ما    چی   خښوی   ماته   دعا   وکړی        ياد  می کړی وطن اوتمنا وکړی         

اوښکی می هجران کی ډيری تللی دی        نه چی په حفيظ  مليار ژړا وکړی      

 د عبدالحفيظ مليار  سا پی  خلص  سوانح

 زما نوم عبدالحفيظ تخلص می مليار  دخداې بښلی ارواح ښاد مرزا عبدرزاق خان ساپی زوی په١٣٣٤ح ش کال د  لغمان  د ولايت مرکزعمرزايو د  دندی د قريی د شکور اباد  په کلی  کی  په روښان فکره کورنی  کی زيږيدلی يم  ٠ زما خدای بخښلی پلار دخپل دوخت مشهور مرزا او شاعر وه

زه می خپل پلار  د لغمان مرکز د مهترلمک د ابتدايه په ښونځی کی شا مل کړم  د ١١ کلو وم  چی پلار      می      ومړ    خدای    پاک    د     غريق     رحمت         کړی        امين ٠

په کال ١٣٥٤ح ش د لغمان د  د روښان دليسی د ١٢ صنف څخه فارغ او په کال ١٣٥٥ح ش د ننګرهار دولا يت  په عالی دارالمعلمين کی شامل  اوپه کال ١٣٥٧د نو موړی دارالمعلمين څخه

فارغ شوی يم٠په ملکی بخش کی می    لاند ی وظا يف اجرا کړيدی ١- په کابل کی د سعدالدين انصاری د متوسطی دسر معلم په صفت ٢-دلغمان دوﻻيت دمخابرا تو دمدير په صفت٣- دکا بل دولايت

د بريښنا په رياست کی د   محا سبی په عمومی مديريت کی ديو بخش دکنترول دامر په صفت 

٠ اوپه نظا می بخش کی می  ١- د دا خلی دوزارت په تشريفاتو قطعه کی دبلوک قوماندان

٢- د صحی خدماتو په ريا ست دټولی د قوماندان په صفت ٣- په مزار شريف کی داول  سمت دمامور دمرستيال په صفت 

٤- دمزارشريف درهايشی ساحی قوماناندان ٥-دشمال په اوپراتيفی زون کی د څارندوی په معاونيت  کی   داستقا متونو دامر په توګه

٦- اخري وظيفه می په کابل کی د داخلی دوزات دمکروريانونو دمحافظی  د ٢٠٤  قطعی دپيژند دامر په تو ګه وظايف  اجرا کړيدی ٠   

دهنر او ادبياتو   سره له ډيره پخوا يعنی له وړکتوبه څخه ډيره زياته  ميينه لرم په اکثره کلتورې پروګرامونو  کی  می  

شعرونه لوستلی   اوپه بعضو مجلو او   د انټر نيټ په صفحو کی می هم شعرونه چاپ شويدی  او همدا اوس

می يوه شعری ټولګه -  د اوښکو سيلا ب -  تر عنوان لاندی له چاپه راوتلی ده  او بعضو خوږ ژبو هنرمندانو هم په خپله ډيره مهر بانی  سره زما بعضې شعرونه په خپلو خو ږو   اوازونو کی زمزمه کړيدی   او   زه له کال ٢٠٠١څخه

را په   ديخواپه اروپا – په اتريش-  کی د جلا وطنی  په پيښو حالا تو کی شپی تر سره کوم او په اتريش کی افغانانو ته  دخدمت او کلتوری ودې د کلتوری کميټی د  مرستيال په توګه خپلو کلتوري فعاليتونو کی مصروف يم

په درنښت او په پښتنی مينه ستاسو خد متګار عبدالحفيظ مليار  ١٥-٧-٢٠٠٧م٠

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM