|
د نفتو پر مرسته په نړيوال ځواک اوښتل
نوي نړيوال نظم ته لاره
صدام حسين او نوي نړيوال نظم
ليکوال: اف، ويليم اِنگدال
ژباړونکي: شريف بهاند
د عراق د
حکومت لوړ پوړوي له زيات وخت راپدېخوا د يوې داسي پلمې په لټه کې ؤ، چې له هغې
څخه په کار اخيستنې سره، د نړۍ د نفتو د نل ليکو لوري، په تيره د لويديځې اروپا
په خوا واړوي. دغه پلان ته، په تيره بيا د بريتانيا او متحدو ايالتونو اقتصادي
او مالي حالت، په بيړنۍ توگه خپله جدي پاملرنه واړوله. د تاچر
Thatcher
اقتصادي انقلاب د
١٩٨٧
کال د اکتوبر په مياشت کې د نړيوالو ونډو (اسهامو) په بازارونو کې له ماتې سره
مخامخ شوي و. مخ په زياتيدونکي سود، د غير منقولو مالونو، مالي او د صنايعو
بازارونه له سختو ستونزو سره مخامخ کړل. په متحدو ايالتونو کې د عامه چارو
بودجه تر سخت کنترول لاندې ونيول شوه. له دغو له حده زياتو کسرونو سره، د
بانکونو له منځه تلل، مخ په زياتيدونکې وزگارتيا او ترټولو دمخه، مخ پر
زياتيدونکې رواني ناروغۍ او خپگان مل و. خلکو د خپلو خبرو اترو په ترڅ کې دغه
پرمختياوې [د تيرې پيړۍ] له دريمې لسيزې سره پرتله کولي.
د عراق
١٧
ميليونو خلکو په همدې وختونو کې له خپل گاونډي هيواد، ايران سره يوه بې مانا
جگړه پايته رسولې وه. په تهران کې د خميني له غير انساني رژيم سره جگړې، بله
هيڅ کومه موخه نه درلوده، بې له دې چې د وسلو د نړيوالو سوداگرو راکړې ورکړې او
د هغوي د گټو د ترلاسه کولو له پاره شونتياوي برابري کړي. [د تيرې پيړۍ] په
اتمه لسيزه کې د امريکا متحدو ايالتونو د عراق حکومت ته د څارگرۍ (استخباراتي)
د ناسمو مالوماتو پر بنسټ داسي وښودله، چې د جگړې په پيل سره به ډير ژر بري ور
په برخه شي، څو دغه هيواد له خميني سره جگړې ته وهڅوي. جگړې د عراق با ارزښته
کرنيز- صنعتي پروگرام له سختو ستونزو سره مخامخ کړ. ځکه عراق د نورو ډيرو
پرمختيايي هيوادونو په پرتله پرمختللي او د پام وړ صنعتي پوتنسيال درلود، چې د
هغه پر بنسټ يې د خپلو وگړو اړتياوې په تيره د خوراکي توکو په برخه کې له خپلو
توليداتو څخه سمبالولي.
اته کاله جگړې د عراق اقتصاد له ډيرې ناوړې حالت سره مخامخ کړ او د جگړې په
دواړو خواوو کې له يو ميليون څخه زياتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د جگړې په ترڅ کې عراق ډير زيات پوروړي هم شو، چې د هغه اندازه
په
١٩٨٩
کال کې پنځه شپيته ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسيده. ستر پور ورکونکي د سعودي
عربستان، کويټ، [پخواني] شوروي اتحاد او د ختيځي اروپا د وسلو صادرونکي
هيوادونه وو. دغه هيوادونه په دې هيله وو، چې عراق به د دوي
پور
د خپلو
نفتو او
د هغو له عايداتو څخه بيرته ورکړي. سربيره پر نوموړو هيوادونو فرانسوي،
بريتانوي او امريکايي بانکونو هم عراق ته پور ورکړي و. عراق ته د وسلو په ورکړه
کې له [پخواني] شوروي اتحاد څخه وروسته، د فرانسې هيواد دوهم ځاي درلود.
د انگلو ـ امريکا د پلان له مخي، صدام حسين بايد په داسي يوې
پښي کې راښکيل شي، چې نوموړي په هغې کې هرو مرو خپله لاره ورکه کړي. صدام بايد
بريتانيا او د امريکا متحدو ايالتونو ته د پوځي يرغل له پاره يوه پلمه په لاس
ورکړې، چې دوي " د نړۍ د نفتو سمبالتياوې ډاډمنې کړي".
د
١٩٨٩
کال د جون په مياشت کې د امريکايي ـ عراقي اقتصاد پوهانو يوه پلاوي د صدام حسين
په بلنې، کله چې دئ لا " له ادولف هيتلر څخه لا زيات زورواکي نه و"، بغداد ته
سفر وکړ. د پلاوي په ډله کې د کيسنجر د مشورتي شرکت، اسوشيتزAssociates
د غړي الان ستوگا Alan Stoga
تر څنگ د بنکر تروست Bankers Trust
د شرکت د څارونکې ډلې (هيت نظار) غړي، د موبيل اويل
Mobil Oil
، اوکسدنتال پتروليم Occidental
Petroleum
او د متحدو ايالتونو د نورو نړيوالو شرکتونو غړيو هم گډون درلود. صدام حسين
غوښتل، له دوي سره عراق ته د جگړې له امله د ورسيدلو زيانونو د بيا رغونې د
پروگرام په اړه سلا مشورې وکړي..
د بيا رغونې د پروگرام بنسټيزه موضوع د بادوش د اوبو بند
Badush-Staudamm
و. د څلويشتو ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت د خړوبولو يوه ستره پروژه، چې
کيداي شواي عراق يې د پنځو کلونو په ترڅ کې د خوراکي توکو له پلوه په خپلو مټو
درولي واي. تر هغه وخته عراق د دا ډول توکو په وارداتو پورې تړاتيا درلوده. په
١٩٨٩
کال کې عراق دې ته اړ و، چې د متحدو ايالتونو د مالونو د پور د ورکړې له شرکت
څخه د يو ميليارد امريکايي ډالرو په ارزښت غله واخلي. سربيره پر دې عراق د
متحدو ايالتونو شرکتونو ته وړانديز کړي و، چې د دغه هيواد د پتروشيمي په
تاسيساتو، د مصنوعي سرې په تصديو، د فولادو په فابريکې او د نقليه وسايلو په
جوړولو کې پانگه اچونه وکړي، څو د عراق د پرمختيا په برخه کې خپله ونډه تر سره
کړي. خو د امريکايي شرکتونو استازو دا ډول معاملوته دومره زړه ښه نه کړ. ځکه
له صدام څخه د دوي غوښتنه دا وه، چې بايد تر ټولو دمخه د خپل دولتي پور غم
وخوري او د دې موخې د تر لاسه کولو له پاره د نفتو د ملي صنايعو زياتره برخه
" خصوصي" کړي.
د
انگلو ـ امريکا د ترلاسه شويو باوري څيړنو پربنسټ، چې لا تر اوسه خپرې شوې نه
دې، ښايي د عراق په دښتې کې د نړۍ د نفتو تر ټولو سترې زيرمې پرتې وې. يوازې په
[پخواني] شوروي اتحاد کې د دا ډول ذيرمو اټکل کيږي.
لکه څنگه چې اټکل کيده، صدام حسين له دې څخه سر غړونه وکړه، چې د خپل هيواد د
نفتو د ملي زيرمو واک (حاکميت) د تشو وعدو له امله، چې په راتلونکو وختونو کې
به پور ترلاسه کړي، له لاسه ورکړي. وروسته په
١٩٨٩
کال کې، يوه زياته اندازه پور (کريدت)، چې اندازه يې
۳
، ۲
ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسيده او د جورج بوش (ستر بوش) د حکومت له خوا يې
عراق ته ژمنه شوې وه او په لوي لاس (قصدي توگه) له غيرې مستقيمې لارې، د
اتلانتا د جورجيا په ايالت کې د ايټاليا د ناسيونال ديل لافورو (BNL)
د بانک د يوې څانگې له لارې په پټه توگه ليږدول کيده،په ناڅاپي توگه کنگل شو. د
پور دغه کنگل کيدل د لندن فاينشنل تايمز
Financial Times
د رپوټ له مخې له شوره ډگ لگول شوي تورونه وو، چې ښايي له دغه پور څخه به په
پټه توگه د عراقي پوځ د وسلو د سمبالښت له پاره گټه
تر لاسه شي.
د
ستوگا له ډلې سره د ناکامو خبرو اترو او د ناسيونال ديل لافورو (BNL)
د بانک د پور د کنگل کيدو اغيز دا و، چې عراق د ۱۹۹۰
کال په پيل کې ځان په ناڅاپي توگه د لويديځو پور ورکونکو بانکونو له کريدت څخه
بې برخې (محروم) وگاڼه. په دې ډول گواښمن حالت کې د کويټ امير صحنې ته راوړاندې
شو. شيخ جابر الصباح او د هغه کورنۍ د شلمې پيړۍ له پيل څخه د بريتانيا د
پاچاهي کورنۍ لاسپوڅي او باوري کس گڼل کيږي. امير د واشنگټن او لندن له اوامرو
سره سم د خپلو نفتو له بې پايه عايداتو څخه د عراق په واک کې پيسي ورکولي. د
دغو پيسو په مرسته بايد له دې څخه مخنيوي شوي واي، چۍ عراق له ايران سره په
جگړه کې، چې له اتو کلونو څخه يې زيات دوام کړي دئ، ځان ستړي او ستومانه احساس
نه کړي. د انگلوـ امريکا په اند دغه جگړه بايد د دواړو هيوادونو تر منځه د
انډول په ساتلو سره، هرڅومره چې شوني وي، زيات دوام ومومي.
د
جگړې دغه حالت ياني " د هيجان ستراتيژي" نه
يوازې له اقتصادي پلوه د وسلو پلورونکو له پاره، چې د جگړې په دواړو خواوو
باندې يې وسلې خرڅولې، د ارزښت وړ و، بلکې له سياسي پلوه د اسراييلو له پاره هم
ډير د ارزښت وړ بلل کيده. د لويديځ د مخکښ ځواک دغه نا خپرې شوې موخې وروسته د
خلکو تر منځه زياته رسوايي رامنځته کړه.
د
۱۹۹۰
کال په پيل کې بايد کويټ خپلو کړو وړو ته بدلون ورکړي واي. ځکه د دغه هيواد
امير دنده تر لاسه کړه، چې د اوپک د سازمان له ترلاسه شوو هوکړو سره سره په
زياته پيمانه ارزانه نفت، نړيوال بازار ته وړاندې کړي. په
۱۹۸۶
کال کې د نفتو د بيې له راټيټدو څخه وروسته د اوپک د سازمان غړي هيوادونه يو ځل
بيا سره جرگه شول، چې د شمالي سمندرگي او الاسکا د نفتو د لوړ بېو زيرمو، [د
توليد له پلوه گران ] په گټه د خپلو توليداتو ونډه راټيټه کړي. کويټ يو ځل بيا
په ناڅاپي توگه خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې او د خپلو نفتو د زياتو توليداتو له
امله يې د نفتو د هر بيرل (۱۵۹
ليتره) بيه له نولسو امريکايي ډالرو څخه ديارلسو ډالرو ته راټيټه کړه. د عراق
او د اوپک د سازمان د بيلا بيلو غړو هيوادونو پر له پسي ديپلوماتيکو هلو ځلو و
نه شو کړي، چې د کويټ د امير شيخ الصباح او د هغه د نفتو د وزير علي خليفه
الصلاح دغو ويجاړونکو کړو وړو ته بدلون ورکړي او دوي دواړو خپل غوږنه کاڼه
واچول. د نفتو سوداگرو د همدې کال په جولاي کې په وار وار سره اعلام وکړ، چې
ښايي د نفتو بيه نوره هم راولويږي او کيداي شي د هغو د هر بيرل بيه له لسو
ډالرو څخه هم راټيټه شي. د نفتو دغې ټيټې بيې د عراق له پاره زمينه دومره تنگه
کړه، چې نه يې شو کولي د خپلو پورونو خدماتي چارې (د پور د ټاکل شوې برخې بيرته
ورکړه او د هغه ټکټانه) ترسره او خوراکي توکي راوارد کړي.
د
همدې کال په فبروري کې د عربو د همکارۍ شورا
Arabische Kooperationsrat
، چې غړي يې د عراق، اردن، مصر او د [پخواني] شمالي يمن ولسمشران ؤ، د اردن په
پلازمېنې عمان کې سره جرگه شوه. صدام حسين هم په دې غونډه کې وينا وکړه. نوموړي
په خپلې دغې وينا کې په ختيځې اروپا کې د کمونيستي نظام د له منځه تلو د
ستراتيژيکو پايلو په اړه خبرداري ورکړ. ځکه د امريکا متحده ايالتونه د يوازيني
پاتې شوي پوځي زبر ځواک په توگه په ځانگړې توگه د عربي نړۍ له پاره د گواښ په
مانا دي.
صدام
حسين په دې باب هغه گواښمن واقعيت ته نغوته (اشاره) وکړه، چې امريکايي سمندري
ځواک د عراق او ايران د جگړې له پايته رسيدو څخه يو کال وروسته هم له ځانه داسي
نښې نښانې نه دي ښودلي، چې د فارس له خليج
څخه به پر شا کيږي. برعکس داسي بريښي، چې"
دغه هيواد په وار وار سره روښانه کړې، چې دوي به دلته پاتي کيږي". صدام
دې ته هم نغوته وکړه، چې شوروي اتحاد په زياتيدونکي توگه د خپلو کورنيو چارو تر
اغيز لاندې راځي. "که شوروي اتحاد په پوره اندازه له
خپلو کورنيو ستونزو سره لاس او گريوان دئ او د عراق ـ ايران جگړه پايته رسيدلې
ده، نو د مخامخ گواښ نښي نه تر سترگو کيږي، خو متحدو ايالتونو، په تيره په اوس
وخت کې په وار وار سره ويلي، چې غواړي په سيمه کې پاتې شي. نو ځکه بايد دغه
حالت ته په ځانگړې توگه پاملرنه واړول شي".
صدام حسين خپله دغه لنډه وينا په دې غوښتنې سره پايته ورسوله، چې د نفتو له
پلوه بډايه عربي هيوادونه بايد په گډه سره عمل تر سره کړي،
" او تر خپل واک لاندې د انرژۍ له زيرمو څخه، چې
بيلگه يې د نړۍ په نورو برخو کې نه تر سترگو کيږي، په خپله گټه واخلي. زما په
اند، موږ بايد خپلو اړيکو ته له اروپا، جاپان او شوروي اتحاد سره په هغه ډول
پراختيا ورکړو، چې دغه اړيکې څومره ژر چې شوني وي، موږ ته ښيگڼې را په برخه
کړي".
هغه څه چې د امريکا د متحدو ايالتونو او بريتانيا د واکمنو کړيو د هڅولو لامَل
شو، چې په منځني ختيځ کې د خپلو پوځي عملياتو پلان پر مخ بوځي، هغه د صدام حسين
همدغه وينا وه. د۱۹۹۰
کال په جولاي کې د عراق او کويټ تر منځه شخړې پراختيا ومونده. نو ځکه د همدې
مياشتې په اوه يشتمه نيټه د متحدو ايالتونو سفيرې، ميرمن اپريل گلاسپي
April Glaspie
د عراق حکومت ته د دغې شخړې د ارزونې په اړه د خبرو اترو وړانديز وکړ. د عراق
حکومت د دغو خبرو اترو رسمي يادښت د جگړې له پيل څخه وروسته خپور کړ. ولسمشر
بوش د دغه يادښت خپرونه يوه پلمه وبلله او صدام حسين ته يې په رسمي توگه سپکې
سپورې وکړې او نوموړي يې دروغجن وباله. يو کال وروسته د متحدو ايالتونو کانگرس
دې ته اړ شو، چې د ولسمشر د دغه عمل ريښتنوالي تاييد کړي. په داسي حال کې چې
اوس له هغه سره هيچا، ان نيوه که کونکو خپرنيو هم مېنه نه درلوده.
د
متحدو ايالتونو سفيرې په دغه لاسوند (سند) کې صدام حسين ته روښانه کړې وه، چې
واشنگټن به د عراق او کويټ د شخړې او د هغوي د پولې په سر لانجه کې له هيڅ
يوه لوري څخه ملاتړ و نه کړي. ځکه دغه مسأله د متحدو ايالتونو گټو ته زيان نه
رسوي.
د
امريکا د متحدو ايالتونو حکومت لا له پخوا څخه د عراق ـ کويټ پولو ته څيرمه د
عراقي پوځونو د ځاي په ځاي کيدو تصويرونه په لاس کې لرل او د گلاسپي يادونه د
زرغون څراغ (د يرغل د اجازې) په مانا وه. هماغه و، چې د اگست په دوهمه عراقي
ځواکونو پر کويټ باندې يرغل وکړ. [د کويټ] واکمنه کورنۍ لا له پخوا خبرتيا تر
لاسه کړې وه او له خپلو ټولو رولز ـ رايس
Rolls - Royce-Fuhrpark
موټرونو، پسولونو (زيوراتو) او نورو ارزښتناکو شيانو سره له هيواده تښتيدلې وه.
د دغه هيواد د پخواني حکومت يو لوړ پوړي چارواکي، چې په لندن کې په جلا وطني کې
ژوند کوي، په تروه تندي دې مسألې ته داسي نغوته وکړه: " سي، آي، اي
CIA
پاچاهي کورنۍ ته په خپل وخت سره خبرتيا ورکړې وه، چې له هيواده ووځي، خو د
الصباح [کورنۍ] په قصدي توگه له ياده ايستلي و، چې د کويټ پوځ له دغه يرغل څخه
خبر کړي".
له يرغل څخه يوازې څو ساعته وروسته د انگلستان بانک او د متحدو ايالتونو حکومت
د کويټ ټولې د اعتبار وړ پيسې Guthaben او حسابونه، چې د نړۍ په ستر وجهې صندوق
Investmentfond
کې وې او په لندن کې د کويټ د پانگې اچونې د ادارې له خوا يې چارې پرمخ بيول
کيدې، ضبط کړې. دا چې د دغو د اعتبار وړ پيسو
Guthaben
او حسابونو اندازه په ريښتنې توگه څومره ده، له دولتي رازونو څخه گڼل کيږي. خو
د باوري سرچينو له اټکل سره سم، د هغو ارزښت له سلو تر يو سلو پنځوسو ميلياردو
امريکايي ډالرو پوري دئ.
له يرغل څخه وروسته د شپږو مياشتو په ترڅ کې يوه ستره طنز ډوله ننداره رامنځته
شوه. ولسمشر بوش سمدلاسه اعلام وکړ، چې د عراق د احتمالي گواښمن يرغل په وړاندې
به د امريکا متحده ايالتونه خپل پوځونه د سعودي عربستان د دفاع له پاره د خليج
سيمې ته ورواستوي. د تاچر حکومت بې له ځنډ په نامحدوده توگه [د متحدو ايالتونو]
له دغه هوډ څخه ملاتړ وکړ. دا چې داسي يو گواښمن يرغل رامنځته کيداي شو او که
نه، د هغه نښې نښانې هيڅ چيرته نه تر سترگو کيدې. وروسته بيا روښانه شوه، چې
متحدو ايالتونو د دا ډول يرغل نښې نښانې په خپله رامنځته کړې وې، چې بايد د هغو
پر بنسټ د سعودي عربستان واکمنه کورنۍ د عراق پر دا ډول يرغل باندې باوري کړې.
کله چې د اگست په پيل کې دغه تصميم ونيول شو، د متحدو ايالتونو ولسمشر بوش او د
بريتانيا لومړې وزيره تاچر، دواړه د کولورادو د اسپين په انسيتيوت کې وو.
د
متحدو ايالتونو ولسمشر بوش د سپتمبر په يوولسمه خپل "نوي
نړيوال نظم" اعلام کړ: " له دغو ناآرامه وختونو
څخه کيداي شي، يو نوي نړيوال نظم رامنځته شي، چې په هغه کې به ملگري ملتونه هغه
رول ولوبوي، چې د دغه سازمان د بنسټ ايښودونکو لخوا طرح شوي و. موږ د فوق
العاده او ځانگړو شيبو شاهدان يو. د خليج د سيمې کړکيچ، چې کيداي شي هغه له
گواښه ډک هم وي، موږ ته داسي موقع په لاس راکړې، چې د گډې همکارۍ يو تاريخي
پړاو مخ په وړاندې يوسو. د نوي نړيوال نظم په رامنځته کيدو باندې سختې شېبې
تيريزي. داسي يوه نړۍ به رامنځته شي او هغه به له دغې نړۍ څخه، چې موږ
يې اوس پيژنو، توپير ولري".
د۱۹۹۰
کال د اکتوبر په پيل کې ميخايل گورباچوف، خپل د منځني ختيځ ځانگړي استازي
ايفگيني پريماکوف ته دنده ورکړه، چې که وکولي شي، د عراق له جگړې څخه مخنيوي
وکړي. پريماکوف په بغداد کې له صدام حسين او د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير
طارق عزيز سره له خبرو اترو وروسته د اکتوبر په نولسمه په سپينې ماڼۍ کې د
متحدو ايالتونو له ولسمشر جورج بوش او د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير جيمز
بيکر سره وکتل، څو دوي ته د بغداد له مشرانو سره د خپلو خبرو اترو رپوټ ورکړي
او [د دغې ستونزې] د هواري له پاره يو سوله ييز وړانديز وکړي. ولسمشر بوش د
نوموړي خبرو ته په ځانگړې پاملرنې سره غوږ نيولي و، خو څو ساعته وروسته
پريماکوف ته وويل شول، چې جورج بوش د دغې ستونزې په اړه له نورو خبرو اترو سره
مينه نه لري. پريماکوف خپل هيواد ته د ستنيدو په لار کې د گورباچوف له هيلې سره
سم په لندن کې تم شو، چې [د بريتانيا] له لومړې وزيرې تاچر سره د خپل منځگړيتوب
د هلو ځلو په اړه خبرې اترې وکړي.
له تاچر سره له خبرو اترو وروسته نوموړي د تايم
Tim
له مجلې سره يو مرکه
وکړه، چې دغه مرکه د عراق له جگړې وروسته د ۱۹۹۱
کال د مارچ په څلورمه خپره شوه. پريماکوف په خپلې دغې مرکې کې ويلي و: " لومړې
وزيرې موږ ته په خپلې شخصي ماڼۍ چيکرز
Chequers کې هرکلي ووايه. نوموړې زما د هلو ځلو رپوټ ته،
بې له دې چې هغه پرې کړي، په خورا پاملرنې سره غوږ نيولي و. خو وروسته هغې هم
څه نا څه يو ساعت هيچاته اجازه ور نه کړه، چې د هغې خبرې پرې کړي. تاچر د خبرو
اترو په ترڅ کې په متمرکزې بڼې سره، يوه حالت ته وده ورکړه او تل يې له هغه څخه
استازيتوب هم کاوه. "دې غوښتل له کويټ څخه د عراقي
پوځونو په راوتلو سره، ترلاس لاندې نيول شوي پلان محدود و نه ويني، بلکې غوښتنه
يې دا وه، چې د عراق په وړاندې يو له منځه وړونکي بريد تر سره کړي او د هغه په
ترڅ کې د صدام حسين ملا تير ور مات، د عراق ټول پوځ او ښايي هم د دغه هيواد
صنعتي پوتنسيال له منځه يوسي".
د
څو مياشتو په لړ کې خبرې اترې پايته ورسيدلې، چې د هغو په ترڅ کې د ملگرو
ملتونو د امنيت د شورا ځيني مهم غړي تر فشار لاندې ونيول او ځيني نور په تشو
ژمنو باندې وغولول شول. همدا ډول چلند له ځينو مهمو عربي هيوادونو لکه مصر،
ترکيې او داسي نورو سره هم تر سره شو. [د دغو خبرو اترو] پايله دا وه، چې پر
عراق باندې هر اړخيز بنديزونه ولگول شول او هاند و هڅه تر لاس لاندې ونيول شوه،
چې کويټ له پوځي لارې (په زوره) آزاد کړي. جورج بوش د۱۹۹۱
کال د جنوري په نهه ويشتمه کانگرس ته په خپله وينا کې، چې د امريکا ملت ته
مخامخ وه، وويل: " نړۍ کولي شي اوس د خليج د جگړې په
لامَلونو باندې پوه شي، چې دغه جگړه د هغه نوي نړيوال نظم، چې له مخکي يې ژمنه
شوې وه، د رامنځته کولو له پاره تر سره کيږي ...". نړۍ [ د عراق د جگړې
ټلواله] جگړه پر مخ بيايي، سره له دې چې د هغې په اړه زړه نا زړه احساسات شته
دي.
په دې ترڅ يانې د ۱۹۹۱
کال د جنوري په مياشت کې د پوځي عملياتو له پاره چمتوالي، چې د ويتنام له جگړې
وروسته يې ساري نه و ليدل شوي، خپل لوړ پړاو ته ورسيد. پر عراق او کويټ باندې د
يرغل له پاره د سعودي عربستان هيواد د جگړې په ډگر بدل او له هغه وروسته د عراق
په ښارونو باندې د بمونو ورښت پيل شو. په دغه کړکېچن حالت کې د متحدو ايالتونو
د مشرتابه د پوړ (قشر) زياترو غړو د ولسمشر بوش د پوځي عمل د منتظره پايلو په
اړه شک او ترديد درلود. د ولسمشر ريگن د هغه وخت د سمندري ځواکونو لوي قومندان
جيمز، اچ. ويب James H. Webb په خپلې يوې تلويزوني مرکې کې، چې د
۱۹۹۰
کال د نوامبر په ۱۲
نيټه يې کړې وه، ويلې و: " د فارس په خليج کې زموږ د
شتوالې موخه دا ده، چې د بوش د حکومت د نوي نړيوال نظم له پاره شونتياوي برابري
کړو.خو زه له هغه سره هيڅ مينه نه لرم".
نوموړي د جنوري په يوديرشمه په وال ستريت ژورنال کې په خپلې يوې تبصرې سره
روښانه کړې: " د بوش حکومت د بيلابيلو خواوو په ملاتړ ... زموږ ملت په جگړه کې
راښکيل کړ. سړي بايد د ورځپاڼې د خپرونکي، وېلېم راندولف هرست
William Randolph Hearst
وختونه را په ياد کړي، چې نوموړي
څنگه خلک هغه وخت لکه د اوسني کړکيچ په څير د خپلو مهمو مقالو د خپريدو له لارې
د امريکا ـ اسپانيې د جگړې تر اغيز لاندې راوستل. سړي بايد له دې څخه يو څه نور
هم شا ته، ياني له مکسيکو سره جگړې ته نظر واچوي. په دې وخت کې له داسي يوه
ولسمشر سره مخامخ کيږو، چې په دې هڅه کې و،څو
ولس په يو پوځي کړکيچ کې اخته کړي، که څه هم ورباندې يرغل نه دئ شوي".
همدارنگه په سعودي عربستان کې د متحدو ايالتونو پخواني سفير او د منځني ختيځ
پيژندل شوي کارپوه جيمز اکينز
James Akins
د ولسمشر د جگړې له پلانونو سره په رسمي توگه خپل مخالفت وښود. نوموړي د
۱۹۹۰
کال د سپتمبر په
دولسمه د لاس انجلس تايمز په ورځپانې کې تر خپل نامه لاندې يوه
مقاله خپره کړه. د دې مقالې له خپريدو څخه يوازې څو ورځې مخکې ولسمشر بوش،
سعودي عربستان ته د پوځيانو د استولو اعلام کړي و. اکينز په خپله مقاله ليکي،
چې سپينه ماڼۍ په خپل دغه هوډ سره بيخې بله موخه
"ټاکل شوې موخې" تعقيبوي. نوموړي د خپلې مقالې په يوې بلې برخه کې ليکي،
چې د دفاع د وزير مرستيال [ديک] چيني په لوي لاس (قصدي توگه) د [عراق] د گواښمن
يرغل په اړه د سعودي عربستان پاچا ملک فهد ته ناسم مالومات ورکړل، څو په دې
توگه په دغه هيواد کې د امريکايي پوځيانو د ځاي په ځاي کولو له پاره هوکړه
ترلاسه کړي. سعوديانو تر وروستيو لسيزو پوري له دې کار څخه په کلکه ډډه کړې
وه. اکينز په خپله مقاله کې زياتوي، چې ان په
١٩٧٥
کال کې د بهرنيو چارو پخواني وزير هنري کيسنجر له هغو پلانونو څخه ملاتړ کاوه،
چې موخه يې د منځني ختيځ د نفتي زيرمو د لاندې کولو (اشغال) له پاره د يوې پلمې
رامنځته کول وو. اکينز ليکي، چې ما هغه وخت دا ډول پلانونه په کلکه رد کړي و،
خو " د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير هنري کيسنجر بل
ليد درلود، نو ځکه په دغه وزارت کې زما کاري پرمختگ هم دوام و نه موند. ... د
بوش په حکومت کې هم ځيني خلک په دې باور دي، چې د
١٩٧٥
کال په پرتله اوس د دې کار له پاره لاره په ښه توگه هواره شوې ده".
دا بې ارزښته نه ده، چې را په ياد کړو، چې د کيسنجر د، اسوسيتز
Associates
د شرکت مشر لاورنس ايگليبورگر
Lawrence
Eagleburger
په دې وخت کې د جيمز بيکر تر مشري لاندې د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال په
توگه دنده تر سره کوله. د کيسنجر د شرکت يو بل کارکونکي برنت سکوفرفت
Brent
Scowcroft
په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر د امنيتي چارو سلاکار و. په هغو ورځو کې، چې متحدو
ايالتونو د فارس د خليج په اړه خپل بهرني سياست ټاکه، د دغه هيواد په لارښودې
ادارې کې د کيسنجر د نظر ملاتړو بنسټيز رول درلود. سربيره پر دې په خپله کيسنجر
هم په خپلو هغو مقالو کې، چې د متحدو ايالتونو د بهرني سياست په ټاکنه کې يې
رول لوباوه، د عراق په وړاندې له جگړې څخه ملاتړ کاوه. د خليج د جگړې په وړاندې
مقاومت د امريکا د متحدو ايالتونو د لوړ پوړو چارواکو له خوا په نيوه که کونکو
رسنيو کې د هغوي د زياتو انگروزو
(تبليغاتو)
تر اغيز لاندې راغلي و. |