته کيدو دپاره ديوعام اوقوى ذهنيت په توګه دديالوګ اوبحث ديورکن په توګه ژوندى وساتل سى.                                                                                                                

ــ دتفاهم نهضت دى دنده واخلى چى دراتلونکى سياسى جورجاړى په موخه دتفاهم او کمپرامايزاصلونو اومعيارونووړانديزوکړى اودداسى لوى اووطنى کاردپاره دى ديووالى پرڅوډوله ميکانيزمونوکاروکړى دسلا اومشورى دپاره دې دنوروسره شريک کړى.            

ــ موږوينواواحساس کووچى دهيواداوسنى چارواکى په عملى توګه ددموکراسى اوسولى سياسى پلويان په سياسى بهيرکى هيرکړى دى اوياداچى نه غواړى دهغوى رول ته غاړه کيږدى. موږ ټولوباصلاحيته مراجعوته وړانديزکوى چى ترټولودمخه دى دهغه ځواکونو ملاوتړى ،کوم چى په رشتياددموکراسى اوسولى پلوى کوى دزورواکۍ اوبې امنيتۍ پرضدمبارزه کوى.                                                                                             

ــ وړانديزکوم چى ددې سيمينارټولى ويناوى دى ديوونکو ترموافقې وروسته دمجموعى په توګه چاپ اوخپرى شى اودامکان په ترڅ کى دى دانترنيت له سايټونوهم خپرى شى.             

ــ دسيميناردگډون کوونکوڅخه هيله کيږى چى دسيمينار په پاى کى  يوپيغام خپورکړى اودمتن دجوړولودپاره دى دملى يووالى اوسولى غورځنګ استازى په ټاکل شوى کميسيون کى هم برخه واخلى.اونوموړى متن دى دانترنيت په پاڼه کى خپورشى.اودخپلوامکاناتو په ترڅ کى ديوپلاوى دټاکلواودهغه دليږلوامکانات وڅيړى.                                                          

ــ دتفاهم نهضت داروپا دشورا نه هيله کيږى چى دسيمينار دموادوڅخه په ګټى اخيستنى سره دراتلونکى لوئي غونډى دپاره ځانګړى کميسيون ته دنده وسپارى ترڅودغونډى نه وړاندى ټول وړانديزونه اوګوتى نيولى وڅيړى اوپايله ئي غونډى ته وسپارى.تر څوپه لويه غونډه کى يوځل بيا دتفاهم موخى اودندى روښانه شى.                                                                       

 په ډيردرنښت

محمد سليم تايب

 

 


  سر پا ڼه || کور