نورنو سؤتفاهمات دزغم وړ ندي

 

افغان اولس او په تيره دکابل اوسيدونکی دهغو (( سؤ تفاهماتو ))په نتيجه کې دهغووحشتناکو پيښو دشوک نه ندي وتلي چې يو ځل بيا اوسنيو چارواکو په مزارشريف کې دامنيتی ارګانونو د((سؤتفاهم ))خبر خپورکړ  اوخلکو ته يې ډاډ ورکړ چې په دې هکله به څيړنې کوی اودداسو پيښو دنه تکرار په اړوند به لازم اقدامات کوی کوم چې په دې دوونيموکلونو کې يې دداسو پيښو دنه تکرار ډيرې  وعدې ورکړې دي خو دعملي کولو وس يې ندي موندلی٠

افغانانو هغه ډراماتيکې اوخونړۍ پيښې ندې هيرې کړې کوم وخت چې جهادی ډلو په بيدفاع کابل بريد وکړ اود(( غنايمو ))دلاسته راوړلو پخاطر يې هڅه کوله دپلازمينې زياتې برخې ونيسي چې لدې امله پخپلو کې سره ونښتل اودپر له پسې ورانوونکو جګړو ،وژنو اوانارشۍلړی پيل شوه چې هرماشام به دراديو اوټلويزيون له لارې  هغه دجهادی وروڼو(( سؤتفاهم ))په نامه خپريدې چې دشپيتو زرو څخه زيات بيګناه خلک دهغې له کبله ووژل شول ،کابل دادهيواد سياسي،اقتصادی اوفرهنګی مرکز په کنډواله واوښت اوپه لکونو اوسيدونکی يې دهغې پريښودلو ته اړ شول اوداهم بايد وويل شي چې دا يوازې کابل نه ووبلکې په ټول هيواد دې وحشت خپل تورسيوری وغوړاوه٠

دا سؤتفاهمات دهغو ډلو تر منځ پيښيدل چې دجهاد ترنامه لاندې يې دسياست څخه بيخبر مسلمان اولس بيساره قربانيو ته وهڅاوه خو کله يې چې واک ترلاسه کړ دامسلمان مجاهد وروڼه سره ونښتل اوداسې کارنامې يې پريښودې  چې حتی چا په هنری فلمونو کې داسې صحنې نه وې ليدلې٠ دې وحشتناکو پيښو ته داسلامي دولت چارواکو د(( سؤ تفاهم ))  نوم ورکړ خو واقعيت دادی چې هغه ديوه خاص پروګرام اودې جهادی ډلو دمشرتابه دتفاهم پربنسټ عملی کيدې او هدف يې دا وه چې سيالې ډلې وځپې او پدې توګه واک ځانله انحصارکړی٠

داډلې چې دسياسي مبارزې سره پردی وې اودخپلو بادارانو څخه يې يوازې دچل ول ،وژنې،ورانکارۍ او وسلې داستعمال چارې زده کړې وې هغه يې په خپل وطن  کې پلې کړې چې په خلکو يې رڼا ورځ شپه اودمځکې په سر يې محشر جوړ کړ اوخبره دې ته ورسيده چې نور نو دکنترول څخه ووتې او بهرنی حاميان يې پدې کې شول چې هغوی له صحنې څخه وباسي او دطالبانو تحريک يې ډګر ته راوړاندې کړ چې په حيرانوونکې توګه يې واک ترلاسه کړ اودادشر اوفساد ډلې يا دطالبانو په ليکو کې ورننوتې،يا يې خپل پکولونه  لرې اوپه اولس کې پټې شوې، يا هغو سيموته وتښتيدې چې نيول يې مشکل بريښيدل اويا طالبانو دهغې دنيولو ماموريت نه درلود ٠ ددې ډلو مشران اکثرأ دخپلو بهرنيو ملاتړ کوونکو غيږوته پناه يوړله٠

 

طالبان چې دټاکلو چارو اوځانګړو هدفونو دترسره کولو پخاطر پکارواچول شول اوکله يې چې دماموريت دوره پای ته ورسيده هغو چې مستقيمأ يې ملاتړ کاوه دملاتړ څخه لاس واخيست اونورو ددې په نامه چې بن لادن ته يې پناه ورکړې دپريکړونکو پوځې عملياتو پواسطه رانسکور ،او واک يې هغو ډلو او کړيو ته وروسپاره چې د((سؤتفاهماتو)) په نتيجه کې يې له لاسه ورکړی وه٠

 داډلې چې نن دپرديو په مټ پر افغان اولس حکم چلوي اودامريکې دمتحده ايالاتو دپوځی ،سياسی او مالی مرستو له برکته (( دهيڅ څخه هر څه )) ته رسيدلې دي دپخواه په شان دعادت له مخې په شخړو اوجګړو کې ښکيل دي خو داسې مقام ،ځواک اومرجع نشته چې دهغوی د خپل سريو ،جګړو اونارواکړووړو مخنيوی وکړي او هغوی دقانون اوعدالت منګولو ته وسپاری ٠ پدې دوونيمو کلو کې دافغانستان چارواکو ددې ټولو جګړو او بې قانونيو پړه ددې وسله والو ډلو په کوچنيو قوماندانانو اچوله خو دروان کال دچنګاښ دمياشتې په نيمايې کې کله چې په مزارشريف کې داووم قول اردو قوماندان جنرال عطا ٌ ځواکونو دامنيې قومانداني او پوليسو ماموريتونه ونيول په مرکز کې چارواکو داپيښه يو ((سؤ تفاهم ))وباله ٠ ددې خبرپه اوريدو سره يو ځل بيا خلکوته دهغې وحشت او بربريت دناوړه پيښو خاطرې راژوندی کړې کومو چې دکابل اوسيدونکې يې په وينو کې ولمبول او دهيواد په ګوت ګوټ کې دخلکو په عزت ، ځان اومال دتيريو اوخپل سريو لړی پيل شوه او په هيواد کې دفرهنګ ټولې نښې نښانې له منځه يوړل شوې٠

 

څرنګه چې د( ٩٢- ٩٦ )کلونو سؤتفاهمات ديوه تفاهم پربنسټ ترسره کيدل همداراز دمزارشريف دچنګاښ مياشتې پيښه او دهرات ،فارياب ،سرپل ،غور اوداسې نورې چې په روان کال کې پيښې شوې ديوه خاص پروګرام له مخې عملي کيږي اودهغې تر شاه ځواکمنې څيرې اوکړی ولاړې دی چې په مرکزی اداره کې واک اواقتدار لري هغوی له يوې خواه دولتی کليدې څوکۍ اوامکانات لري اوله بله پلوه په هغوی پورې تړلې وسلوالې کړی دې ته هڅوي چې دمرکزی حکومت دواک دغزيدو خلاف ودريږي ٠ ددې هڅو څخه هدف دادی چې خپل نامحدود واک وساتي اوهغه څيرې  اوډلې چې دهغوی په مزاج برابرې نه وی اودهغوی ديکه تازۍ خنډ دي دهيواد دسياسي ډګر څخه ګوښه کړي اوواک په بشپړه توګه ځانله انحصار کړي .

 

داچې د اوسني واکمن حالات اوددې سؤ تفاهماتو پايلې به څه وی هغه به ژوند وښيي خويوه خبره څرګنده ده اوهغه داچې که حالات په همدې شان ادامه مومي بيله شکه هغه به داولسواکۍ اوبيا رغونې بهير ته ستر ګواښونه اوخنډونه راپيداکړی ٠ که چيرې دوسله والو ډلو شتون ته چې ددې (( سؤتفاهماتو )) اصلي عامل دی دپای ټکی کښينه ښودل شي او په راتلونکې کال کې دملي شورا اوسيمه ېيزو شوراګانو لپاره ټاکنې کيږي ددې وسلوالو ډلو استازی به هغوی ته لاره مومی اوهغه وخت به ملي شورا دجنګسالارانو ( ملي قرارګاه) اوسيمه ييزې شوراګانې به دوسله والوډلو (پوځی قرارګاوې) وي کومې چې دبنسټپاله کړيو دارادې ممثل وي٠

افغان اولس دې نړيوالې ټولنې په تيره دامريکې دمتحده ايالاتو څخه غواړي چې دبشری عاطفې له مخې  په دوی رحم وکړي چې نور ددې ډلو چې دافغاني ټولنې دناورين او دبدمرغيو سبب شوېدي دمرستې څخه لاس واخلي اوپريږدي چې دااولس خپل سرنوشت ددې ډلو داغيز پرته وټاکي ٠

 ٢٨ اسد

دجولای اولسمه کال ٢٠٠٤


  سر پا ڼه || ا صلی پاڼې ته